سپورټ نړیوال کرکټ

اسټرالیا د هندوستان خلاف وروستۍ سیالۍ ته لوبډله کې بدلون راوست !

اعلان

 په اسټرالیا کې د کوربه اسټرالیا او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۵۰ اوریزه سیالیو د لړۍ وروستۍ لوبه سب ترسره کیږي.

 دواړو لوبډلو تر دې مهاله په یوې یوې بریا سره دغه سیریز مساوي کړی دی، خو د نن ورځ وروستۍ مهمې سیالۍ ته دواړه لوبډلې د بریا په تکل کې دي.

 د سبا ورځ دریمې ۵۰ اوریزه سیالۍ د ترسره کیدو په موخه کوربه اسټرالوۍ لوبډله په لوبډله کې دوه بدلونه راوستي دي، چې پکې د تیرې سیالۍ څخه ټپي شوي تیز بالر جیسن بیرندروف ته ارام ورکړل شوی او پر ځای بیلي سټینلیک ته په لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی.

همدا راز په روان سفر کې د ټیسټ سیریز کامیابه سپین بالر اسټرالوي نیتن لاین په ترسره شویو دوه ۵۰ اوریزه سیالیو کې په کومې ویکټې اخیستو نه دی بریالی شوی، نو پر ځای لوبډلې لیګ سپینر آدم زیمپا راغوښتل شوی دی.

 د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په روان سفر کې درې ۲۰ اوریزه، ۴ ټیسټ او دوه ۵۰ اوریزه سیالۍ ترسره شوې دي، چې ۲۰ اوریزه لړۍ مساوي، د ټیسټ لوبو سیر ۲ د ۱ مقابل کې هندوستان، خو د یو ورځینیو لوبو د سیریز ګتونکې لوبډله به سبا کره شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی