رسنۍ

د خولې بد بويي؛ څنګه پرې پوه شو؟ او څنګه یې له منځه یوسو؟

لیکنه: شپنه سلګۍ

د خولې بد بویي هغه حالت ته ویلی شي چې د ساه ایستلو په وخت کې یې بل څوک احساس کړي. دا چې د خولې د بکټریاوو او یا نورو لاملونو له کبله وي نو نه یوازې یوه ناروغي ده بلکې د انسان پر شخصي او ټولنیز ژوند هم اغیزه شندي.

ځینې خواړه لکه هوږه، ګندنه او پیاز تر هضم وروسته د وینې جریان او له هغه ځایه د سږیو له لارې په تنفسي هوا کې د خولې نه خارجېږي او خوله بد بویه کوي. خو دا بوي موقتي وي.

د خولې د بد بويۍ لاملونه

د خولې د بد بوي اصلي لامل د غاښونو په منځ کې د خوړو پاتې شونې دي. د خوړو له پاتې شونېو سره بکټریاګانې وده کوي. نور لاملونه یې د خولي حفظ الصحې ته کمه پاملرنه، د غاښونو نه مینځل، سګرټ څښول او د اوریو ناروغۍ دي. دغه راز، د خولې بد بویي د ځینو نورو ناروغیو نښه ده؛ لکه د معدې، سږیو، ځیګر، ستونې، پزې ، بډوډيو او ویني ناروغۍ، شکر، چې دغه هره یوه یې ځانګړې درملنې ته اړتیا لري او له هغې سره به د خولې بد بویي هم ښه شي.

لیاړي ( ناړې) چې پر له پسې توګه خوله مینځي که د هر لامل له کبله کمې شي، خوله ورسره بد بویه کېږي. لیاړي د خولې تر مینځلو وروسته داسې خواص لري چې د بکټریاوو د ودې مخه نیسي.

څنګه وپوهېږو چې خوله مو بد بوی لري؟

ډېر ځله یو کس د خپلې خولې په بد بویۍ پخپله نه پوهېږي او نور خلک یې ورته د ویلو جراُت نه کوي. نو څنګه پوهېدی شو چې خوله مو بد بوي لري.

۱- که خوله مو ډیر ځله وچه وي

۲- که د ژبې پر سر مو همېشه یوه سپینه طبقه وي.

۳- که د سګرټ، کافیین او الکولو د استعمال عادت لرئ.

۴- که د خولې لاړي مو ټینګې وي او کمې وي، او د خولې د وچوالي احساس کوئ.

۵- که کوم نږدې ملګري یا د کور کوم غړي درته په دې باره کې درته څه ویلي وي.

دخولې دبدبویئ معاینات

دتنفس بوی کول دتشخیص ساده لاره ده، په هغه صورت کې چې پزه بنده او دخولې بوی موجود وی موقتآ د خولې دبندولوپه وخت کې دبوی احساس دخولې په بدبویي دلالت کوي.

نو وګڼئ چې د خولې بد بويي لرئ. مګر د اندېښنې وړ نه دی. لاندنیو لارښونو باندې عمل وکړئ نو له دې ستونزې خلاصېږئ.

۱- تر خوراک وروسته خوله ومینځئ او لږ تر لږه ورځ کې دوه ځلي غاښونه برس کړئ.

۲- د غاښونو له برس کولو او مسواک وهلو سره سره ژبه هم برس کړئ؛ ځکه چې د ژبې پر سر بکټریاګانې پاتې کېږي.

۳- په هرو دریو یا شپږو میاشتو کې یو ځل د غاښونو ډاکټر ته د کتنې له پاره ورشئ.

۴- د لیاړو د زیاتوالي له پاره ژاولې وژوئ او ډیرې اوبه وڅښئ چې خوله مو تل په کافي اندازه لمده وي.

۵- کله کله ویلنۍ وژوئ.

۶- د اوړو له سوډا سره خوله ومینځئ. دا له پخوا نه د خولي د بد بویۍ د له منځه وړلو له پاره کارول کېږي.

۷- د هایډروجن پر اکسایډ له محلول سره خوله ومینځئ ( له محلول سره د اوبو د ګډولو د مقدار په باره کې له ډاکټر سره مشوره وکړئ). په درملتونونو کې د خولې د مینځلو له پاره مخصوص محلولونه او کریمونه شته.

۸- د خولې د بد بویۍ د لرې کولو له پاره الکول مه استعمالوئ.

۹- بوي لرونکي خواړه لکه هوږه، ګندنه، پیاز…مه خورئ یا یې کم خورئ

۱۱- الکول، سګرټ او کافین مه استعمالوئ. دا خوله وچوي.

۱۲- د شپې ډېر خوراک مه کوئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ