سپورټ نړیوال کرکټ

ویرات کولي ښه دی که بابر اعظم؟

د پاکستانۍ لوبډلې روزونکي مایکي ارتر وایي ایا بابر اعظم د ویرات کولي په څېر ښه کېدای او تکړه کېدای شي کنه؟

د دوشنبې په ورځ د پاکستانۍ لوبډلې روزونکي ویلي وړاندوینه دا ده، چې بابراعظم به د ویرات کولي ریکارډونه ماتوي او ویرات کولي به رانیسي.

بابراعظم په یواځې ځان د یکشنبې په ورځ د سهیلي افریقا پر وړاندې دوهمه شل اوریزه لوبه کې په ۵۸ توپونو ۹۰ منډې وکړې، چې ۱۴ بونډریانې پکې شاملې وې.

پاکستانۍ لوبډله د ۱۸۹ منډو هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او لوبه ترې افریقا په ۷ منډو وګټله.

پاکستانۍ لوبډله اوسمهال په شل اوریزو لوبو کې لومړي مقام کې ده.

پاکستان او سهیلي افریقا دریمه شل اوریزه لوبه د چهارشنبې په ورځ د فبروري په ۶ مه نېټه ترسره کوي، د ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لوبلړۍ سهیلي افریقا وګټلې.

خو وروستۍ شل اوریزه لوبه پاتې ده، که دا لوبه افریقا وګټي پاکستان به په شل اوریزو لوبو درجه بندۍ کې یو څه اغېزمن شي.

د پاکستانۍ لوبډلې روزونکي ویلي، چې پرته له شکه دوه کاله مخکې بابراعظم له ویرات کولي ښه و او اوس هم ښه روان دی.
بابر اعظم اوسمهال په شل اوریزو لوبو کې د پاکستان لپاره پیل یا اوپننګ کوي، دا د کوچ یا روزونکي ستر کار و، چې هغه یې په شل اوریزو لوبو کې اوپنر کړ.

د پاکستان په سوداګریز لیګ کې د کراچۍ کېنګز لوبډلې په ګټه د بابر اعظم لوبې د یادولو دي، هغه تر اوسه په دغه لیګ کې ۱۱۵۹ منډې کړي دي.

بابراعظم د افریقا خلاف یو ورځنیو لوبو کې ۱۹۵ منډې وکړې.

د پاکستانۍ لوبډلې روزونکي مایکي ارتر ویلي ما دوه کاله وړاندې هغه په اکاډمۍ کې ولید او ما وویل چې دا به له ویرات کولي څخه غوره وي.

بابر د افریقا خلاف په درې ټېسټ لوبو کې ۲۲۱ منډې کړې دي، چې تر نورو پاکستانیو توپ وهونکو غوره و، هغه دوه نیمه سلیزې هم په دغو ټېسټ لوبو کې ووهلې.

د ویرات کولي او بابراعظم پرتله
بابر اعظم په ۲۰۱۷ کې د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لومړی نمبر توپ وهونکی و؛ خو اوس ویرات کولي، لومړی دی او بابر اعظم بیا پنځم نمبر توپ وهونکی دی.

ویرات کولي د ۲۰۱۸ کال د غوره کرکټ لوبغاړي، د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو جایزې د کرکټ شورا څخه واخېستې؛ خو بابراعظم تر اوسه دغه جایزه نه ده اخېستې.

په شل اوریزو لوبو کې بیا بابر اعظم لومړی توپ وهونکی دی او ویرات کولي بیا د افغان شهزاد محمدي څخه وروسته دی او پنځلسم مقام کې دی.

مایکي ارتر چې کومه خبره کړې، چې بابراعظم غوره توپ وهونکی دی هغه به یې د شل اوریزو لوبو لپاره کړې وي.
نو مطلب دا دی، چې لا هم ویرات کولي د نړۍ په کچه غوره توپ وهونکی دی او د هغه په لوبډلمشرۍ کې اوس تازه په اسټرالیا او نیوزیلېنډ کې سیریزونه وګټل.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی ابدالي