افغانستان

د افغانستان په پښتنو کې راتلونکي ته امیدواري زیاته شوې ده

سید ګلاب شینواری

ایشیا فاونډیشن تېره ورځ د افغانانو د ټولنیز وضعیت، انګېرنو او اندېښنو په اړه د خپلې نوې سروې موندنې له رسنیو سره شریکې کړي دي. ایشا فاونډیشن د یو بین المللي با اعتباره بنسټ په توګه له پنځلس زره افغانانو سره چې نیمايي ښځې دي او اتیا سلنه یې د کلیو او شل سلنه یې د ښارونو اوسېدونکي دي، مخامخ مرکې کړي دي.

په دغو مرکو کې له افغانانو څخه د امنیت، انتخاباتو، حکومتولۍ، اقتصاد، سولې، سیاسي مشارکت او د ښځو د ژوند په اړه پوښتنې شوي دي.

دغه بنسټ هر کال دې ته ورته سروې ګانې کوي، موږ هغه وخت د دغې سروې په اړه ښه قضاوت کولی شو، چې د دغه بنسټ پخوانۍ سروې ګانو ته مراجعه وکړو.

په اوسنۍ سروې کې ۶۱سلنه مرکه کوونکو ویلي دي چې هېواد یې په خراب لوري روان دی او یوازې ۳۲ سلنه خلک د هېواد راتلونکي ته خوشبینه ښودل شوي دي. په ۲۰۱۶کال کې ۲۹سلنه خلک د هېواد راتلونکي ته خوشبینه و، په ۲۰۱۷کال کې هم ۳۲ سلنه خلک راتلونکي ته خوشبین و او سږکال په دغې خوشبینۍ کې فرق نه دی راغلی او وضعیت د پخوا په شان دی.

راتلونکي ژوند ته په امیدواره او خوشبینو مرکه کوونکو کې د پښتنو سلنه لوړه ښودل شوې ده، ۴۲سلنه پښتنو ویلي چې راتلونکي ته امیدواره دي، د تېر کال په سروې کې د پښتنو د امیدواري سلنه ۴۱ وه، سږکال تاجیک افغانانو کې امیدواري ۲۸سلنه او د هزاره او ازبکو امیدواري ۲۵سلنه ښودل شوې ده.

همدارنګه سروې کې ۶۰سلنه خلکو ویلي چې د ملي وحدت حکومت کارونه سمې خواته روان کړي دي، خو ورسره بیا بدبینۍ لوی علت امنیت ښودل شوی دی چې ۶۸سلنه طالبانو، ۲۴سلنه داعش او ۱۶ سلنه مجرمینو خراب کړی دی.

په سروې کې طالبان ۸۲سلنه مرکه کوونکو ویلي چې له طالبانو سره هیڅ همدردي نه لري او تر څنګ یې په ډموکراټیکو پروسو او ټاکنو د خلکو باور تر پخوا زیات شوی دی.

په دې سروې کې مهم ټکي چې دلته ورته تم کېږو دوه خبرې دي، پخوا به چې سروې ګانې کېدې راتلونکي ته به تر ټولو بدبینه خلک پښتانه یادیدل، خو دا ځل پښتانه تر نورو قومونو راتلونکي ته خوشبینه ښودل شوي او طالبانو سره د خلکو خواخوږي کمه شوې ده.

د دې سروې په اړه مرکې د کال په پیل کې شوي دي، خو اوس چې د سولې هلي ځلي زیاتې شوي او ورسره د زورواکو په ضد حکومت زړور ګامونه پورته کوي، که چېرې له دې وروسته داسې سروې کېږي ممکن د افغانانو د امیدواري کچه تر دې زیاته وي.

 

د غیر پښتنو د بد بینۍ یو علت ښايي دا وي چې پخوا د هغوی په سیمو کې جنګ لږ و او اوس د هغو سیمو ته هم جنګ ور غځیدلی دی او ځايي وسله والو خلک تنګ کړي دي، برعکس د پښتنو د خوشبینۍ علت ښايي په حکومت کې تر پخوا زیات مشارکت، سولې ته خوشبیني او د زورواکو په ضد د حکومت دریدل وي، کله چې امنیتي ځواکونه او محلي حکومتدارۍ پیاوړي شي، دلته په اتومات ډول له طالب سره د خلکو خواخوږي کمېږي، خو طالبانو سره د خواخوږۍ د کمېدو مهم علت د حکومت پیاوړتیا نه ده، طالبانو په تېر یو کال کې ډېر بریدونه وکړل، د طالبانو د جګړو له امله لویې لارې بندې شوې، ښارونو کې بمونه والوځول شول، له کلیوالو د عشر په نامه پیسې ټولې شوې او بې رحمانه کړنې یې وکړي چې د خلکو خوا ورنه وګرځيده، ځکه پنځه کاله پخوا به چې داسې سروې ګانې کېدې هلته ویل شوي و چې عام خلک له دولتي عدلي او قضايي ارګانونو نه د طالبانو محکمې غوره بولي، ځکه دولتي عدلي ارګانونه له اوږدو پروسو او فساده ډک دي او عام خلک پرې باور نه کوي، د عدلي ارګانونو جدیت او اصلاحات له یوې خوا او د طالبانو ظلمونه له بلې خوا ددې سبب شوي دي چې خلک له طالبانو مخ واړوي، حتا د طالبانو ظلمونه ددې سبب شوي چې عام خلک د زورواکو او د بشري حقونو سرغړونکي خپلسري ټوپکیان تر طالبانو غوره وبولي، ښه بېلګه یې په وروستیو کې د ځینو ټوپیکانو په خلاف د حکومت د اقداماتو په ضد د خلکو پاریدل دي، دا خلک هغه سیمو کې چې د حکومت حاکمیت کمزوری دی، د طالب په ځای ځايي ټوپکیانو ته پناه ور وړي او کله چې حکومت د دې خلکو یوازینۍ پناه ګاه یعنې دا ټوپکیان په نښه کوي، خلک غبرګون ښيي او فکر کوي یوازینۍ پناه ګاه هم ورنه اخیستل کېږي.

نور قومونه چې تر دې وخت یې سیمې امن کې وي او په تېرو څو کالو کې یې سیمې ناامنه شوي او تر څنګ یې د دوی زورواکو باندې فشار زیات شوی دی، نو دوی خپله راتلونکې زیاته روښانه نه ویني، خو برعکس پښتانه بیا که ځوانان دي او که سپین ږیري تر پخوا په سیاسي معادلاتو کې فعال شوي دي، ښه بېلګه یې په تېرو پارلماني ټاکنو کې د پښتنو پراخ ګډون دی چې له کونړ نیولې تر کندهار او هلمند زیاتو خلکو په دغه ټاکنو کې ګډون وکړ او دا ښيي چې پښتانه پوه شوي دي چې نور د جنګ له لارې مخکې نشي تللی او همدا ډموکراټیکې پروسې او قانوني لارې دي چې خپل او د خپلو بچیانو راتلونکی پرې جوړولی شي، ځکه پښتانه تر بل هر قوم زیات ځپل شوي دي اوس په کې یو نوی اجتماعي شعور پیدا شوی دی او ددغه نوي شعور الهام په افغانستان کې د اشرف غني له هلو ځلو نه او له ډيورنډ کرښې هاخوا د منظور پشتین په مشرۍ د ولسي حرکت نه سرچینه اخلي، دغه دواړه مواردو د پښتنو اجتماعي شعور لوړ کړی او راتلونکي ته یې د نورو قومونو په پرتله د دوی امیدواري زیاته کړې ده.

دا سروي د افغانستان حکومت پالیسي جوړونکو ته ډېر څه په لاس ورکوي چې هغه تشو باندې تمرکز وکړي چې له امله یې خلک ورخطا او ناامیده دي.