۲۰۱۸ اسیايي د کرکټ اسیايي جام لوبې سپورټ نړیوال کرکټ

د هند او پاکستان مخې ته هانګ کانګ رامخکې شو 

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ ایشیا کپ یا اسیا جام په نوم ۵۰ اوریزه سیالۍ، چې د روانې سیپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نیټه په متحده عربي اماراتو کې پیلیږي؛ وروستۍ شپږمه لوبډله یې هم کره شوه.

په دغه جام سیالیو کې د ګډون په موخه د کرکټ اسوشیټ یا دویمې درجې شپږو نورو لوبډلو عمان، مالیزیا، سینګاپور، هانګ کانګ، متحده عربي اماراتو او نیپال ترمنځ د غوراوي پړاو لوبې پیل شوې، چې پکې هانګ کانګ لوبډلې په پای لوبه کې متحده عربی امارتو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د لمړي ځل لپار د کرکټ اسیا جام سیالیو کې د لوبیدو موقع ترلاسه کړه.

د غوراوي پړاو لوبې، چې د تیرې اګسټ میاشتې په ۲۹ مه نیټه په مالیزیا هېواد کې پیل شوې وې؛ پای لوبې کې یې تیره ورځ دواړه هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو د کرکټ لوبډلې سره مخامخ شوې.

په سیالۍ کې لمړی باران رامخکې شو او لوبه تر ۲۴ اورونو راکمه شوله، چې پکې د عربي اماراتو لوبډلې په ټاکلو اورنو کې د اشفق احمد د ۷۹ منډو پر مټ هانګ کانګ ته د ۱۷۷ منډو هدف ورکړ.

که څه هم هانګ دغه هدف ته په رسیدو کې یو څه له ستونزو سره مخ و، خو بیا هم درې توپونه وړاندې یې په سیالۍ کې بریا خپله کړه.

هانګ کانګ لوبډلې په دې بریا خپلولو سره د غوراوي جام د ګټلو ترڅنګ د کرکټ په راتلونکي اسیا جام سیالیو کې د هند او پاکستان سره په یو ګروپ کې خپل ځای کره کړ.

د کرکټ په اسیا جام ۵۰ اوریزه سیالیو کې ګډون کوونکې ۶ لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوې دي، چې په لمړي ګروپ کې پاکستان، هندوستان او هانګ ګانګ او په دویم ګروپ کې افغانستان له سریلنکا او بنګله دیش سره یو ځای قرار لري.

د سیالیو پیل د بنګله دیش او سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لمړي لوبې سره کیږي، خو په دویمه ورځ به پاکستان د هانګ کانګ سره، دریمه ورځ افغانستان د سریلنکا، څلورمه ورځ هندوستان د هانګ کانګ خلاف، پنځمه ورځ پاکستان د هندوستان او د لمړي پړاو په وروستۍ شپږمه ورځ به د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو سره په سیالۍ کې مخامخ وي.

د دې سیالیو په لمړي پړاو کې ګټونکې ۴ لوبډلې دویم پړاو ته لار پیدا کوي، چې هلته به د درې نورو لوبو د ترسره کیدو وروسته پای لوبې ته د رسیدو په موخه دوه لوبډلې په ډاګه شي.

د ۱۴ م پړاو دې اسیا جام سیالیو وروستۍ لوبه به د روانې سیپټمبر میاشتې په ۲۸ مه نیټه ترسره شي، او هم به په دې پړاو کې هندۍ لوبډله د خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

د کرکټ اسیا جام سیالیو لمړی پړاو په ۱۹۸۳ م کال کې پیل شو، چې پکې هندوستان د لمړي ځل اتلولي خپله کړې وه، خو په ترسره شویو ۱۳ پړاونو کې ۶ځلې بیا هندوستان، ۵ ځل سریلنکا او دوه ځلې پاکستان د اتلولۍ جام خپل کړی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی