روغه سټه

هغه څه چې د خولې د بدبویۍ د ختمولو لپاره یې کولی شئ

د خولې بدبويي هم ستاسو لپاره او له تاسو ډیر ستاسو د شا او خوا خلکو لپاره نارحته کونکي ده. بلکې په ځینو مواردو کې خو بیخي د زغملو نه وي.

په دې وختونو کې چې د خلکو د ژوند بڼه بدله شوې، خواړه او عادتونه بدل شوي د خولې بدبويي هم عام شکایت دی.

ښه خبر دادی چې د خولې بدبويي تاسو په کور او شا او خوا کې د شتو وسایلو په کارولو او د ځینو عادتونو په خپلولو لرې کولی شئ.

د غاښونو بورس
د خولې د بدبویئ پر ضد مبارزه کې د غاښونو بورس او یا مسواک بهترینه وسله ده خو باید د ورځې څو ځل او په طریقه وکارول شي. لږ تر لږه د ورځې دوه ځلې د غاښونو بورس کارول ستا د خولې سره تړلې ستونزې کنترولی شي. که یو وخت هم د غاښونو بورس قضا کړئ. بدبويي او نورې ستونزې بیرته راستینږي. نو منظم او پرلپسې د غاښونو بورس کارول د خولې بدبويي ختمولی شي.

خوله وینځې مایع ( Mouthwash )
د خولې وینځلو لپاره مایع اوس په هر هغه پلورنځي کې چې د غاښونو کریم او نورو توکي په کې پلورل کیږي پیدا کولی شئ. د خولې وینځلو مایع د هغو بکټریاوو په له منځه وړولو کې چې د خولې بدبويي پیدا کوي مهم رول لري، او ستاسو تنفس ورسره خوشبو کیږي.

دغاښونو ترمنځ د فاصلو پاکول

د غاښونو ترمنځ د فاصلو پاکول عموما د یو نخي تار یا ځینې نورو وسایلو په وسیله کیږي چې تاسو یې له پلورنځایونو او درملتونونو اخیستلی شئ. د غاښونو ترمنځ فاصلې کې ډیرې وړې هم وي، بیا هم په کې زاړه شوي خواړه او بکتریاوې ځای نیسي چې د خولې د بدبويي سبب کیږي.نو په منظمه توګه ددې فاصلو پاکول نه یوازې ستاسو غاښونو له خرابۍ او توریدو ساتي او خولې ته ګټه لري، بلکې د خولې بدبويي هم له منځه وړي.

میوه وخورئ
هغه میوې او ترکارۍ چې فایبر لري او ژول کیږي د غاښونو له پاکولو سره ډیره مرسته کوي. نو که په ورځنۍ توګه مڼې، ناک او دې ته ورته میوې وخورئ د خولې بدبويي کنټرولولی شئ. میوې د سي ویټامین هم لري چې دا هم د خولې ځینې بدې بکټریاوې له منځه وړي.

خپله ژبه پاکه کړئ
ډير خلک یوازې غاښونه او ورئ بورس کوي خو ژبه له یاده باسي. ژبې زموږ او ستاسو د خولې زیاته برخه نیولې او د بکټریاوو لپاره د استوګنې ښه ځای دی. نو باور مو راځي او کنه خو د غاښونو د بورس کولو پرمهال پر ژبه د برس راښکل او پاکول ضروري کار دی.کنه یوازې د غاښونو پر پاکولو او د ژبې په هیرولو د خولې بدبویي له منځه نه ځي.

ډیرې اوبه وڅښئ
دا نو اسانه کار دی. کافي او وخت په وخت اوبه وڅښئ. که چیرې اوبه کمې څښئ نو ستاسو په خوله کې د لاړو جریان کمیږي او بدبویه کیږي. نو تل ځان سره اوبه ولرئ او د ورځې په بهیر کې یې وڅښئ.
ژاولې وژویئ

د ورځې په جریان کې د ژوالو ژول مرسته کوي چې له غاښونو څخه په غاښونو کې پاتې خواړه پاک شي. نو دا چاره هم ستاسو د خولې د بدبویۍ په کمولو کې مرسته کولی شي.

وروستۍ خو تر ټولو مهم، نسوار او سیګرټ پریږدئ

دا دواړه شیان د خولې لپاره تر بل هر څه مضر دي. نو دا پریږدئ ایله به د تنفس په خوند پوه شئ.

هیله او یادونه: که فکر کوئ چې دا لیکنه ګټوره ده، نو له نورو سره شریکول یې له یاده مه باسئ

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */