سیاست نړۍ

اسلام اباد: پولیسو د زرداري په کور چاپه اچولې او هغه یې نیولی دی

لیکنه: یونس تسکین
اعلان

د پاکستان د حساب ورکوونکې د ادارې د غړو په ګډون، نن پولیس اسلام اباد کې د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري کور ته ننوتل او هغه يې د مالي فساد په تور ونیوه.

پولیس یواځې یو ساعت وروسته له هغې د زرداري کور ته ننوتل او هغه يې ونیوه، کله چې د اسلام اباد محکمې د نوموړي د نیولو د ځنډ غوښتنه ونه منله.

پولیسو د پاکستان پخوانی ولسمشر زرداري د هغه د بچیانو په وړاندې ونیوه؛ په تور مرمۍ ضد موټر کې پورته کړه او راولپينډۍ ته يې د نورو څیړنو لپاره یوړو.

په زرداري او د هغه په خور فریال ترپول د جعلي بانکي حسابونو او د پيسو د غیري قانوني سپينولو تور دی. محکمې لا هم د هغه د خور د نیولو حکم نه دی صادر کړی.

زرداري حق لري، چې د محکمې د پریکړې په ضد سترې محکمې ته عارض شي.

په اصف علي زرداري تور دی، چې په جعلي بانکي حسابونو يې ۴.۴ میلیارده پاکستانۍ روپۍ حیف و میل کړي. تر ۲۰ ډیر جعلي بانکي حسابونه په ۲۰۱۳، ۱۴، او ۱۵ کې جوړ شوي، چې پکې تورې پیسې ساتل شوي.

یوې سرچینې ویلي، ددې پیسو ډير برخه زرداري پورې مربوط کسانو (عماني ګروپ) ته توزیع شوي.

د پاکستان د پيپلز ګوند مشر او د اصف علي زرداري زوی بلاول بوټو د محکمې پریکړه ناسمه بللې، خو له خپلو پلویانو يې غوښتي، چې ارام اوسي.

د یاد ګوند یو شمیر غړو لاهور کې د محکمې د پریکړې په ضد لاریونونه کړي او ځينې سرکونه يې بند کړي. د ګوند یو شمیر غړي وايي، چې د محکمې پریکړې د اوسني “ناکام” حکومت د دسیسو تر اغیز لاندې دي.

د ګوند یو شمیر مشرانو ګواښ کړی، که عمران خان زرداري بندي کړي، د حکومت ټغر به يې ورټول کړي.

په زرداري د جعلي بانکي حسابونو سربیره د فساد اووه نور تورونه او موارد هم ثبت شوي، چې څیړنه يې پیلیږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یونس تسکین