ټولنیز ژوند ژوند بڼه

که ملګرو کې مو دا ۷ نښې ولیدې، انډیوالي ورسره پریږدئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د یوې علمې څېړنې پر بنسټ، یوازې هغه ۵۰ سلنه کسان، چې د ملګرتیا لپاره مو ټاکلي دي واقعاً دوستان مو دي.

ډېری کسان، چې له موږ سره خپل وخت تېروي، یا له موږ څخه د ګټه اخیستنې په موخه دا کار ترسره کوي او یا داسې تصور کوي، چې هرڅومره ډېر ملګري او دوستان ولري، نو د دوی لپاره غوره او ښه خبره ده، خو باید پوه شئ، چې ځینې اړیکې په ظاهره دوستانه او د وخت په تېرېدو سره، پکې بدلون را منځته کېږي، چې باید ډېر پام ورته وکړئ.

له هرې توضیح وړاندې باید ووایم، چې حتا د واقعي او رښتینو دوستانو ترمنځ هم ښایي د نظر اختلاف او ناسم پوهاوی را منځته شي او دا چاره په بشپړه توګه عادي ده، خو که چېرې پام مو شو، چې د یوې بدې پېښې او خواشینۍ له امله، چې اړیکه مو له بریده زیاته خرابه شوې ده او په هېڅ وجه د هوساینې او آرامتیا احساس نه لرئ، نو ښايي وخت یې را رسېدلی وي، چې دې اړیکې ته د پای ټکی کېږدئ.

د دې لپاره، چې له دې موضوع څخه سم درک ولرئ، موږ د دې لیکنې په دوام تاسو ته د یوې ناسمې ملګرتیا او دوستۍ ۷ نښې لیکلې دي، که چېرې دا موارد، د خپل ښوونځي او یا پوهنتون ملګري سره، یا دغه راز له خپل همکار سره د خپلې ملګرتیا په اړیکه کې وینئ، نو وړاندیز کېږي، چې هر څه ژر دې زهرجنې اړیکې ته د پای ټکی کېږدئ:

۱ ـــ تل د خپلو ستونزو په اړه غږېږي، خو ستاسو د ستونزو د اورېدو لپاره وخت او حوصله نه لري
دا افراد تر ډېره له تاسو څخه د غوږ په توګه د غوسې، حرصونو او ستونزو د اورېدو لپاره کار اخلي او خبرې یې چې پای ته ورسېدې، نور نو تاسو ورته ارزښت نه لرئ. کله چې تاسو کومه ستونزه ولرئ او وغواړئ له هغه سره یې شریکه کړئ او یا ترې مشوره او لارښوونه وغواړئ، د ځان په بوخت ښودلو او یا موبایل ته د ځواب ورکولو په بهانې سره ستاسو د خبرو له اورېدو څخه ډډه کوي.
پرته له شکه هغه کس، چې ستاسو د ستونزو د اورېدو حوصله نه لري، نو د ستاسو له مینې او محبت څخه د ګټې اخیستنې وړتیا به هم ونه لري. له خپل ژوند څخه دا ډول افراد لرې کړئ.

۲ ـــ په تاسو باندې نیوکه کوي، خو خپله د نیوکې اورېدو زغم نه لري
رښتینولي او سمه نیوکه په ژوند کې ډېر مهم او اړین څیزونه دي، خو زهرجن افراد او نا رښتیني ملګري هڅه کوي، ستاسو په څېره او کارونو باندې په ملنډو وهلو سره، په تاسو باندې نیوکه وکړي. د دې افرادو اصلي موخه سمون نه دی، بلکې تر ډېره شخصي نیوکه ده، که چېرې ورته کار له دوی سره ترسره کړئ، نو دفاعي حالت غوره کوي او له ځانه سخت او توند غبرګون ښکاره کوي.

۳ ـــ دا تاسو یاست، چې تل له یو بل سره د لیدلو د ژمنه کولو لپاره، په ګډه پروګرام جوړوئ
دا کسان کله چې له نورو ملګرو سره بوخت دي، تاسو هېروي، خو دا چې یوازې شول او یو کس ته یې اړتیا پیدا کړه، چې وخت یې ور ډک کړي، نو ژر تر ژره تاسو ته راځي، له دې افرادو څخه لرې شئ، ځکه چې یوازې د ځان په غم کې دي او په بدل کې یې تاسو څه نه ترلاسه کوئ، دا کار به په اوږد مهال کې ځورونکی وي.

۴ ـــ هغه فکر کوي، چې تاسو باید هرومرو بدلون وکړئ
کله چې له یو بل سره بحث کوئ، دوستان مو په دې باور دي، چې تاسو ګرم یاست او دا تاسو یاست، چې باید بدلون وکړئ. دا افراد تل ځان په حقه ګڼي او دا روحیه د دوستۍ لپاره په هېڅ وجه ښه نه ده.

۵ ـــ ستاسو دوست دوه ګونې روحیه لري: یا ښه او مهربان دی او یا سوړ او بې تفاوته دی
که چېرې هغه کس، چې تاسو ورسره په اړیکه کې یاست، یوه ورځ ښه دی او په سبایي پرته له کوم دلیل څخه له تاسو سره سوړ او نامهربانه چلند کوي، نو نورمال انسان نه دی. غوره ده، چې ترې لرې شئ، ځکه تاسو تل په دې فکر کې ډوب وي، چې له هغه سره مو څه بدي کړې ده، چې له ځانه دا ډول چلند ښکاره کوي.

۶ ـــ تل له خپلو خبرو سره پام کوئ، ترڅو هغه خواشینی او غوسه نه شي
که چېرې په خپله دوستۍ کې تل له خپلو خبرو سره پام کوئ، ترڅو خدای مه کړه، په مقابل لوري باندې بدې ونه لګېږي او غوسه نه شي، نو د دې دوستۍ د دوام لپاره څه ټینګار لرئ؟ افراد له یو بل سره ملګري کېږي، ترڅو یو د بل ترڅنګ خوشاله شېبې ولري او که چېرې ټاکل شوې وي، یو بل سره د اوسېدو ټول ساعتونه مو په اروایي فشار ( سټرس ) سره تېر شي، نو غوره ده، چې دې اړیکې ته د پای ټکی کېږدئ.

۷ ـــ دوست مو تاسو اړ کوي، چې د هغه له نورو دوستانو سره سیالي او رقابت وکړئ
کله چې د هغه کس په اړه فکر کوئ، چې ستاسو دوست او ملګری دی، تل د خپلو بل دوست له مینې او ښو کارونو څخه خبرې کوي، په حقیقت کې هڅه کوي، چې په تاسو کې د حسادت او رقابت احساس را وپاروي، ترڅو په دې وسیله له دواړو لورو څخه ډېره ګټه ترلاسه کړي.

که چېرې ستاسو د دوستانو په لېست کې دا ډول افراد شتون لري، نو غوره ده، چې بې پروا شئ او خبرو ته یې ارزښت ورنکړئ او د هغه د خوښۍ او خوشالۍ لپاره په هر کار لاسه مه پورې کوئ او ځان مه په تکلیف کوئ، چې وروسته به پښېمانه شئ.

ولې له زهرجنو کسانو سره ملګرتیا او دوستۍ ته د پای ټکی ایښودل ستونزمن کار دی؟ څنګه کولای شو دا کار ترسره کړو؟
که چېرې هغه پړاو ته رسېدلي یاست، چې ډاډه یاست باید خپلې دوستۍ ته د پای ټکی کېږډئ، نو په احتمالي توګه په خپله تګلاره کې به له ګڼو ستونزو او خنډونو سره مخامخ شئ.

له هغه چا سره د اړیکې پرې کول، چې ډېره موده مو له یو بل سره وخت تېر کړی دی، څه آسانه کار نه دی، خو دې موخې ته د رسېدو لپاره، له لاندې څو تګلارو څخه مرسته وغواړئ.

منفي دوستان هم مثبتې ځانګړنې لري. یان یاګر په خپل کتاب زهرجنه اروا پوهنه کې د ( کله چې ملګرتیاوې زیان رسونکې کېږي) داسې لیکلي دي: دوستي ښکاره کوونکي کسان هم تل بد نه دي او کله وخت ښایي ستاسو لپاره ښه کار ترسره کړي، یا د اړتیا په وخت کې ستاسو مرستې ته را ودانګي، په داسې مواردو کې غوره ده، چې د فرد ټولې ښېګڼې او بد ګړې یاددښت کړئ او وروسته یې د ګوتې په څوکه وشمېرئ او وګورئ، چې آیا دا دوستي د دوام ورکولو ارزښت لري او که نه.

که چېرې مقابل لوری تل ځان تېر باسي او کومې پیسې مو چې په پور ورکړې دي، بېرته یې نه درکوي، ستاسو رازونه نورو ته وایي، سپارښتنه کوو، چې له دې اړیکې څخه را بهر شئ.

ملنډې وهل تل د ټوکو په چوکاټ کې ترسره کېږي
که چېرې دوست مو تر ډېره هڅه کوي، د ټوکو او خندا په چوکاټ کې د کنایې په بڼه درنې خبرې کوي، شک مه کوئ، چې د دوستۍ لپاره ښه کس نه دی، په دې خاطر که ستاسو رښتینی دوست په تاسو کې کومه ستونزه وویني، نو په مهربانۍ سره به مو پوه کړي او هېڅکله هڅه نه کوي، چې په تاسو باندې ملنډې ووهي.

له یوازې کېدو څخه وېرېږئ
له یوازې کېدو څخه وېره د انسان تر ټولو ستر دښمن دی. تر ډېره موږ یوازې د دې لپاره، چې یوازې ونه اوسو، هر ډول کس خپل ژوند ته را بلو، حتا ښایي د یو فرد بد چلندونه هم وزغمو، خو دا په یاد ولرئ، که چېرې تاسو ټولنیز او د منلو وړ کس واوسئ، نو ستاسو ژوند ته به نوي افراد لاره پیدا کړي.

ستاسو دوستي اوږده وه او له یو بل سره خاطرې هم لرئ
که چېرې یو پخوانی دوست او د ښوونځي ټولګیوال مو داسې کارونه وکړي، چې ستاسو لپاره پرته له خواشینۍ بل څه نه لري، نو غوره ده، چې خپلې ملګرتیا او دوستۍ ته د پای ټکی کېږډئ. دا اړیکه په مینه کې د ماتې په څېر ده، یانې د خپل دوست د لرې والي په خاطر باید ډېر زیات صبر او زغم ولرئ.

خپل احساس نه شئ درک کولای
تاسو د هغه په اړه توپیري احساس لرئ: غوسه، لېوالتیا او خواشیني، په داسې وخت کې باید وګورئ، چې کوم احساس مو پیاوړی دی او آیا لېوالتیا لرئ، چې خپلې اړیکې ته په همدې بڼه دوام ورکړئ او که نه.

له یو بل سره ګډ دوستان لرئ
که چېرې نه غواړئ، نور په دې منځ کې موږک وځغلوي او خبر یوسي او خبر راوړي، نو سپارښتنه کېږي، چې د خپلې دوستۍ پرېکون په څرګند ډول ښکاره کړئ، له هغه فرد څخه ورو ورو واټن واخلئ، کوم چې د دوستۍ لپاره مناسب نه دی، ترڅو دې چارې ته د کوم چا پام نه شي، خو پایله کې خپلې نږدې دوستۍ مو هم د پای ټکی ایښی وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل