کلتور او هنر مخکښان

د موسیقۍ د شهنشاه استاد خیال ګیله: پښتانه مې خیال نه ساتي

لیکنه: بشر درویش

حمزه بابا پښتو غزل ته د خپل خدمت په تاثر وایي:
ستا په اننګو کې د حمزه د وینو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم

که استاد خیال محمد په ورته ډول پښتو موسیقۍ ته د خپلو وینو ورکولو ادعا وکړي، مبالغه به یې نه وي کړې.
استاد خیال محمد د پښتو غزل د شهنشاه لقب ګټلی او د نړۍ پرمخ به داسې پښتانه پیدا نه شي، چې موسیقي اوري او د هغه د غزل مینه وال نه وي.
خیال محمد نه یوازې د پښتو کلاسیکه موسیقي رنګینه کړې وه؛ بلکې د ولسي او نوې موسیقۍ په پیاوړتیا کې هم تر خپلو ډېروسیالانو مخکې دی.

خیال محمد څوک دی؟
استاد خیال محمد په ۱۹۴۶ لمریزکال د خیبرپښتونخوا په پېښور كې زیږیدلی.
د هغه پلار سپین ګل نومیده او اصلاً د خیبر ایجنسۍ د چوره کلي اوسیدونکی دی.
خیبرایجنسي مو یاده کړه، د خیال محمد استاد هغه مشهوره او له ولولو ډکه سندره به مو اوریدلې وي، چې د خیبر ذکر پکې شوی:
مونږ یو د خیبر زلمي پښتو زمونږه شان دی
مونږه پښتانه یوو په وطن مو ځان قربان دی

دا سندره به څه د شعر د تاثیر له وجې ډېرخوند کوي، خو دا هم د هېرولو نه ده چې خیال محمد استاد به د خیبر د یوه اپریدي زلمي په حیث د دې سندرې په ویلو کې د خپل ضمیر او زړه ټوله جذبه او قوت ملګری کړی وي.

موسیقۍ ته مخه
استاد خیال محمد له ۱۹۶۹ میلادي کال راهیسې موسیقۍ ته مخه کړې ده. هغه تقریباً زرګونه مختلفې سندرې پېښور راډیو، پېښور ټلویزون او ګڼو کسټ پلورنځیو ته ثبت کړي دي.

د خیال محمد استاد سندرې لکه چې مخکې وویل شول، مختلفې بڼې لري.
هغه هم د پښتو د کلاسیکې شاعرۍ ترټولو بهترینې نمونې ثبت کړي، هم یې د ولسي فورمونو په سندریز کولو ځان ستړی کړی او هم یې د نوې موسیقۍ په رواجولو کې فعاله او استادانه برخه اخیستې ده.

کرن خان او استاد خیال محمد

استاد خیال محمد ګڼ شاګردان هم لري. د ځینو په باور دی په پښتو موسیقۍ كې د ځانته لارې څښتن او بې ساری خدمتګار یې دی.

کورنی ژوند
استاد خیال محمد ۸ وروڼه او ۲ خویندې لرلې. دی د پلار څلورم زوی دی، ۲ مېرمنې یې لرلې، چې یوه یې ژوندۍ او بله وفات شوې ده.
هغه له لومړۍ مېرمنې یې ۷ او له کشرۍ ۸ اولاده لري.
د استاد خیال محمد یو زوی وصال خیال هم سندرغاړی دی، چې د پښتو د نوې موسیقۍ په برخه کې یې د پام وړ کار کړی.

نازونې
استاد خیال محمد پښتو موسیقۍ ته د بې سارو خدمتونوله کبله په ځلونوـ ځلونو نمانځل شوی.
د هغه د ژوند او فن په اړه څو کاله مخکې په ننګرهار کې یو ورځینی سیمینار او نمانځغونډه ترسره شوې وه.
د دې ترڅنګ ده ته مینه والو یې د پښتو موسیقۍ د شهنشاه لقب ورکړی.
هغه ته دوه کاله مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د غازي میربچه خان مډال ورکړ، چې په پېښور کې د هغه مهال افغان قونصل شهید عبدالله پویان له لورې ورته د لویو مراسمو پروخت وسپارل شو.
په هماغه کال د پښتو هنر او فرهنګ مینه والو د نومبر اوله اونۍ(د خیال اونۍ، د امن اونۍ)په نوم نومولې وه.
یاده اونۍ د نړۍ په مختلفو برخو کې د استاد خیال په نوم او د سولې په پلوۍ ونمانځل شوه.

ګیله من شهنشاه
له پورتنیو نازونو سره هم استاد خیال او هم مینه وال یې باوري دي، چې د هغه لازمه قدرداني نه ده شوې.

خیال محمد په یوه وروستۍ مرکه کې یې ویلي، چې پښتنو ورسره هغه متل ریښتیا کړی، چې:
یار د کوڅې تېرکه، خوند یې واخله،رنګ یې هېرکه!
د استاد خیال محمد په وینا پښتانه داسې چلند نه یوازې له ده؛ بلکې ډېرو هنرمندانو او خدمتګارانو سره یې کړی او کوي.

مینه والو ته پيغام
استاد خیال محمد له خپلو مینه والو او ټولو خلکو مینه غواړي او وایي، چې له نفرته دې ډډه وکړي.
هغه اوس د ناروغۍ په بستر پروت او زهیر شوی.
په وروستي ځل هغه دوه کاله مخکې ده ته د تاج پوشۍ د مراسمو پرمهال د پېښور په نشترهال کې یوه پخوانۍ سندره یې زمزمه کړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي