ټولنیز ژوند کورنی ژوند

په پنځو دلیلونو زیاتي عاطفي اړیکي له ماتي سره مخ کېږي

ژباړه: نوراحمد فضلي

ډېری عاطفي نژدې اړیکي تر یوې مودې وروسته له ماتي سره مخامخ کېږي او اختلافات و تریخواله یې ژوند ته لاره کوي. د عمومي احصایو پر اساس تقریباً له هرو ۱۰ جوړو څخه یې ۳ کسان خپلي اړیکي ساتي او یو د بل سره نژدې پاته کېږي. پوښتنه دلته ده چي ولي ځیني اړیکي په ماتي تمامېږي او جوړې د مسیر پر جلا کولو سره موافق کېږي؟ پر دې پوښتني د پوهېدو له پاره په دې مقاله کښي زموږ سره ملتیا وکړئ.

۱: دماغ لوستل
موږ د ورځي په جریان کښي، په کراتو دا کار کوو او پرته له هیڅ شواهدو په خپلو دماغو کښي لېري و نژدې پړپړې ترسیموو او وروسته پرته له دې چي قضیه په بشپړ ډول برسي کړو؛ د هغه څه په اړه چي مقابل طرف ئې په خپل ذهن کښي لري، قضاوت کوو. مثلاً مقابل طرف ته باید داسي ونه ویل سي:” نو چي مبایل مي ورک کړی دئ ته فکر کوې چي بې مسئولیته یم “. پر ځای بې ښه دا وي چي په دماغ کښي له وخت دمخه قضاوتونو څخه ډډه وکړئ او چي څه شي مو ځوروي، په اړه ئې ښکاره خبري وکړئ. مثلاً:” ولي داسي انګېرې چي زه بې مسئولیته یم؟ “.

۲: د احساساتو لوستل
پرته له دې چي د مقابل طرفه مو د هغه د احساساتو په اړه پوښتنه نه وي کړې، په خپل دماغ کښي نظر او قضاوت مه پرېږدئ. دلته هم د مخکینۍ برخي په څېر د کیسو او پړپړو لیکلو ته اړتیا نسته. مثلاً ددې پر ځای چي ووایاست:” ته زما له ناوخته راتلو ناراحته یې “ هغه ته ووایاست:” ولي زما څخه ناراحته یې؟ “.

۳: ټاپه وهل
باید د اړیکي مقابل طرف په بېلابېلو نومونو ونه نومول سي. کله چي په داسي یوه حالت کښي راګېرېږئ، یوه لحظه ځنډ وکړئ، له یوه ځایه بل ځای ته ولاړ سئ او وګورئ چي ورته بد او منفي نومونه ستاسي له پاره د قبولو وړ دي؟ هیڅکله نه! ستاسي هم نه خوښېږي چي مقابل طرف دي تاسي ته دا ډول توهینوونکي اظهارات وکړي او د غُسې پر مهال مو د مسائلو په باب خبري کوم بل وخت ته وځنډوئ. هر وخت چي ښه آرام سواست بیا هغه وخت خورا ښه کولای سئ چي د خپلو ستونزو او… په اړه خبري وکړئ، د طرفینو په مینځ کښي دفاعي او تهاجمي حالت راکمېږي او په اړیکه کښي جنګ و جدل له منځه ځي.

۴: پړ بلل
که همېشه یو پر بل نقد کوئ او په وړاندې تهاجمي حالت غوره کوئ، دا مو اړیکه زیانمنوي. ددې پر ځای چي ووایاست:” ته همېشه دا کار کوې، ته داسي و هاسي یې “، د خپل احساس په اړه، هغه وخت چي فرد نامطلوب کارونه کوي، وږغېږئ. مثلاً په عصبانیت او چیغو وهلو سره مه وایاست:” همېشه دي ته لوښي په دوشۍ کښي پرېښي وي او ته تللې یې “، پر ځای ئې ووایاست:” کله چي لوښي په دوشۍ کښي پرېږدئ او ځې، داسي احساسوم چي زما غوښتنو ته ارزښت نه راکوې. “

۵: امر کول
کله هم پر مقابل طرف باندي په امریه لهجه خبري مه کوئ. یو و بل ته د انتخاب حق کښېږئ. تر دې چي که د نورو د ګټي له پاره کوم کار کوئ هم هغه په تصمیم نیونه او… کښي درسره شریکه کړئ. مثلاً همېشه مه وایاست:” فلانکی شی مه خوره چي د روغتیا له پاره دي ښه نه دي، هغه فلانکی شی وخوره چي د روغتیا له پاره دي ښه دي “او… پر ځای ئې ووایاست:” چرګ درته وریت کړم یا غورمه… ځکه چي ستا روغتیا ته جداً پام کومه. “

که پورتني کارونه جریان ولري، ژر یا کرار اړیکه سره پاشل کېږي. متخصصان په دې باور دي چي ۴ کارونه د عاطفي اړیکو د ماتېدو سره مخامخ کولو لامل کېږي: همېشه انتقاد (پر مقابل طرف حمله ور وړل) چي دا کار په خپل وار سره په بل فرد کښي تدافعي حالت رامنځ ته کوي او په ځینو مواردو کښي د بې تفاوتۍ/بې توجهۍ او بلاخره د کرکي او یو و بل د تحقیر سبب کېږي.

– څه باید وکړل سي؟
د بهترو اړیکو رامنځ ته کول او په عاطفي اړیکو کښي له تضادونو ډډه کول شوني دي. کافي دي چي له کلامي آزاره پرهېز وکړل سي، یو وبل ته احترامانه حدود ولرئ او د خبرو کولو او نورو خبرو د تفسیر او تعبیرولو په نسبت هم آګاهانه چلند وکړئ. مطالعات هم ښيي چي ملاحظه، مهرباني او عفوه د سالمو او پیاوړو اړیکو په رامنځ ته کولو کښي د مهمو موضوعاتو او عناصرو له جملې څخه دي. همدردي او همراهی ددې سبب کېږي چي اختلافات ختم سي. ځان همېشه د نورو پر ځای فرض کړئ او تلاش وکړئ د لنډ او موقت وخت له پاره د هر شي په اړه خپل نظریات اړخ ته کړئ، په ځان کښي د غوږ نیولو مهارت زیات کړئ، د مقابل طرف د احساساتو او نظریاتو په اړه له قضاوت پرته زیات معلومات لاسته راوړئ. فعاله غوږ نیول د قضاوتونو په دام کښي د راګېرېدو خنډ ګرځي او نه پرېږدي چي همېشه په دې پسې یاست چي څوک سم وايي او څوک ناسم. ځکه نو جنجالونه کمېږي او همکاري، همراهی او عاقلانه اړیکي جوړېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي