افغانستان انتخابات سوله سیاست

حنیف اتمر د عمران خان څرګندونې غندلي، او د خپلو پخوانیو همکارانو نیوکې یې غیرمنصفانه بللي

لیکنه: ياران

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار او د ولسمشرۍ د څوکۍ کاندید حنیف اتمر، په افغانستان کې د یو موقت حکومت د جوړیدو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران څرګندونې غندلې او دایې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې ده.

نوموړې پر خپل ټویټر په خپاره کړو پیغامونو کې خپل هغه پخواني همکاران هم ملامته کړي چې دا یې د عمران خان د څرګندونو په ملاتړ تورن کړی دی.

حنیف اتمر پر خپل ټویټر لیکلي” د افغانستان حکومت خپل مشروعیت د افغانستان له خلکو اخلي، نه د ګاونډیو هیوادونو له مشرانو څخه چې غواړي زموږ په چارو کې مداخله وکړي او زموږ د هیواد د راتلونکي سیاست او حکومت په اړه پریکړه وکړي.“

ښاغلي اتمر زیاته کړې ” موږ د سولې او اعتدال په ټیم کې د پاکستان د لومړي وزیر ناسمې څرګندونې غندو، او له خپلو ګاونډیانو غواړو چې د افغانستان ملي حاکمیت او د افغانستان د نظام مشروعیت ته درناوی وکړي، او د ملتونو تر منځ د اړیکو نړیوال نورمونو ته پابند و اوسي“

د حنیف اتمر په وینا دوی د جوزا له لومړۍ نیټې څخه د افغانستان ملي ګټو او کورني سیاسي وضیعت ته په پام د سرپرست حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې چې په بشپړه توګه به د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې تعقیبیږي.

له خپلو پخوانیو همکارانو څخه ګیله

حنیف اتمر په وروستیو کې په مزار شریف کې په یو غونډه کې د جوزا میاشتې له پیل سره د ولسمشر غني د کار دوام ناقانونه وباله او د هغه پر بې واکه کولو یې ټینګار وکړ، نوموړې په مزارشریف کې د وینا پر مهال ویلي وو، له دې نېټې وروسته به زموږ لومړیتوب د موقت حکومت جوړول وي؛ دا حکومت باید د سولې هڅې او د راتلونکو ټاکنو ترسره کیدل په ښه ډول مدیریت کړي.

په همدې ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له قوله هم په رسنیو کې د افغانستان د سولې لپاره په دې هیواد کې د یو موقت حکومت پر جوړیدو د ټینګار راپورونه خپاره شول.

د ولسمشر اشرف غني ملاتړو او همکارانو د یو موقت حکومت د جوړیدو په اړه د ښاغلي اتمر وروستۍ غوښتنه، د پاکستان د لومړي وزیر له غوښتنې سره ورته وبلله.

د ملي امنیت پخواني ریس امر الله صالح چې په راتلونکو انتخاباتو کې د ولسمشر غني لومړی مرستیال دی، اتمر تورن کړ چې ګوندې د پاکستان د لومړي وزیر اجنډا مخکې وړي.

د ولسمشر غني یو ویاند شاه حسین مرتضوي هم پرته له دې چې په مستقیمه توګه د ښاغلي اتمر نوم واخلي پر خپل فیسبوک پاڼه ولیکل” د ګاونډیو ساز ته د موقت حکومت نڅا“

خو ښاغلي اتمر پر خپل ټویټر ویلي دي چې د خپلو پخوانیو همکارانو دا ډول ” غیرې منصفانه “ قضاوت مایوسه کړی دی. “ نوموړې ټینګار کړی چې دده د سولې او اعتدال ټیم د افغانستان د استقلال لپاره د اوږدو کلونو د مبارزې او قربانیو تاریخ لري.

د غني پلویان او توندې نیوکې

حنیف اتمر چې پرلپسې څلور کلونه د ولسمشر غني په مشرۍ د اوسني حکومت د ملي امنیت د سلاکار په توګه کار کړی، وروسته له هغې د غني د پلویانو له سختو نیوکو او تورونو سره مخ شو چې له حکومت ووت او ورسته یې د یو شمیر جهادي او سیاسي لورو سره د یو ایتلاف څخه جوړ شوی انتخاباتي ټیم اعلان کړ.

حنیف اتمر چې یو مهال د یو فعال سیاستول او ښه مدیر په توګه نوم درلود، دده ځینو وروستیو دریځونو، ایتلافونو او څرګندونو یې مینه وال نهیلي کړل او سیاسي مخالفانو ته یې هم پر ده د توندو نیوکو فرصت برابر کړ.

ښايي یو څه د حنیف اتمر وروستی سیاسي موقفونه ددې سبب شوې وي چې پر نوموړې نیوکې زیاتې شي. خو تر یوه حده پورې دده سیاسي مخالفان په ځانګړې توګه د ولسمشر غني پلویان هم په خپلو نیوکو کې توند او د حدونو حیال نه ساتي.

د ډیرو په باور د سیاسي او انتخاباتي سیالیو په ترڅ کې باید افغان سیاستوال خپل مخالفان په دومره لویو تورونو تورن نه کړي چې د دوی تر منځ په پخواني شریک کار د خلکو شکونه پیدا شي او په راتلونکې کې یې ترمنځ د شریک کار مخه ډب شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران