عاطف اسلم: هندیانو ډیره مینه راکړې

له کله چې د هند او پاکستان اړیکې خرابې شوي له ځينو فلمونو د عاطف اسلم سندرې لرې شوي، ځينې د موسیقۍ کپمنیو هم پرې بندیز ولګاوه او مشهور یوټیوب چینل ټي سریز هم د عاطف اسلم سندرې له خپل چینل څخه لرې کړې.

دغه هر څه عاطف اسلم په سړه سینه وزغمل، خو اوس یې بلاخره غبرګون وښوده، هغه هم څنګه چې فکر کېده عاطف اسلم به د هند او هندي کمپنیو خلاف توند وغږیږي، هغسې ونشو.

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، په یوه مرکه کې عاطف اسلم ویلي چې نه پوهیږي ولې یې سندرې له یوټیوب چینل څخه یو ځل لرې شوې او بیا بېرته ورضافه شوې.

عاطف اسلم دغه راز زیاته کړې، په هند کې د خلکو لخوا ده ډېره مینه ورکول شوي.

پاکستاني سندرغاړي اسلم زیاته کړې؛ په هند او پاکستان دواړو هېوادونو کې د ده مینوال او غوښتنونکي زیات دي چې په خبره یې شمېر د ځمکې په سر ډیر دی، دا چې سندرې یې له یوټیوب چینل لرې او بېرته اضافه شوې نو ممکن دا د مینوالو ځواب و.

د پاکستانیو رسنیو د خبر له مخې، د زیاتو شمېر خلکو لخوا چې کله ټي سریز یوټيوب چینل ان سبسکرایب شو نو د دغه مشهورې کمپنۍ په خپل چینل باندې بېرته د دغه مشهور سندرغاړي د سندرو اضافه کولو پرېکړه وکړه.

د خبر له مخې دا لومړی ځل دی چې عاطف په دغه تړاو خاموشي ماتوي او خبرې کوي چې ولې یې میوزیک کمپنیو پر سندرو بندیز لګولی.