سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

بېګ باش لیګ کې د محمدنبي دې لوبډله نیمه پایلوبې ته ورسېده

اعلان

د بېګ باش لیګ ۴۶ مه لوبه په مېلبورن لوبغالي کې ترسره شوه، رېنېګډز لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدوسره د محمدنبي د ۳۶ منډو او د کېمرن بوایس د ۵۱ ناسوځېدلو منډو پرمټ ۱۴۰ منډې وکړې.

د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې د توپ وهنې په پاڼۍ کې لومړۍ زیاتې منډې د بوایس دي او دوهم بیا د محمد نبي وې.

سېډني تندر لوبډلې په ۱۹ اعشاریه یو اورکې د ټولو وېکټو په نقصان سره ۱۱۳ منډې وکړې او لوبه ترې رېنېګېډز لوبډلې په ۲۷ منډو وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی کېمرن بوایس اعلان شو.

د سپورټس کیډا وېب پاڼې لیکلي دي، چې د کېمرن بوایس په زړه پورې توپ وهنې وکولای شول رېنېګېډز لوبډله د بېګ باش لیګ نیمه پایلوبې ته ورسوي.

مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې ټولې ۱۳ لوبې کړي، یوه لوبه یې پاتې ده، په ۱۳ لوبو کې یې ۸ ګټلي او ۵ یې بایللي دي، د نومرو په جدول کې د ۱۶ نومرو په لرلو سره دوهم ځای کې ده.

کېمرن بوایس د اسټرالیا ښي لاسی لېګ برېک توپ اچوونکی دی، ۲۹ کاله عمر لري، نوموړی د بېګ باش لیګ په ۴۶ مه لوبه کې په داسې حال کې د توپ وهنې لپاره مېدان ته راښکته شو، چې مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې په ۹۰ منډو ۷ وېکټې له لاسه ورکړې وې، ده په ۲۲ توپونو ۵۱ ناسوځېدلې منډې وکړې او هدف یې تر ۱۴۱ پورې بره کړ.

بوایس ۵ شپږیزې او ۴ څلوریزې ووهلې. هغه د توپ اچونې په برخه کې ۲ وېکټې واخېستې او ۱۷ منډې یې ورکړې. د لوبې غوره لوبغاړی هم کېمرن بوایس اعلان شو.

محمدنبي په دغې لوبه کې توپ اچونه ونه کړه.

مېلبورن رېنېګډز لوبډلې په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، های! فاینله درغلو.

ورزشي وېب پاڼې لیکلي له مېلبورن لوبډلې سره د محمدنبي مرسته او ملاتړ ډېر مهم وو.

د محمدنبي او بوایس ارزښتمنو منډو تندر لوبډله ولړزوله.

کای ریچارډسن د مېلبورن لوبډلې لپاره په ۴ اورونوکې ۲۷ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخېستې.

د محمدنبي دې لوبډلې لوبډلمشر اېرون فېنچ دی او د سېډني تندر لوبډلې لوبډلمشر بیا شېن واټسن دی.

بېګ باش لیګ د ۲۰۱۸ کال د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه پیل شوی، ټولې پکې اته لوبډلې دي، چې ۵۹ لوبې پکې کېږي.

دا لوبې د فبروري په ۱۷ مه نېټه پای ته رسېږي، تېر کال د دې لوبو اتلولي د راشدخان دې لوبډلې اډیلایډ سټرایکرز ګټلې وه؛ خو سږ کال د نومرو په جدول کې شپږم ځای کې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی