سپورټ نړیوال کرکټ

بابر اعظم وایي د افغانستان خلاف مې تېروته وکړه او بولډ شوم

بابراعظم چې د پاکستان ون ډاون توپ وهونکی دی، په نړیوال جام کې یې له لاسته راوړنو ډکې لوبې وکړې؛ خو د ده د توپ وهنې جادو د افغانستان خلاف ونه چلېده او په ۴۵ منډو باندې کلین بولډ شو.

دی ون ډاون راغی او د فخرزمان اوټ کېدل یې جبران کړل، له امام الحق سره ډېر وخت ولاړ و او پاکستان یې له بحرانه د راایستلو خواته روان کړی و؛ خو محمدنبي چې د افغانستان غوره الراونډر لوبغاړی دی بابر اعظم یې کلین بولډ کړ، بابر د افغانستان خلاف ډېر ښه روان و، ۴۵ منډې یې په ۵۱ توپونو کړې وې او ۵ څلوریزې یې لوبولې وې.

بابر اعظم څخه په یوه تلویزیوني مرکه کې پوښتنه شوې، چې ولې د افغانستان خلاف ښه ونه ځلېدې؟

بابر اعظم وایي ما د غلط شاټ وهلو هڅه وکړه او همدا علت و، چې بولډ شوم.

بابر د افغانستان خلاف د محمدنبي عیسی خېل په لاین توپ په لېګ سټم د پول سويپ شاټ وهلو هڅه وکړه؛ خو توپ ترې مېس شو، لېګ سټم وېکټ په توپ ولګېده او رخصت شو.

له ده دا پوښتنه هو وشوه، چې ته ولې د ځان لپاره لوبه کوې او ډېر سلو یا کراره لوبېږې؟

بابراعظم وایي زه په دې فکر نه کوم، چې مقابل لوری څومره ځواکمن دی، بلکې زه په خپله لوبه ښه پوهېږم، چې څنګه مخته ولاړ شم، زه د حالاتو مطابق لوبه کوم، لومړی زه خپل پلان تعقیبوم او دوهم د لوبډلې پلان تعقیبوم.

د پاکستان یو بل لوبغاړي امام الحق ویلي چې دی د لوبو پر مهال هیڅ ټولنیزې رسنۍ نه کاروي، دی وایي په ټولنیزو رسنیو هر چا له ځان څخه مبصر جوړ کړی وي، په ناسمو نیوکو د لوبغاړو اذهان خرابوي او لوبغاړی بیا هغسې نه شي ځلیدلای؛ لکه څنګه چې اړتیا وي.

دی وایي د پاکستان لوبډلمشر د هندوستان خلاف لوبه کې د ټولنیزو رسنیو تر برید لاندې راغلی و.

babar az.JPG

هغه زیاتوي هیڅ پاکستانی نه غواړي، چې زمونږ څخه هندوستان لوبه وګټي او کله چې په ټولنیزو رسنیو منفي خبرې ډېرې شي، بیا نو مونږ تر فشار لاندې راځو.

امام الحق ویلي خلک کولای شي له ماتو وروسته پر مونږ سالم انتقاد وکړي؛ خو دوی زمونږ شخصي ژوند پسې خبرې کوي او دا خبرې ډېرې ځوروونکې دي.

بابراعظم بیا وایي ما غوښتل چې د افغانستان خلاف ودرېږم او لوبه په ذمه وارۍ سره مخته یوسم؛ خو داسې ونه شول او ارمانجن رخصت شوم.

بابراعظم په تمریناتي لوبه کې د افغانستان خلاف سلیزه وهلې وه او هلته یې هم پاکستان له ستونزو راوویستلی و.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی