۲۰۱۸ اسیايي د کرکټ اسیايي جام لوبې سپورټ نړیوال کرکټ

د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ توده لوبه ؛ د بنګله دیش ابو حیدر تر اوسه ښه لوبه کوي

لیکنه: ياران

د ابوظبۍ په توده هوا کې افغان او بنګله دیشي ټیم سره مخامخ دی. په لوبغالي کې د افغان نندارچیانو په مقایسه بنګله دیشي نندارچیان زیات ښکاري. د افغانستان د ټیم کیپتان اضغر ستانکزي د پچې له ګټلو وروسته د توپوهنې پریکړه وکړه.

ننی لوبه د اسیا جام سیالیو د بې ګروپ وروستۍ لوبه ده. دواړه ټیمونه ددې جام د څلور غوره ټیمونو مرحلې ته وتلي او ننۍ لوبه یې په وړاندې تګ کوم اغیز نه لري. خو د دواړو ټیمونه لپاره نن مهمه داده چې سبا د جمعې د ورځې لوبو لپاره یو څه انرژي وسپموي. ځکه د جمعې په ورځ دواړه ټیمونه افغانستان له پاکستان او بنګله دیش له هندوستان سره د څلور غوره ټیمونو په مرحلې کې مهمې لوبې لري. هند او پاکستان دواړو ته د کرکټ په نړیوالو لوبو کې د زبرځواکونو په سترګه کتل کیږي.

بنګله دیش دا ځل په دې یو ورځنۍ لوبه کې چټک بالر ابو حیدر او نوی توپوهونکی نظام الحسین شانتو رامخې ته کړي. دا په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د بنګله دیش 126 م او 127م برخه اخیستونکي لوبغاړي دي. دې دواړو لوبغاړو د بنګله دیش لپاره په نورو فارمټونو لکه شل اوریزو او ټیسټ لوبو کې لوبې کړي خو نن د لومړي ځل لپاره د افغانستان خلاف په یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې لوبیږي. ابو حیدر وتوانیده چې په خپله لومړنۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې د افغانستان په وړاندې دوه ویکټې واخلي او رحمت شا او احسان الله یې وسوزول. او جالبه دا چې د دریم افغان لوبغاړی محمد شهزاد هم د ابوحیدر په کیچ اوټ شو.

شانټو د تمیم اقبال پر ځای راغلی څوک چې د سرېلانکا په وړاندې د تیرې سیالۍ پر مهال ټپي شو او له ټورنمینټ ووت. ابو حیدر بیا د بل بنګله دیشي لوبغاړي مشفیذ الرحمن پر ځای راغلی. مشفق الرحیم ته هم دمه ورکړل شوې او په ننۍ لوبه کې یې پر ځای مومن الحق راوستل شوی دی. نوموړې هم په تیرو درې کلونو کې د لومړي ځل لپاره په نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې لوبیږي.

افغانستان بیا تر اوسه یو بدلون راوستی او دنجیب الله ځدراڼ پر ځای سیمع الله شینواری راوستی و.

د افغانستان له لوري نن: ۱- محمد شهزاد ۲- احسان الله ۳- رحمت شا، ۴- اضغر افغان، ۵- حشمت الله شهیدي، ۶- محمد نبي، ۷- سمیع الله شینواری، ۸ – ګلبدین نایب، ۹- راشد خان، ۱۰ – افتاب عالم، ۱۱- مجیب الرحمن ننۍ لوبه کې برخه لري.

د بنګله دیش له لوري: ۱- نظم الحسین شانتو، ۲- لیټون داس، ۳- شکیب الحسن، ۴- مومن الحق، ۵- محمد میثن، ۶-محمد الله ، ۷- مصدق حسین ، ۸- مهدي حسن میراز، ۹- مشرف مرتضی، ۱۰- رب الحسین، ۱۱- ابوحیدر.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران