ټولنیز ژوند

هغه عادتونه چې یوازې مو پاتې کوي

لیکنه: عمران لمر

ژباړه: عمران لمر

سترګې مو وتړئ او د خپل ژوند د خلکو په هکله فکر وکړئ.
له دې ټولو کسانو چې ستاسې په ذهن کې راځي؛ څو تنو سره مينه لرئ؟
که نور خلک خپلې سترګې وتړي؛ نو څنګه؟
آيا شونې ده چې د ليدنې لپاره يې لومړنۍ ټاکنه تاسې اوسئ؟
که ستاسې ځواب منفي وي؛ نو زمونږ مرستې ته اړتيا لرئ.

څو عادتونه دي چې تاسې په يو ځوروونکي انسان بدلوي او د دې باعث کېږي چې نور په تاسې خط راکاږي. دا عادتونه پرېږدئ؛ تر څو تل د ملګريو د ليدنې لومړنۍ ټاکنه اوسئ:

۱- جزياتو ته داخل شم؟
د انسانانو په منطق باور وکړئ او باور وکړئ چې کله تاسې ته په پوره اندازه معلومات نه درکوي؛ نو هدف يې دا دی چې لږ ترې فاصله واخلئ او د ژوند جزياتو ته يې داخل نه شئ.
دا موضوع هغه وخت لا رنګينه کېږي چې ناروغي او يا بله ځوروونکې پېښه رامنځته شي.

کله چې ګورئ يوه مېرمن په مېلمستياؤ کې د خپل خاوند څنګ ته نه کښېني؛ نو شايد فکر کوئ چې له خپل خاوند سره ښه اړيکه نه لري او يا شايد ځانته دا اجازه ورکړئ چې خپله هوښياري ورته ښکاره کړئ او ورته ووايئ: فلانۍ ولې له خپل خاوند سره نه کښېنې؟ ولې بې حوصلې يې؟ تر منځ مو شخړه شوې؟
له دې مېرمنې څه تمه لرئ؟ فکر کوئ چې هغه به ستاسې په هوښيارۍ ووياړي او د زړه غوټې به درته راوسپړي؟

ښه نه ده چې د داسې جملو په ځای هغې ته ووايئ چې: زه احساسوم چې څه وخت کېږي ته د تل په څېر نه يې؛ که غواړې چې له چا سره د زړه خبرې شريکې کړې؛ نو په ما حساب کولای شې.

۲- وروستی يې اوسم؟
خيال وکړئ چې د عاجزۍ د بام له هغه بلې غاړې لاندې ونه لوېږئ. له حده زياته عاجزي مو په يو منفي بافه انسان بدلوي.

زمونږ په فرهنګ او ادبياتو کې څومره چې وغواړئ د عاجزۍ په هکله شعرونه او کيسې شته دي؛ نو شايد همدا مشورې دي چې زمونږ ډېری خلک يې په ځوروونکو انسانانو بدل کړي دي.

هغه خلک کم نه دي چې فکر کوي د خپلو وړتياؤ منل به يې د غرور په مانا وي او د همدې لپاره د خپلو ستاينو د اورېدو پر وخت ( نه! داسې نه ده.) وايي، عاجزي شروع کوي او خپلې تېروتنې، ستونزې او نيمګړتياوې مخاطب ته وړاندې کوي؛ تر دې چې د هغې په سترګو کې مغرور ښکاره شي.

دې مکالمې ته پام وکړئ:
الف: چرګ ډېر عالي پوخ شوی و.
ب: ( فکر کوي چې د دې ستاينې په قبلولو به ورته مغرور ښکاره شي او يا به فکر وکړي چې د دې وړتياوې همدومره وې) نه! فکر کوم چې لږ شخ و، کاش لږ د انارو روب مې هم لکه د هغه بل ځل په څېر په کې ګډ کړی و.

مګر د دې په ځای يې ويلی شو چې: خوشحاله شوم چې خوښ دې شو؛ هر وخت دې چې زړه کېدو، راځه په ګډه به يې خورو.

۳- ملګری مې زما د صبر تيږه ده؟
نن سبا د ډېرو خلکو ژوند د خوږو تر څنګ سختۍ او ستونزې هم لري او دا ومنئ چې نور خلک ښه دا ګڼي چې د نورو د ګيلو او ستونزو د اورېدو پرځای؛ په هماغه لومړنيو جملو کې مثبته انرژي لاسته راوړي.

سمه ده چې ملګري د ژوند د ستونزمنو ورځو شريکان وي او له خوښيو نيولې تر ستونزو او تکليفونو ستاسې په څنګ کې تجربه کوي؛ مګر خيال کوئ چې د دې اصل نيمه برخه هېره نه کړئ او هغوی فقط په خپلو ستونزو کې مه شريکوئ او له ملګرو نه د ژوند د سختو ورځو د صبر تيږه مه جوړوئ.

ممکن لازمه وي چې په دې برخه کې يو څه هوښيارانه چلند وکړئ او ځان ته ووايئ چې: که ۴ يا پنځه ځل دې د خپلو خوښيو د ور اورولو لپاره ورته زنګ کړی؛ نو يو ځل خو حق لرئ چې د هغه د احوال پوښتنې پر ځای ورسره د زړه درد شريک کړئ.
نو پام مو وي چې له هغوی يواځې د سختو ورځو ملګري جوړ نه کړئ.

۴- چالاکه واوسم؟
خلک چالاکه او هوښيار خلک تر هغې خوښوي چې چالاکي يې ورته يو کوچنی ضرر هم ونه رسوي.
د خپلو ستونزو لپاره ستاسې نوښتګرې حل لارې څومره د نورو د ګټو سره په ټکر کې ډي؟
له مخامخ لوري موټر نه راځي او تاسې هم په سخت ترافيکي رش کې ايسار يئ؛ څنګه به وي چې په موټر پښه راټينګه کړئ او تر مخامخ لارې چې څوک پرې نشته يو څه تېز لاړشئ؟
نه! نه! باور وکړئ چې ښه نظريه نه ده. ډاډه اوسئ چې ټول خلک چې په رش کې ايسار دي؛ هغه لاره ګوري او خامخا پرې د نه تللو دليل لري.

مهمه نه ده چې د ډوډۍ په قطار کې ولاړ يئ، ترافيکو کې بند يئ او يا دا چې په هغه بانک کې کار لرئ چې مسئول يې تاسې سره پېژني.

د ميدان چالاکي تاسې د ټولو هغو خلکو په سترګو کې يو ځوروونکي او نه زغمل کېدونکی معرفي کوي چې ستاسې په اصطلاح هوښيارۍ له وجې بايد ډېر وخت صبر وکړي.

۵- په هر څه پوهېدونکی اوسم؟
اړتيا نه شته چې د ذهن شته او نا شته مو د مېز پر مخ وشيندئ؛ مخکې له دې چې خپل معلومات مو له نورو سره شريک کړئ؛ په يو څه هوښيارتيا سره د هغوی له ذوقونو او له هغو ستونزو چې حل يې ډېرو معلوماتو ته اړتيا لري؛ خبر شئ.

له نورو سره معلومات شريکول ښه کار دی؛ مګر که د داسې کارونو د کولو اراده لرئ؛ نو د هغو معلوماتو د اندازې خيال وساتئ چې شريکوئ يې.

که د ډوډۍ په قطار کې له يو چاغ هلک سره ودرېدلي يئ؛ نو ډاډه اوسئ چې هغه هم پوهېږي چې چاغوالی روغتيا ته ضرر لري او په دې هم ډاډه اوسئ چې په دې ستونزې د هغه د اخته کېدو د دلايلو مهمه برخه تاسې ته نه ده معلومه.
نو څنګه به وي چې په دې شرايطو کې چوپتيا غوره کړئ او په يوه موسکا ورسره اړيکه پيل کړئ.

مه پرېږدئ چې ستاسې معلومات په نورو بوج شي او تر دې که له يو چا سره ډېر صميميت هم لرئ؛ تر څو چې يې له تاسې مرسته نه وي غوښتي، د يو څو جملو په ويلو بسنه وکړئ او له دې وروسته يې د غبرګون په ليدلو ارزيابي کړئ چې ستاسې له پوهې ګټې اخېستو ته مايله دی او که غواړي چې چپ پاتې شئ.

۶- د زړه درد شريک کړم؟
که غواړئ له دوستانو سره د زړه درد شريک کړئ؛ څو اساسي نقطې بايد هېرې نه کړئ:
د خپرو په پيل کې مثبتې جملې ولټوئ او يو څو ښې پېښې چې تاسې سره شوي وي؛ په ژبه راوړئ.
نه شئ ويلای چې هيڅ ښه پېښه نه ده شوې؛ يو ښه تلويزيوني پروګرام مو نه دی ليدلی او يا دا چې د پسرلني اسمان له ښکلا مو خوند نه دی اخېستی؟

موبايل مو يواځې د دې لپاره نه دی چې يواځې تاسې د خبرو کولو حق لرئ؛ تاسې له دې په استفادې خبرې کوئ او اورئ؛ نو که يو څو خبرې مو کولې د هغه بل لوري لپاره هم د خبرو کولو وخت په نظر کې ونيسئ، شايد هغه هم له تاسې سره د شريکولو لپاره يو څه ولري.
د خبرو په پای کې يو ښه انځور پرېږدئ او اورېدونکی غمجن يواځې مه پرېږدئ.

د خوږو خاطرو يادونه مو وکړئ، ټوکه ورته وکړئ او تر دې چې په يوه غاړه کې د خندوونکو طنزونو په هکله ورسره وغږېږئ.

لاره يې تاسې پيدا کړئ؛ مګر بايد داسې ونه شي چې د خبرو په پای کې له تاسې بوج کم شوي وي؛ مګر هغه مو دروند کړی وي.

۷- ستاينه وکړم؟
همېشه د خلکو د ستايلو لپاره دليل او يا شرايط په نظر کې ونيسئ؛ تر څو مثبت فکري ښکاره شئ؛ مګر د هغه دليل لپاره لږه اندېښنه مصرف کړئ.

هغه نيوکه کوونکي چې تل په يو چا يا يوه پېښه کې د نيمګړتياؤ پسې ګرځي؛ د هيچا په زړه کې ځای نه لري. مګر دا وړاندوينه بايد سرچپه نه کړئ او داسې نتيجه ترې وانخلئ چې ( چاپلوسان چې تل د نورو ستاينه کوي د هر چا په زړه کې ځای پيدا کوي.)

ستايل ښه کار دی او کولای شئ د نورو د مثبتو ځانګړنو په ليدو او يا د تجربو د کولو پر وخت د هغې مثبتې نقطې د خلکو په وړاندې ووايئ؛ مګر پام مو وي چې غوړ يې زيات نه کړئ او پرته له دې چې مثبت څه ووينئ؛ په ستاينه او صفت کولو خوله پرانېزئ.

لاندې مکالمې ته پام وکړئ:
الف: (فکر کوي چې فلانی چې تل د وچېدو هيله لري او کله چې يې څو مياشتې وروسته ويني؛ نو د هغه د خوشحالولو لپاره وايي:) ډېر ډنګر شوی يې.

ب: زمونږ د وروستي ځل ليدو را په دې خوا زما وزن څلور کيلو زيات شوی دی.

الف کولای شو چې د ب د ظاهري ستاينې لپاره يې ويلی وای: ((د جامو رنګ ډې ډېر ښه انتخاب کړی دی.)) او که هغه ورته ظاهراً ستړی او خفه ښکاري؛ نو د ستاينې دا ډول کولای شي: د تلويزيون ځای بدلولو د کور فضاء ښايسته کړې ده.

نو که غواړئ ملګري مو د ليدو لپاره لېواله وي او هيڅکله يواځې پاتې نه شئ؛ په داسې عادتونو مو له سره غور وکړي او هڅه وکړئ چې پرېږدئ يې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عمران لمر

عمران لمر خپلې منځنۍ او ثانوي زده کړې په چپلیار عالي لېسه کې کړي او لوړې زده کړې يې د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په فقه او قانون څانګه کې بشپړې کړې دي.
نوموړی اوس مهال په جلال اباد کې د مزل راډيو د سيمه یيز خبريال په توګه دنده پرمخ وړي.