ادبیات افغانستان کلتور او هنر

د ناشناس او منتقدینو جنجال؛ څه یې ویلي، مخالفین او مدافعین څه وایي؟

لیکنه: ياران

لیکنه: صادق طارق

په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د مشهور هنرمند ډاکټر صادق فطرت ناشناس وروستیو خبرو، چې د تاریخي مسایلو په اړه یې کړي، توند غبرګونونه پارولي.

په دې لیکنه کې به د ناشناس د دغو څرګندونو او د منتقدینو د ځوابونو په اړه خبر شئ:

کیسه له کومه پیل شوه؟
په اروپا کې مېشت یوه مشهور دري ژبي افغان لیکوال صبورالله سیاه سنګ، چې د پښتو ژبې د فرهنګي تاریخ په اړه منفي نقدونه کوي، په وروستیو کې د ناشناس په اړه یو کتاب لیکلی.

پروفیسور ناشناس

دا کتاب ( ناشناس ناشناس نیست) نومیږي، چې موږ یې لا ډېر جزیات په لاس کې نه لرو.

د دغه کتاب یوه پاڼه په خواله رسنیو کې ډېره خپره شوې او څرګندوي، چې سیاه سنګ د مرکه کوونکي په حیث له ناشناس سره د ځینو ژورو تاریخي مسایلو په اړه پوښتنې کړي.

(پټه خزانه جعلي ده)
په دغه کتاب کې د ناشناس په حواله ویل شوي، چې د پښتو ژبې د تاریخ اصلي سرچینه (پټه خزانه) کتاب جعلي دی.

ناشناس د پښتو ادب د اسمان د یوه ستوري علامه عبدالحی حبیبي په اړه، چې یاد شوی کتاب یې موندلی او خپور کړی، ویلي چې د دغه کتاب له چاپ سره یې د میلیونونه پښتنو ابرو له منځه وړې ده.

(نازو انا، ملاله او امان الله خان جعلي څېرې دي)
ډاکټر ناشناس همدا شان ویلي، چې نازو انا او ملاله هم جعلي شخصیتونه دي او ورته منسوبې کیسې واقعیت نه لري.

هغه دغه راز د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي اتل غازي امان الله خان په اړه هم ورته خبرې کړي.

د ناشناس په وینا دی د امان الله خان په اړه د افغانستان له روښانفکره قشر څخه ګیله لري، چې ولې یې د جعلي اتلولۍ کیسې ورته جوړې کړي.

نوموړي د داود فاراني په نوم د راډیو تلویزون د یوه لیکوال کیسه کړې، چې په خبره یې ده ورنه د امان الله خان په اړه د دروغو کیسو د لیکلو دلیل پوښتلی او هغه منلې، چې امان الله خان نه کومه ازادي ګټلې او نه یې له مېرمن ملکه ثریا پرته په افغانستان کې کوم ملاتړی و.

د ناشناس ویډیویي کلیپ
د ناشناس یوه ویډیويي مرکه هم په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، چې هغه پکې له یوه دري ژبي مرکه کوونکي سره د پټې خزانې په اړه غږیدلی.

ناشناس په دغه مرکه کې وایي: پټه خزانه د میرویس د زوی شاه حسین په امر د دربار یوه لیکوال محمد هوتک د دې لپاره لیکلې، چې پښتو ژبې ته تاریخ پيدا کړي.

دی زیاتوي، چې محمد هوتک د تاریخ لیکلو دا هڅه د علمي څېړنو پرخلاف کړې او امیرکروړ ته منسوب کړی شعر یې خپله لیکلی.

هغه دا هم وایي، چې د امیرکروړ په نوم کوم څوک هیڅ نه و او محمد هوتک او علامه حبیبي دواړو د پټې خزانې اثر جعلي لیکلی او خپور کړی.

د دار سزا ته غاړه ایښودل
ناشناس په دغه لنډه ویډیویي مرکه کې وایي، چې داسې خبرې لوی جرئت او دار ته ختل غواړي، خو ده خپله غاړه په دغو خبرو خلاصه کړه.

هغه په ورته وخت کې پر دې هم اعتراف کوي، چې د دې مسایلو په اړه د ده مطالعه سطحي او عامیانه ده.

غبرګونونه
د ناشناس د څرګندونو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې څو ډوله غبرګونونه ښودل شوي:

۱- عامو خلکو، چې په علمي او تاریخي مسایلو یې سم سر نه خلاصیږي او احساساتي دي، ناشناس ته یې ډیرې کنځلې کړي او هغه یې خرڅ شوی، بې ننګه او له پښتو او عزت څخه بې برخې سړی ویلی.

د ناشناس دغو سرسختو مخالفینو دا هم ویلي، چې د ده په غږ د افغانستان ویل شوی ملي سرود دې لغوه او په یوه سم هنرمن دې وویل شي.

۲ـ یو شمېر ادیبانو او پر علمي دلایلو متکي لیکوالو ویلي، چې د ناشناس خبرې به په منطقي دلایلو رد کړي. ځینو په دې اړه سمدستي هم ځینې نظریات او لیکنې خپاره کړي.

۳ـ یو شمېر لوستو او پر علمي دلایلو باورمندو خلکو ویلي، چې ناشناس غلط غږیدلی، خو ځواب یې باید پوهانو ته پریښودل شي. دوی ناشناس ته د کنځلو مخالفت کړی او ویلي، چې د هغه د هنري شخصیت او انساني کرامت درناوی باید وشي.

۴- د ناشناس پخوانیو شناخته ګانو هغه تورن کړی، چې له پښتنو سره عقده لري اوله همدې کبله یې داسې پارونکې خبرې کړي. د دوی په وینا ناشناس له ډېره وخته د پښتنو پر وړاندې همداسې منفي دریځ او حساسیت درلود.

۵ـ د پښتنو ضد یو شمېر کړیو د ناشناس د خبرو هرکلی کړی او ویلي، چې هغه تاریخي جرئت کړی او د پښتنو د جعلي تاریخ په اړه یې ریښتینې څرګندونې کړي.

ناشناس څوک دی؟
ډاکټر فطرت ناشناس په ۱۹۳۵ کې په کندهار کې زېږیدلی او په ماشومتوب کې هند ته تللی.

ناشناس لومړنۍ زده کړې په هند او د لېسې ترکچې زده کړې د کابل په حبیبیه لېسه کې کړي.

هغه د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو لسانس اخیستی، بیا د کابل راډیو د یوې برخې مدیر او ترهغې وروسته د روسي، فارسي او پښتو ادبیاتو په برخه کې د دوکتورا تر کچې په روسیه کې زده کړې کړي.

ناشناس د پښتو او دري له ترټولو مشهورو او ډېر مینه وال لرونکو سندرغاړو څخه دی.

دی په یوه مذهبي کورنۍ کې زیږیدلی و او تر ډېره وخته یې د ناشناس په نوم سندرې ویلې.

ناشناس ته یوه منسوبه جالبه کیسه دا ده، چې اخونزاده پلار یې د مذهبي ذوق باوجود د ده سندرې خوښولې او د یوه زوی په واده کې یې د ناشناس په نوم د هنرمند راوستل منلي وو.

وایي ناشناس د ورور واده کې پلار حیران کړی او یو ځل یې خپله ورته سندرې شروع کړي، چې ترهغې وروسته یې پلار هم د سندرو مخالفت نه دی کړی.

دا مشهور هنرمند د اوسنیو احساساتي قضاوتونو ور اخوا د افغانستان د موسیقۍ یوه ستره او نه تکراریدونکې څېره ده.

مینه وال یې ټینګار کوي، چې د څو خبرو لپاره د هغه د هنري شخصیت سپکاوی باید ونه شي؛ بلکې خبرې یې په علمي دلایلو رد او قناعت دې ورکړل شي.

د پتې خزانې کیسه
پټه خزانه د پښتو لومړنی ترلاسه شوی اثر دی، چې د لیکوالو د تذکرې په بڼه د (۱۱۴۱-۱۱۴۲ هجري قمري) کلونو په اوږدو کې د محمد بن هوتک په نوم د شاهي دربار یوه لیکوال لیکلی.

دا اثر ورک و، چې په ۱۳۲۲ کې د پښتو ژبې مخکښ څېړونکي پوهاند عبدالحی حبیبي پیدا او له فارسي ژباړې سره خپور کړ.

دا اثر پښتو ادبیات تر ۱۴ سوه کلونو ډېر لرغوني ښيي او له فارسي ادبیاتو یې هم څو سوه کاله ډېر لرغونتوب ثابتوي.

د دغه اثر له چاپ سره په سیمه کې د پښتو ژبې او هویت دښمنانو، په خاص ډول ایران چې په سیمه ییزه کچه د ترټولو لرغوني او بافرهنګه هویت ادعا لري، په غوسه شو.

دوی د دغه اثر د جعلي ثابتولو لپاره له هماغه وخته هر ډول هڅې وکړې، تردې چې په ۱۹۹۸ کې د پاکستان یوه پښتون لیکوال او د کمونیست ګوند غړي قلندر مومند د (پټه خزانه فی المیزان) په نوم یو اثر ولیکه.

قلندر مومند په دغه اثر کې د پټې خزانې د جعلي ثابتولو هڅه کړې وه.

د مومند د دغه اثر په ځواب کې د کوزې پښتونخوا مشهور څېړونکي همېش خلیل او د برې پښتونخوا مشهورو لیکوالو: محمد آصف صمیم او محمد زرین انځور ځوابي کتابونه ولیکل.( صمیم او انځور په ګډه کتاب لیکلی و.)

په دغو کتابونو کې په ادبي او علمي دلایلو د قلندر مومند نظریات رد شوي وو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران