مخکښان

د سولې مشال ؛ پاچا خان – تواب غورځنګ

د تواب غورځنګ لیکنه

د عدم تشدد د لارې ستر لاروی، خان عبد الغفار خان چې په پاچاخان مشهور دی، د اتمانزو د یوه لوی مشر بهرام خان کره، پر ۱۸۹۰ میلادي کال د پېښور د هشنغرۍ د اتمانزو کلي کې وزیږیده. لومړنۍ زده کړې یې په کلیوالي ښوونځیو او پاتې زده کړې یې په علیګړ کې سرته ورسولې. نوموړي پر ۱۹۱۲ کال د مبارزې عملي ډګر ته راغی. هغه وخت چې پاچا خان د ملي مقاومت مبارزه پیلوله، بریتانوی هند او پښتونخوا د انګریزانو تر مخامخ او افغانستان تر نا مخامخ ښکیلاک لاندې و. پاچا خان، ازادي د زده کړې له عامولو پرته مکمله نه ګڼله، دی پدې باور و، چې ولس یې بې له سواده ازاد نه شي اوسیدای او که پښتانه تعلیم ونکړي، په دنیا ښه ورځ نه شي لرلای. ځکه یې له ښوونځي د فارغیدو سره، د دولتي کار پر ځاي په خپل کلي کې ( د اتمانزو ازاد ښوونځي) په نوم ښوونځي تاسیس کړ.

ددې ښوونځي له جوړیدو څه د پاسه یوه پېړۍ تیریږي. په اوس وختونو کې به د ښوونځي جوړول ډېر اسان وي، خو هغه وخت دا کار لوی فرهنګي اقدام و. د پاچا خان د ژوند کابو ټول کلونه په مبارزه کې تېر شویدي. نوموړي نرم یا بې وسلې مقاومت تر وسلوال هغه مهم باله. هغه غوښتل چې ازادي په داسې لارو ترلاسه شي، چې وینې پکې تویې نه شي. د هغه په ګومان، قهرجنه مبارزه حتی که د عدالت لپاره هم وي، په هغو خلکو کې وېره خوروي، چې لا یې له مبارزې سره د یوځای کیدو هڅه نه ده کړې. دی عملاً مقاومتي انسان و او له مقاومت پرته یې اجتماعي او سیاسي بدلونونه محال بلل. پاچا خان ته، د انګریزانو لخوا پر ۱۹۱۹ میلادي کال د هغه د پلار او نورو مشرانو له نیول کیدو سره، د اتمانزو په ستره جرګه کې د قوم د مشرۍ مسئولیت ورکړل شو.

د زندانونو له ټولو کړاونو او شکنجو سره هغه له مقاومته لاس وانه خیسته. څو، څو ځلې د استعماري پولیسو لخوا ووهل شو، خو ده به ویل، تاسو ما وهلای شئ، خو د عدم تشدد پر مقاومت او زموږ پر شعار چې سوله ده، زموږ عقیده له موږ څخه نشئ اخیستلای. ده د ژوند ترپایه د پښتون ولس د حقونو د ترلاسه کولو لپاره هلو ځلو ته ادامه ورکړه. د عمر پوره اووه ویشت کالونه یې په زندانونو کې تېر کړل، چې دا د مودې له پلوه ډېر زیات قید دی. پاچا خان د اته نوي کالونو په عمر پر ۱۹۸۸ میلادي کال تر اوږدو ناروغیو وروسته له دې نړۍ سترګې پټې کړې، او د اجتماعي شعور د ویښوولو ستر کار یې، د خپلې لارې لارویانو ته پرېښود او په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو.

پاچاخان ته د بدلون لپاره د خلکو په منځ کې اوسیدل، او له دې لارې د هغوی په تمایلاتو او سیکالوژیو پوهیدلو ارزښت درلود. هغه په پښتونخوا کې په نژدې ټولو کلیو او په افغانستان کې د استوګنې پر وخت پر ډېرو کلیو وګرځیده، د خلکو په جرګو، مرکو، مړي او ژوندي کې یې برخه واخیسته. ده باور درلود، چې که د ولس سره ناسته ولاړه وکړي، د هغوی په روحیاتو او ستونزو به پوه شي او پدې توګه به د ملي ازادۍ د داعیې رښتیا کولو ته ولسي باور او ملاتړ ترلاسه کړي. د خدایي خدمتګارانو بنیاد رامنځته کول، د خېر ښیګڼې په ټولنیزو کارونو کې کې د عامو پښتنو د شریکولو لپاره د پاچاخان ستر کار و. دی پوهیده چې پښتانه له ډېر پخوا د لویو مسایلو لپاره شریک تصمیمونه نیسي او د حل کولو لپاره یې ګډ اقدام کوي. ده غوښتل چې د ولس دا ظرفیت په منظمه توګه په کار واچوي او د خدایي خدمتګارانو بنسټ ددې پوتنشیل د تنظیم لپاره اغېزناکه ذریعه وه.

انسان پېژندونکي طبیعت د انسان د کردار په ټاکنه ډېر مهم بولي. د دوی په وینا چېرته چې غرونه په ویرونکې توګه لوړ، اوبه او بادونه تېز او موسم صحرایي وي، هلته د انسانانو طبعه او خوی هم خشن وي. د داسې سیمو خلک زیاتره جنګ خوښونکي وي او د صمیمیت او سولې په اړه فکر نه شي کولای. که فرض کړه همداسې وي، د پښتنو د سیمې په نسبتا غېرې نورمال طبیعت کې باید د خان عبد الغفار خان را پیدا کیدل له معجزې کم نه وي. په هغه نسل کې، چې دنیاوالو یې زیاتره د جنګ کیسې اوریدلي دي، د پاچا خان په کیفیت د یوه ستر انسان پیدا کیدل باید د تاریخ دا مشهور قول چې، پښتانه ښه جنګیالي دي بدل کړی وای. خو تر ده وروسته په دې سیمه کې، د نه تاوتریخوالي د لارویانو ټکنیو تلاشونو د سولې لپاره د پاچا خان داعیه هغسې کره نه کړای شوه، چې بایده وه. په دنیا کې ټول اجتماعي جریانونه د یوه کس یا یوه فکر له امله رامنځته شوي، خو وروسته پراخ شوي او نورو د وخت له غوښتنو سره عیار کړیدي. له همدې امله تر ډېره ژوندي پاتې شوي او تاریخونه یې د انساني ژوند په بدلون کې په اغېز قانع دي. خو د پاچا خان د نه تاوتریخوالي ستر تحریک، دده تر مړینې وروسته هماغسې خوځند او فعال پاتې نه شو. په کار وه، چې دده د لارې پلویانو د ملي بیدارۍ دا چار خوځنده ساتلې وه.

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې، یوې کاناډایۍ مېرمنې میکلویین د پاچا خان د ژوند او مبارزو په اړه (د نړې طبعه خان عبدالغفار خان ) په نوم مستند فلم جوړ کړ، چې د ابوظبۍ د منځني ختیځ د فلمونو په فېسټیوال کې نندارې ته وړاندې شو او له تاوده هرکلي سره مخ شو. د مېرمن مېکلویین په وینا د پاچا خان د ژوند او افکارو په اړه یې شاوخوا یوویشت کاله، مطالعه کړې او د مطالعې نچوړ یې د فلم په بڼه راټول کړی دی. د میکلویین په باور، دا سمه ده چې د پښتنو سیمه همېشه د ترهګرو او نورو جګړه مارو ډلو لپاره همیشه اسان هدف و، خو کولای شو، د دا ډول فلمونو له لارې د پاچاخان د افکارو خورولو ته کار وکړو او په سیمه کې، سوله او ثباب خوندي کړو. د فلم په یوه برخه کې، د پاچاخان دا قول را اخیستل شوی: «له هغه پښتون سره، چې ټول عمر یې، د ورور د وژلو په اړه فکر کړی او د خشونت او تربګنۍ په چاپېریال کې را لوی شوی، د عدم تشدد مبارزه اسانه نه وه، خو زه پدې باور یم،که د خلکو پر ذهنیت کار وکړو، کولای شو، د هغوی منفي کردار په اغېزناک او مثبت کردار بدل کړو».

نن چې د پاچا خان ټوله سیمه د جګړې په لمبو کې را ایساره ده، پکار ده، چې د خبیرې طبقې خلک او د عدم تشدد د فلسفې لارویان دده د افکارو خورولو ته کار ووایي او د عامه ټربیونونو، اجتماعي شبکو او کتابونو له لارې یې تر ولسه ورسوي. هغه ولس چې، جنګ یې خوب تښتولی او نور د یوې شیبې لپاره هم د جګړې اوږدیدل نه غواړي.

اوس چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې روانې دي، سره ددې، چې د پاچا خان د لارې پلویان پکې مستقیم نقش نه لري، خو کولای شي، چې د پولې د دواړو خواوو عام خلک د یو بل په اړه ښه نیت او صمیمیت ته وهڅوي. د باچا خان د افکارو د خورولو لپاره یوه بله ښه لار داده، چې د پولې په دواړو خواوو کې، د تعلیمي نصابونو د اخلاقیاتو په کتابونو کې ترې استفاده وشي. پدې توګه به زموږ نوی نسل، د زده کړو له ابتدایي پړاوه، د سولې او عدم تشدد له ارزښتونو سره بلد وي.