افغانستان انتخابات سوله سیاست

د اتمر واورې پر غني اچوي؛ عطا نور ارګ د ملت د ناموس د غلو مرکز ګڼي

لیکنه: بشر درویش
اعلان

د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین له نیږدې کیدو سره ټاکنیز ټیمونه د یو بل خلاف د سختو تبلیغاتو او لفظي بریدونو تیاری نیسي.

په دې ترڅ کې د بلخ مخکیني جنجالي والي او د جمیعت اسلامي ګوند اجرایه ریس عطامحمد نور د حکومت پرضد ترټولو تونده ادعا ( د فحشا تورونه) را میدان ته کړي.

نور له طلوع نیوز خبري شبکې سره په یوه جنجالي مرکه کې په دې اړه تر ټولو توندې ادعاوې مطرح کړي.

یاران د ټاکنیزو هڅو د بې طرفه اطلاع رسونکې رسنۍ په توګه دلته د دې مرکې مهم ټکي درسره شریکوي.

د سولې بحثونه

په دې مرکه کې عطامحمد نور د سولې په اړه زیات تمرکز درلود.

هغه، چې تر څه موده مخکې د طالبانو یوه مشهوره مخالفه څېره وه، په دې مرکه کې د سولې اړوند وروستیو ناستو ته د خپل ورتګ سخته دفاع وکړه.

عطامحمد نور په دې مرکه کې د ماسکو او قطر ناستو ته خپل ورتګ او له طالب استازو سره خبرې د هېواد په خیر ګڼي.

هغه ادعا لري، چې که حکومت او خاصتاً ولسمشر غني د دغو ناستو خلاف تخریب نه وای کړی؛ دوی به مثبتو پایلو ته رسیدلي وای.

د نور د تورونو له مخې ولسمشر غني د سولې د روانو هڅو مخالفت ځکه کوي، چې وېریږي د سولې له راتلو سره به له واکه لیرې شي.

د نور په خبره امریکا هم عاجلې سولې ته لېواله ده؛ ځکه ټرمپ جدي سړی دی او د امریکا تر راتلونکو ټاکنو مخکې د افغان جګړې د کمولو یا ختمولو لپاره له امریکایانو سره خپلې مخکینۍ ژمنې پوره کوي.

د ده په خبره امریکا تر ۵ نورو کلونو د دې جګړې د دوام اقتصادي پیټی نور نه شي زغملی؛ هغه څه چې د ده په وینا ولسمشر غني دا جګړه همدومره نوره غځول غواړي.

د جمیعت اسلامي دغه څېره همدا شان وايي حکومت د سولې هڅې تخریبوي.

د ده په ادعا دلیل یې دا دی، چې که د سولې خبرې بریالۍ شي، نه به غني ولسمشر، نه به حمدالله محب د ملي امنیت سلاکار، نه به معصوم ستانکزی د امنیت ریس او نه به فضل محمود فضلي د ارګ همه کاره وي.

نوموړی دا هم وایي، چې طالبانو ته یې د سولې د شین څراغ ښودلو ترڅنګ ورته ویلي، چې که په زوره پر خلکو وتپل شي، دوی به یې پر وړاندې ودریږي او طرف به یې وي.

ناموسي تورونه

عطامحمد نور له نوم اخیستو پرته د ارګ ځینې کسان د ملت د ناموس په غلا کولو تورنوي.

هغه تېرو پارلماني ټاکنو ته په اشارې سره وایي، چې یوه لویه برخه ښځینه نوماندانې پکې د ارګ خاصو ډلو ته د جنسي رشوت د ورکړې په بدل کې کامیابې شوي.

عطامحمد نور په دې برخه کې په کنایوي ډول د ولسمشر د سترسلاکار فضل محمود فضلي نوم یادوي، چې په وینا یې د کمیسون پرځای هغه د ملي تلویزون له لارې د کابل د پارلماني ټاکنو پایلې اعلان کړې.

د جمیعت ګوند دا مشر وایي د ارګ د فحشا په اړه حبیب الله احمدزی او لویه څارنوالي دواړه اسناد لري، خو حبیب الله احمدزی له وېرې دغه اسناد نه رسنیزوي.

عطامحمد نور تور لګوي، چې ارګ د عدالت د تامین او ملي حیثیت د مدافع ادرس پرځای د ملت د ناموس د غلو پر مرکز بدل شوی.

پر ولسمشر غني تورونه

عطامحمد نور همدا شان اوسنی حکومت ناکام او بې لاسته راوړنې ګڼي.

د ده په خبره د غني په واکمنۍ کې پانګه او ځوانان له هېواده وتښتیدل او ګڼ ځوانان په سمندرونو کې لاهو شول.

هغه د هېواد ۶۵ سلنه خلک وږي ګڼي، وایي غني یې دسترخوانونه تش او کارونه یې ورڅخه اخیستي.

دی د فساد د زیاتیدو ادعا هم لري او وایي غلاوې اوس میلیوني شوي دي.

د اتمر واورې پر غني اچوي

عطا محمد نور د حنیف اتمر د ملي امنیت د سلاکارۍ پروخت د هغه له سرسختو مخالفینو څخه و.

ده هغه وخت اتمر د واک په انحصار، فاشیزم، دسیسو او د ټولو ستونزو په اصلي عامل تورنوه.

خو اوس، چې له اتمر سره یو لاس شوی او په وینا یې د هغه د احتمالي حکومت صدراعظم دی؛ د اتمر واورې پر غني اچوي.

په دې مرکه کې عطامحمد نور د مخکینیو توندو دریځونو برعکس حنیف اتمر شریف سړی ګڼي.

د ده په خبره مخکې نه پوهیده، چې اتمر ملامت نه دی او کارونه ټول غني خراب کړي.

غبرګونونه

په ټولنیزو رسنیو کې د عطامحمد نور دا خبرې او په خاص ډول هغه خبره، چې ویلي: د ټاکنو د تقلبي کیدو په صورت کې ان د غني پر وړاندې له طالبانو سره یو ځای کیږي، په ټولنیزو رسنیو کې توند غبرګونونه پارولي.

منتقدینو دی د شخصي ګټو لپاره عقده یي شوی ګڼلی او ویلي، چې د عقدې له مخې له ټولو سیاسي او اخلاقي اصولو د باندې وځي.

د ولسمشر غني پلویانو هم په ټولنیزو رسنیو کې عطامحمد نور سخت غندلی او توندې نیوکې یې پرې کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي