ادبیات کلتور او هنر

اسما لمر؛ په شعر کې د ښکلا انځورګره

لېکوال: ذکرالله نصيب

زه د خپل ښار خلک هرچېرته په همدې پېژنم
د چا به سترګې، د چا پښې، دچالاسونه نه وي

له وړوکوالي مې هغه شعرونه خوښول چې اولس ته د اولس په ژبه ليکل شوي وي؛ خو دا تنده مې ايله نن ماته شوه کله چې مې دا بيت ولوست:

زه دخپل ښار خلک هر چېرته په همدې پېژنم
دچا به سترګې، دچا پښې، دچالاسونه نه وي

زموږ ډېر پښتانه شاعران شاعري کوي؛ خو ټولنيز ارزښتونه يې لاهم نه دي درک کړي، دټولنې غوښتنې نه محسوسوي، او دټولنې له درده نه دي دردمن شوي. همدا علت دى، چې شعرونه يې بې روحه او ډېر زر له ورکې سره لاس او ګرېوان وي او زيات مينه وال نه لري.

شعر هغه وخت د شعريت درلودونکى شي، چې شاعر يې دردمن شوى وي، زړه او احساسات يې سپېڅلي وي… زړونه بيا هغه وخت دسپېڅلتيا معراج ته رسېدلى شي، چې د خلکو او اولس له درد نه اغېز من شي. له نيکه مرغه چې دا درد اسما لمر له وړوکوالي نه درک کړى دى او دخپلو خلکو د دردونو زګيروي نه يوازې اوري؛ بلکى سم ورسره ژاړي ځکه خو وايي:

زه دخپل ښار خلک هرچېرته په همدې پېژنم
دچا چې سترګې، دچا پښې، دچالاسونه نه وي…

نېږدې وخت کيږي چې د لمر د غزليز ذوق د سېلاب توندو څپو له ځان سره اخيستى يم؛ خو دا څپې دومره آشنا دي چې له هر پل سره يې د خپلو اوښکو انځورونه وينم.

اسما لمر خپل رنځور اولس ته شاعري کوي خو د اولس په ساده ژبه، ځکه خو يې حواس دومره متاثره دي، چې په برند پېغلتوب کې د مايوسۍ سېلاب وړې ده او په چيغو چيغو وايي:

پګړۍ به څه کړم چې پګړيو کې سرونه نه وي؟
ورکې جامې شه چې يې منځ کې اندامونه نه وي

د لمر شاعري هغه توپاني درياب ته ورته ده چې هره نوې شېبه په سلګونو لوړې ځوړې تر شا پريږدي؛ ځکه خو يې په بيړه سره خپلې مايوسۍ ته په کرکه کتلي دي او دميوند د اتلې ملالۍ غوندې د مبارزې پر آس د قلم له تورې سره د تخيل په کږلېچونو کې د غزل ميدان ته راځي او نارې وهي:

له تانه کمه نه ومه له تانه کمه نه يم
که ته اووم آسمان شې زه به ځان آتم آسمان کړم

لمر يوازې د دردونو انځورګره نه ده او نه غمونو او پرهارونو ته د پټيو جوړولو ماهره، بلکې هغه له خپل پېغلتوب نه له خوند اخيستلو سره هم بې کچې مينه لري، خپل پېغلتوب ورته ښکلى او مقدس ښکاري او دخپل پښتني غرور په مينه يې نمانځي. بنګړي ستايي، پېغلتوب ته سندرې وايي، په هېنداره کې سترګې توروي، اوله رنجو سره رازونه کوي.

خو کله، کله يې د بنګړیو شور دومره اوچت شي چې آن ګاونډيان يې د سپېڅلي زړه کورته په ګيلو راځى:

کور کې شکايت کوي بنګړي دې ولې شور کوي
لاس مې کرار نيسه د کور خلک بيا پېغور کوي
خلک راته وايي يا چارګل له پوزې لرې کړه
يا مخ ته لاس ونيسه رڼا زموږ په کور کوي…

لمر که هر څومره دردمنه هم ده؛ خو بيا هم لاسونه سره کوي او دخپل کلي له همځولو پېغلو سره اختر لمانځي:

ته مې چې پخوا کي يې
ژوند هره شېبه اختر

دلمر مقدسيت او سپېڅلتيا په دې کې ده چې هغه (لمر)هر کله خپله ورکه مينه د قرآن او کتاب په پاڼو کې ګوري، کتابونه ورپسې لټوي او د الفبا په سېپاره کې هم دمينې په انځورونو پسې پاڼې اړوي:

د کتاب پاڼو کې م، ي، ن، ه غواړي
لېونى دى الفبا راپسې ګوري

که د لمـــــر په هر بيت تبصره کول خپل حق وبولم نو بېرېږم چې لوستونکو ته به مې څه نه وي پرې اېښي نورنو لمر په دوو ګوتو نه پټيږي…

لمر خور ته مې اوږد ژوند، تل پاتې پېغلتوب او دپياوړې نه پياوړې شاعرۍ لپاره لاسونه لپه کوم.

ذکرالله/ نصيب / کندهار / د پوهنتون کتابتون