سپورټ نړیوال کرکټ

اسټرالیا د کرکټ په لوبڅارۍ کې یو بل نوی کار وکړ !

 د اسټرالیا کرکټ بورډ لخوا په نوي کرکټ کې یو بل نوښت ترسره شو، چې د لمړي ځل لپاره یې د ښځینه وو لوبډلو په کرکټ کې د لوبڅارۍ دنده هم دوه ښځینه وو ترسره کړه.

 د اسټرالیا د کورني کرکټ نارینه وو بیګ باش سیالیو ترڅنګ د ښځینه وو لوبډلو ترمنځ هم دغه ۲۰ اوریزه سیالۍ پیل شوې دي، چې پکې د لمړي ځل لپاره د آډلایډ سټرایکرز او ملبرن سټارز لوبډلو ترمنځ د لوبڅارۍ دنده د نارینه پر ځای دوه میرمنو (Claire Polosak and Eloise Sheridan) ته ور په غاړه وه.

 که څه هم د نړیوال کرکټ ترڅنګ په یو شمیر هېوادونو کې د کرکټ ښځینه لوبډلو ترمنځ د لیګ سیالۍ ترسره کیږي، خو لا ترې دې مهاله دوه میرمنو په کوم لیګ کې د لوبڅاراۍ دنده نه وه ترسره کړې.

کرکټ چې ورځ تر بلې د بدلونونو شاهد دی، پکې اسټرالیا، انګلستان او هندوستان ځان تر نورو مخکښ ګڼي او په دغه برخه کې د نویو تحولاتو په لټه کې دي.

 له دې وړاندې په انګلستان کې د نارینه و د کرکټ ملي لوبډلې سره ښځینه ویکټ کیپره په یوه سیالۍ کې لوبیدلې وه، چې هغه هم د لمړي ځل لپاره دغه ډول یو نوښت بلل شوی و.

راشد خان او محمد نبي سږکال هم په بیګ باش کې لوبیږي

 د اسټرالیا د کورني کرکټ بیګ باش نارینه وو او ښځینه وو لوبډلو ترمنځ سیالۍ په روانه ډیسمبر میاشت کې پيل شوې دي، چې لا هم دوام لري.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی