سپورټ نړیوال کرکټ

پاکستاني بابر اعظم د ویرات کوهلي ریکاډ مات کړ !

د پاکستان د کرکټ لوبډلې ځوان توپ وهونکي بابر اعظم په شل اوریزو سیالیو کې د چټکو ۱۰۰۰ منډو د جوړولو ریکارډ خپل کړ.

دغه پاکستاني توپ وهوونکي تېره ورځ د نیوزلینډ کرکټ لوبډلې سره په سیالۍ کې دغه ریکارډ په خپل نوم کړ.

بابر اعظم دغه کارنامه د نیوزلینډ کرکټ لوبډلې سره د پاکستان لوبډلې په وروستۍ شل اوریزه سیالۍ کې وکړه او په دې وتوانېده چې د ۱۰۰۰ چټکو منډو ریکارډ په خپل نوم کړي.

بابر د نیوزلینډ سره د پاکستان په وروستۍ سیالۍ کې د ۷۹ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

تر پاکستاني بابر اعظم وړاندې دغه ریکاډ د هندوستان د تکړه توپ وهونکي ویراټ کوهلی سره وه.

دغه پاکستانی لوبغاړی وتوانیده چې په ۲۶مه شل اوریزه سیالۍ کې ۱۰۰۰ منډې وکړې په داسې مهال پوره کړي، چې تر ده وړاندې هندوستاني ویراټ کوهلي خپلې ۱۰۰۰ منډې په ۲۷ سیالیو کې کړې وې.

تر ویراټ وروسته اسټرلیاوی ایرون فینچ او د انګلینډ کیون پیټرسن دي چې په ۲۹ سیالیو کې چټکې ۱۰۰۰ منډې لري.

ویسټ انډیزی کریس ګېل، پاف ډپلیسي او الیکس هیلس بیا په ۳۲ شل اوریزو سیالیو کې د تېزو ۱۰۰۰ منډو جوړولو ریکارډ لري.

د یادولو ده چې بابر اعظم څو ورځې وړاندې د کرکټ د نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو په وروستۍ درجه بندۍ کې لومړی نمبر توپ وهونکی هم اعلان شوی و.

له یوازیني افغان لوبغاړي محمد شهزاد محمدي غیر چې په ۳۸ سیالیو کې یې ۱۰۰۰ منډې پوره کړي د بل هیڅ افغان لوبغاړي نوم د هغه جدول په سر شل کسانو کې نشته چې دې ژر ۱۰۰۰ منډې پوره کړي وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی