ياران
له ژوند سره تړلې خبرې

د زده کړو پر مهال څه ډول کار وکړو؟!

اقتصادي ستونزو د زده کړو په ګډون د افغانانو د ژوند ګڼ اړخونه زيانمن کړي دي. هر افغان زده کوونکى او محصل د همدې ستونزو له کبله د زده کړو پر مهال د کار هڅه کوي. په دې کې نه شته چې کار کول که هر وخت وي ښه خبره ده؛ خو که د زده کړو د مخنيوي سبب…

هغوی ته، چې د کار په لټه کې دي!!

پرون په موټر کې له یوه ملګري سره روان وم. د خپل یوه نږدې دوست له بیکارۍ یې شکایت کاوه. ویل یې «له بهره یې ماسټري او دوکتورا راوړې ده، خو څوک کار نه ورکوي». « په ادارو کې ډېری داسې کسان په کار بوخت دي، چې له ۱۲ فارغ دي، یا د لیسانس په کچه…

ښاري ژوند ولې نارامي زیږوي؟

« د شپې کابو ۱۰ بجې به له کوره غلی ووتم، یو دوه کیلومتره لرې به د سیمټو سرای ته لاړم، د سهار ملا اذان پورې به مې مزدوري وکړه، له ټیلرو مې سیمنټ کوزول، بې خوبي او ستړیا دواړه را په غاړه وو، د کار په پای کې به مې د کار مزد، چې ۲۰۰ افغانۍ کمې…