ټولنیز ژوند ژوند بڼه له نړۍ

بوډا ریکشه وان ولې له خپلې ریکشې وړیا امبولانس جوړ کړی؟

لیکنه: یونس تسکین
اعلان

د هندوستان په ډهلي کې ۷۶ کلن بوډا (هارجیندر) په سړکونو خپله ریکشه ګرځوي او د ټکر او نورو پيښو قربانیان نږدې روغتون ته وړیا رسوي.

نوموړی ۵۵ کاله کیږي، چې ډریوري کوي او له تېرو ۳۷ کلونو راهیسې له خپلې ریکشې د امبولانس ګټه اخلي. هغه تل په خپله ریکشه کې لومړنۍ طبي مرستې، لکه بنداج، پلستر، پراستامول، د زخم مایع او کریم له ځان سره ګرځوي.

نوموړی وايي:

“کله چې هم په سړک د ټکر یا کومه پيښه وګورم، سمدستي ودریږم. لومړی خو ګورم، چې څوک بیړنۍ طبي مرستې ته اړتیا لري. بیا ټپيان روغتون ته وړم. زه دا کار له تیرو ۳۷ کالونو راهیسې کوم او تر هغې به دوام ورکړم، چې په وجود کې مې دم وي.”

هارجیندر وايي، چې کورنۍ يې همیشه ورته وايي، څو ریکشه چلول پریږدي او قرار کور کې ارام وکړي. خو دی ټينګار کوي، چې کار يې د روغتیا لپاره ښه دی.

هغه زیاتوي:

“زه نه غواړم، چې د ۵۰ یا ۱۰۰ روپيو لپاره بچیانو ته لاس ونیسم. نه غواړم په دوی بوج شم.”

د شکر ناروغانو ته وړیا درمل:

ریکشه چلوونکی هارجیندر وايي، د خپلې ریکشې د عاید لس سلنه د شکر ناروغانو لپاره په درمل رانیولو مصرفوي. نوموړي خپله د ټیلفون شمیره د ریکشې په شاه لیکلې او د شکر ناروغان او یا هم د هغوی کورنۍ ده ته زنګ وهي، څو درمل ورته ورسیږي.

ریکشه چلوونکی خپله ریکشه چالانوي او د هغوی کور ته د شکر درمل وروړي. ددې ټول کار په بدل کې هیڅ ډول پیسې نه اخلي.

نوموړی وايي، له پلاره ورته د خلکو د خدمت درس پاتی دی او نورو ته خدمت کول خپل رسالت بولي.

نوموړی زیاتوي:

“خلکو ته خدمت زما لپاره ویاړ دی. کله چې زه یو ټپې روغتون ته ورسوم، او هغه له مرګه وژغورل شي، زه وایم، زما هدف حاصل شو.”

د یادونې ده، چې د ډهلي ټرافیکو د ښاغلي هارجیندر هڅې او کارونه ستایلي او په څو ځلې يې ستالینک هم ورکړی دی.

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یونس تسکین