ایا د اشوېن له خوا د جاس بټلر اوټ کېدل قانوني و؟ نړیوالو لوبغاړو یې په اړه ویلي

د کرکټ لوبغاړو د دوشنبې په ماښام د آې پي ایل په دریمه لوبه کې د جاس بټلر سوځېدل غېرې قانوني بللي، د کرکټ د نړۍ په اوسنیو او پخوانیو لوبغاړو کې ډېری هغو د اوټ کېدو په دې ډول باندې نظرونه ورکړي.

دې رقم اوټ کېدلو ته منکد اوټ وایي.

اشوک وېنو منکد د هندوستان پخوانی توپ وهونکی و، هغه د هندوستان لپاره ۲۲ ټېسټ لوبې کړې وې، هغه تېر مهال د دې ډول اوټ لپاره یوه طرحه وړاندې کړې وه او اوس دا طرحه د منکد په نامه یاده شوې ده.

اوس ایا د بټلر اوټ کېدل قانوني و؟
د دوشنبې په ورځ د پنجاب خلاف د بټلر اوټ کېدلو ناندرې راپورته کړې، ډېری د کرکټ ماهرینو دا اوټ کېدل غېرې قانوني وباله.

د کرکټ نړیواله شورا تر اوسه د دغه ډول اوټ لپاره پوره قانون او اصول نه لري، او له دې وروسته به د دې ډول اوټ لپاره اصول راباسي؛ خو د دې اصولو نشتون بټلر اوټ کړ او راجستان ته یې ماته ورنصیب کړه.

ډېف مېډلټن په نامه د کرکټ یو ماهر په ټوېټر لیکلي دي، چې د اشوېن دا کار سم نه و.

شېن وارن او د منکد اوټ په اړه یې نظر
شېن وارن د اسټرالیا ځواکمن او پخوانی لېګ برېک بالر دی، ده په ټوېټر د اشوېن اوټ غېرې قانوني بللی، هغه وایي دا بال باید د لوبڅارانو له خوا ډيډ بال یا زمونږ په اصطلاح ډېټ بال ورکړل شوی وای.

هغه زیاته کړې؛ د هندوستان کرکټ بورډ او د آې پي ایل لپاره دا پرېکړه هیڅ مناسبه نه وه.

هارشا بوګلی
هارشا بوګلی د هندوستان پخوانی لوبغاړی او اوسنی کرکټ مبصر دی، هغه لیکلي داسې اوټ د کرکټ په قانون کې نشته، هغه وایي وېکټ ساتونکي یا بالر باید یو ځل مخکې توپ وهونکي ته خبرداری ورکړی وای.

د راجستان ټیم کوچ پاډي اپټن ویلي، چې د اشوېن ژبه او لفظونه کارول منطقي نه وو.

اشوېن او له خپل رن اوټ څخه دفاع
اشوېن ویلي زما عمل د بټلر پر وړاندې غېرې مسلکي نه دی او ما د کرکټ د اصولو خلاف کار نه دی، زما چلند بالکل ورزشي و.

د راجستان د رهبرۍ غړو ویلي مونږ دا اوټ د ننداره کوونکو قضاوت ته پرېږدو.

بټلر او دوهم ځل د داسې اوټ ښکار کېدل
دا لومړی ځل نه دی، چې بټلر داسې اوټ کېږي، په ۲۰۱۴ م کال کې د سریلانکا خلاف په یوه = یو ورځنۍ لوبه کې همداسې سوځېدلی و.
خو د سریلانکایي بالر سچېترا سېنا نایکي له خوا یو ځل بټلر ته خبرداری ورکړل شوی و او له هغې وروسته د بیا ورته عمل ترسره کولو پر مهال رن اوټ شوی و.

بټلر بیا ۲۰۱۶ م کال کې د خپل اوټ غلطي ومنله او قانع شوی و.

۲۰۱۶ م کال کې د ۱۹ کلنو نړیوال جام کې د ویسټ انډیز بالر کیمو پال د زِمبابوې لوبغاړی همداسې سوځولی و.

د ویسټ انډیز الراونډر کارلوس برېتوېټ ویلي، چې د دې اوټ په اړه باید خلک وضاحت ورکړي او نړیواله شورا قانون کې ځای ورکړي.

اسټرالیایي جان هسټېنګ ویلي، د قانون ماده دا وایي چې دا اوټ دی؛ خو په عام ډول زه دا ډول اوټ غېر منطقي بولم. خو جان دا یادونه نه ده کړې چې د کوم قانون !

د انګلستان سام بېلېنګز لیکلي دا ډېره ستونزمنه پرېکړه ده.

اسټرالیایي کرېس لین لیکلي دا یوه ډېره کمزورې پرېکړه وه.

ایئن مورګن لیکلي زه هیڅ باور نه لرم، دا زه څه وینم، دا د آې پي ایل لپاره ډېره بده پېښه وه.

ډېل سټین بیا د مسخرې په ډول لیکلي، چې اشوېن ته باید د دې چارې جایزه ورکړل شي، پنځه زره خلک د دې اوټ په اړه شکي خبرې کوي.

ډېری کرکټ مینوالو او ماهرینو دا اوټ غېری مناسب ګڼلی او ځېنو بیا ویلي، چې یو ځل باید توپ وهونکي ته خبرداری ورکړل شي.

دا چې دا اوټ اوس قانوني دی او که غېرې قانوني نو ټاکلي اصول ورته نشته.

له دې وروسته به د کرکټ نړیواله شورا او مېریلېبن کرکټ کلب د دې لپاره د کرکټ غړو هېوادونو سره په مشوره یو قانون راباسي او بیا به د همغه قانون پر اساس مخته ځي.

۲۰۱۲ م کال کې اشوېن د سریلانکا لوبغاړي سره همداسې چاره ترسره کړې وه، د سریلانکا کیڼ لاسی لوبغاړی لهیرو ترمانه په نان سټرایک کې ولاړ و او له کريس څخه ووت، اشوېن وېکټ ووهله او لوبڅار نه یې د اوټ غوښتنه وکړه؛ خو لوبڅار اوټ ور نه کړ.

اشوېن هغه مهال بال وغورځاوه او روان شو، خو وروسته بیا لوبڅار سېواګ را وغوښت او تېرمانه یې ناټ اوټ حساب کړ.
سېواګ هغه د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر و.

د کرکټ نړیواله شورا د کرکټ بیلابیلو اړخونو لپاره اصول لري، خو یوازې دې برخه کې تشه لیدل کیږي، که چیرته دا شورا دا رقم اوټ ته هم اصول وضع کړي، بیا ستونزه اسانه حلیږي.