خواړه روغه سټه ژوند بڼه

اووه ۷ هغه خواړه چې تر ډیره مو ځوان ساتي

لیکنه : میرمن هرپریټ پسریچه، د تغذیې متخصصه
ژباړه : شمیم اتل

د عمر تیریدل او زړښت د مخنیوي وړ نه دي، خو زوړ ښکاریدل تر یو وخته چاره لري.

هغه څه چې تاسو یې خورئ پر دې چې څنګه ښکارئ اغیز لري. په ځانګړې توګه کله چې عمر په پخیدو وي.

سم او مناسب خواړه کولی شي چې ستاسو وجود او مخ کلونه کلونه ځوان وساتي.

دلته درسره یو شمیر داسې خواړه شریکوو چې مرسته کوي د عمر له تیریدو سره هم ځوان پاتې شئ.

سبزي او تخمونه :

دا د کلسیم بډای سرچیني دې. او هډوکي له خرابیدو ساتي.

کب ( ماهي) :

کب د لیپټین پروټین لري دا هغه مواد دي چې ستاسو اشتها کنټرولو او تاسو له حد څخه زیات خوراک ته نه پریږدي. همدارنګه غوړ کبان په زیاته اندازه د اومیګا ۳ ( Omega 3) غوړ اسیدونه لري چې د جلد د ګونځو مخه نیسي.

لوبیا اونخود :

په پراخه پیمانه پروټینونه، مینرالونه او ویټامینونه لري چې ستاسو د مجموعي سلامتۍ سره مرسته کوي.

تور چاکلیټ ( تیره شکلات)

تور چاکلیټ د انټي اوکسیډنتونو ( antioxidants) یوه د پام وړ اندازه لري. دا هغه مواد چې د پوستکي په تازه او ځوان ساتلو کې ډیر کومک کوي.

رومي بانجان:

دا یو داسې انټي اوکسیډنټ لري چې پوستکي ته د اړتیا وړ پروټین ورکوي، د کولاګین (collagen) په نوم دا پروتین دپوستکي د خرابیدو او سوروالي مخه نیسي.

مځکني توت:

دا هم د حجرو د ساتلو پراخ مواد او د په ښه اندازه ویټامین سي لري. دا د پوستکي لپاره د کولاګین پروتینو د بافت جوړیدل پیاوړي کوي چې پوستکی هوار او نرم ساتي.

مڼې:

د اونۍ یوه یا څو مڼې خوړل د زړه د حملې خطر کموي. مڼې هم د حجرو د سلامتۍ او نوي کیدو لپاره پراخه مواد لري.

یادونه : پورته لیکنه ژباړه ده چې په نړیوالو روغتیايي ویب پاڼو کې له خپریدونکو هغو لیکنو چې د روغتیا په اړه دې پښتو ته ژباړل شوې.

یاران کې  نورې لیکنې چې ښايي درته جالبې وي: 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */