ټولنیز ژوند خواړه

په مېوو کې د ستنو راوتل؛ د اسټرالیا د مېوو بازار ولې خراب شوی؟

لیکنه: ياران

ژباړه: بشردروېش

په اسټرالیا کې یوه نوې غوغا جوړه شوې. خلک نه یوازې د ځمکني توت؛ بلکې نورو مېوو په اخیستو او استعمال کې هم زړه نازړه او له ډاره ډک چلند کوي.

دا ګډوډي ترهغې وروسته رامنځته شوه، چې په ځينو مېوو لکه: ځمکني توت، مڼو او کیلو کې د خوراک پر وخت یې د ځینو خلکو خولې ژوبلې شوې او ستنې پکې ننوتي.

د یوه مېوه پلورونکي نیول کیدل
چارواکو ویلي، چې د نیوسالټ ولز یو ځوان مېوه پلورونکی یې په مېوو کې د ستنو خښولو په تور نیولی.

ویل شوي، چې دغه ځوان په پلورل کیدونکو ځمکنیو توتانو کې ستنې منډلي دي.

د پولیسو په وینا دغه ځوان خپله ځان ورسپارلی او اعتراف یې کړی، چې د دغه جرم مرتکب شوی دی.

یاد شوي ځوان پولیسو ته ویلي، چې دغه کار یې د ټوکې او شوخۍ په ډول کړی و.

ترهګریزه پېښه
د اسټرالیا لومړي وزیر اسکات موریسون دغه کار ترهګرۍ ته ورته عمل او بزدلانه کار ګڼلی.

هغه ویلي، چې د دا ډول پېښو له عاملینو سره به د مجرمینو په توګه چلند وشي.

د لومړي وزیر په وینا دوی ته به هم د عامه نظم د ګډوډولو او هم مېوو ته د زیان رسولو له کبله له ۱۰ تر ۱۵ کلونو پورې بند په برخه شي.

د ځمکنیو توتانو را ټولول
له دې پېښو وروسته د اسټرالیا له ګڼو مېوه پلورنځیو څخه ځمکني توتان را ټول کړل شوي دی.

د اسټرالیا دولت خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د مېوه اخیستو او استعمال پروخت له پوره احتیاطه کار واخلي.

د کروندګرو ۱ میلیون ډالره تاوان
د وروستیو پېښو له کبله یوازې د ځمکنیو توتانو کروندګرو ته تر ۱ میلیون ډالرو پورې تاوان اوښتی.

یو شمېر خلکو له دغو زیانمنو څخه د ملاتړ لپاره د مرستو ټولولو کمپاینونه پيل کړي.

ځاني زیانونه
تراوسه د هغو کسانو شمېر دقیق نه دی، چې ستنه لرونکې مېوې یې خوړلي او له دې کبله زیانمن شوي.
خو راپورونه ښيي، چې ګن کسان د داسې مېوو د خوراک په وجه تر روغتونونو رسیدلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران