سیاست نړۍ

اسلام ضد سناتور یې په هګۍ ویشتل شوی

لیکنه: بشر درویش

د اسټرالیا یو سخت دریځی مسلمان ضد سیاستوال فریزر آنینګ د یوه خبري کنفرانس پر مهال د یوه هلک لخوا په هګۍ ویشتل شوی.

دغه سناتور د نیوزیلینډ پر جوماتونو د ترهګریزو پېښو پړه پر مسلمانانو واچوله، چې د یوه خبریال لخوا په هګۍ وویشتل شو.

پرخبریال برید
په هګۍ تر ویشتل کیدو وروسته دغه اسټرالیایي سناتور پر هګۍ ویشتونکي کس د څپیړو ګوزارونه کړي.
دا کار د اسټرالیا رسنۍ پارولي او پر سناتور یې توندې نیوکې کړي.

نور غبرګونونه
په ټولنیزو رسنیو کې هم د یاد شوي سناتور پرضد سخت کمپاین روان دی.

منتقدین یې وایي اول خو ده غیرمسولانه او بې ضرورته پارونکي خبرې کړي، بیا یې د یوه سیاستوال په حیث د هګۍ د یوه ګوزار زغم نه دی کړی او خبریال یې په سختو سوکانو وهلی.

د نیوزیلینډ پېښه
په نیوزیلینډ کې د تېرې جمعې ورځې د لمانځه پر وخت پر دوو جوماتونو ترهګریز بریدونه شوي.

په دې بریدونو کې چې سخت دریځو مسلمان ضدو وکړل، تر ۵۰ پورې مسلمانان شهیدان شوي، چې یو افغان هم پکې شامل دی.

ویل شوي افغان مسلمان هلته د نورو د ژغورنې لپاره ځان سپرکړ، چې شهید شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي