ادبیات کلتور او هنر

اشرف مفتون په پښتو کې ر وامنټسیزم مخکښ شاعر

اعلان

لیکنه: مصطفی سالک

ما په خپله یوه بله مقاله کې چې د غني خان پر شاعرۍ لیکل شوې وه د ورمانټسیزم پر اړه لیکل کړي وو، مخکې تر هغې چې پر مفتون لیکل وکړم د پخوانۍ مقالې یوه برخه کټ مټ را نقلوم.

رومانویت،رومانتیزم،او رومانټسیزم د لویدیځ د ادبیاتو يو مشهور مکتب دی چې دګڼو کره کتونکوپه باور یې سرنامه د ژان ژاک روسو هغه انقلابي ناره ده چې چیغه یې کړه( بیرته د طبیعت لور ته ورشئ)په دې جملې سره روسو د عقل او فکر ټولو زیرمو ته اور واچو او ښکاره یې وویل چې ساینس او ورسره اړوند پرمختګونه د انسانیت دښمنان دي،انسانان باید خپل تیر مهال ته ستانه شي،او بله دا چې پر ډاګه یې لکه د اسلامي صوفیانو زړه د عقل په پرتله غوره باله،له دې نه رومانوي ادب پیل شو،د فلسفې تاریخ لیکونکي نه دي چمتو چې روسو د یوه فیلسوف په توکه ومني خو دا ټول مني چې د فرانسې پر انقلاب،د کانټ پر فلسفه او د ګویټې پر شاعرۍ د روسو اغیزې ډیرې جوتې وې،رومانویت یو بشپړ بغاوت و،دطبیعت بغاوت و د علم پر وړاندې،د احساس بغاوت و د فکر پر وړاندې،د ذهنیت بغاوت ود عینیت پر وړاندې،د یوازیتوب بغاوت و د ټولنې پر وړاندې د تصوراتو بغاوت و د حقیقت پر وړاندې،د افسانو او اسطورو بغاوت و د تاریخ پر وړاندې،د نسوانیت بغاوت و د نارینتوب پر وړاندې،د فرد بغاوت و د ریاست خلاف ،د ځانګړي خدايي احساس بغاوت و د مذهب پر وړاندې لنډه دا چې دا د ۱۸ میلادي پیړۍ پر وړاندې د ۱۹ پیړۍ بغاوت و.د رومانویت په زمانه کې اروپایانو بلا شی فارسي ادبیات خپلو ژبو ته وژباړل کله چې په عقلانیت پسې توغ پورته شو د مسلمانو صوفیانو د زړه او وجدان فلسفه یې د هغه د ځای ناستي په توګه وکاروله او همدغه رومانوي شاعران دي چې ادب یې له افادیته لرې کړ او یوازې ښکلا یې د ادب لپاره کافي وبلله.

رومانویت په خپل وخت کې چټک یون وکړ،او وروسته ددغه مکتب پرنګي شاعرانو بایرن،کیټس،شیلي،ورډز ورت،شیرډان ،جین اسټن بلیک،او کالرج دغه مکتب پر مخ بوت،پوشکین ،ټالسټای او ګویټه هم ستر رومانوي شاعران ووپه فرانسه کې سربیره پر روسو چې سویټزرلنډي طبعت یې درلود شاتو بریان،هوګو او لمارتین د نامې جامې رومانوي شاعران و.په امریکه کې تهورو میل ول او تر څه حده ایمرسن دغه رنګونه لرل ،خو ما ځکه د انګریزانو شاعرانو یادونه وکړه چې کله انګریزان د هند نیمه وچه کې میشت شول تعلیم انګریزی رنګ واخست او ما چې د کومو شپږ اووشاعرانو نومونه واخستل د هند د نیمې وچې په تعلیمي او ژبني نصاب کې شامل و،او په ادبي ناستو کې یې شعرونه یادیدل ،پښتنو ځوانانو هم دغه شاعران ولوستل او د یو نوي مکتب په رڼا کې یې شاعري پیل کړه،فضل الحق شیدا،سید رسول رسا،اشرف مفتون غني خان او یو شمیر نور د یادونې وړ دي.

د غني او مفتون په پرتله ډیر کار نه دی شوی، او شوی کار د نشت په حساب دی خو ددغو دواړو شاعرانو احساسات، فلسفه، مضامین، او ان الفاظ سره ورته بلکې تر ډیره یو دي، نو پوښتنه داده چې ددې سبک لوی مخکښ شاعر مفتون دی او که غني؟ همدغه پوښتنه مې یوه ورځ له مرحوم مفتون نه کړی وه، هغه راته وویل چې موږ دواړه د چارسدې یو دواړه خپلوان یو، د کلي ناسته خو پریده د سوات میلو او منظرو ته به هم یو ځای تللو، هغه راته کیسه کوله چې څنګه یې د سوات په ښکلې دره کې کیږدئ لګولې وه او غني خان ته یې خپل نوي نظمونه اورول مفتون صیب د غني د میرمنې یادونه هم کوله او ویل یې روشن بابي چای راوړې دا یې ویل او دا یې ویل. مفتون صیب ویل غني خان ځکه له ده متاثره دی چې دی د فلسفې شاګرد و او غني خان نه و، او فلسفې ته یې دده له کبله پام واوښت، ما ورته وویل مفتون صیب که غني خان دا هر څه له تاسو اخستي ولې غني خان مشهور شو او ستاسو شاعري تر پردې لاندې پاتې شوه ، راته یې کړه چې زلمیه دا خو دوه علتونه لري یو خو دا چې زه د باچاخان زوی نه اوم او غني د باچاخان زوی و، او بله وجه یې داده چې غني د پښتنو لپاره ترانې ولیکلې او ما ورته نه دي لیکلي، ښايي یو شمیر لوستونکي د مفتون صیب پر ادعا شک وکړي ، راځئ بله لاره غوره کړو او ددواړو د شاعرۍ پیل بلکې د کتابونو د چاپ کلونه وګورو، د غني خان لومړۍ شعري ټولګه د پنجرې چغار په ۱۹۵۳ کې خپره شوې دغه مهال د مفتون دوه شعري ټولګې خپرې شوې وې، چې یوه د شاعر دنیا نومیږي او بله یې د ژوند سندرې دا ټولګه د غني تر کتاب مخکې په ۱۹۵۲ کې د سید رسول رسا مرحوم له مقدمې سره خپره شوې وه. د رسا مقدمه ارزښتناکه ده ، په پښتو ادب کې د رومانویت مخکښ فضل حق شیدا و چې لږ مشهور دی ورپسې د سید رسول رسا نوم راځي ، او دریم ورپسې مفتون دی ، سید رسول رسا په پښتو کې مفتون د ځانګړي سبک بې سیاله شاعر بللی او د غني د نوم هیڅ یادونه یې نه ده کړې، نو دا خبرې ددې دلیل دي چې ددغه سبک مخکښ مفتون دی او غني یې اغیز منلی دی.

د مفتون شاعري:

مفتون مشاعرو ته نه تلو او ویل یې چې په مشاعرو کې هغو شعرونو ته داد ورکول کیږي چې مقامي، سیاسي او مذهبي رنګونه لري، له خبرې د هغه د شاعرۍ اندازه کیږي، د هغه شاعري د بدیع البیان شرقي فورمولي ښکلا لږه لرله، سیاست یې نه کاوه او له روایتي مذهبه یې ځان ساتلو همذغه د مفتون د شاعرۍ سترې ځانګړتیاوې دي.

مفتون طبیعت د خدای تخلیق او هنر د انسان تخلیق ګڼي ، خو د خدای تخلیق طبیعت د ټولو لپاره یو راز دی ، خو انساني تخلیق د انسان د خپلې ارواپوهنې سره جوړ او ورته ډیر خوندور وي مفتون وايي:

د ازر هسې خو ته هم پاکه ربه ازري کړې

ته خو هم خدایه فنکار یې فن دې شغل فنکارې کړې

ما خو وې چې زه یوازې بس شاعر یم شاعري کړم

چې مې تاته فکر وکړو ته خو لا ښه شاعري کړې

ما خو وې فقط دا زه یم تصویرونه سازومه

حور، شفق خو داسې ښايي چې ته هم مصوری کړی

ددې سېکې بل مخ دادی چې غني لکه د بل هر روماتیک شاعر د الله تعالی سره ځانګړی راز ونیاز کړي، دا راز ونیاز د ملا او صوفي له راز او نیاز سره توپیر لري د ملا له رازونیاز سره یې توپیر دادی چې دوستانه او رندانه دی، د صوفي راز ونیاز ته ورته دی خو له هغه سره یې توپیر دادی چې صوفي د شک له لومې ازاد دی خو روماني شاعر لکه فیلسوف د شک او وهم ښکار ګرځي.

مفتون وايي :

درد د بیلتانه خندا خندي چې د وصال نه وي

پاتې بیا څه لطف خدایه ستا خاموش جنت کې دی

د روماني شاعرانو یوه ځانګړتیا داده چې روایتي شاعران د روایت، اخلاقو او رسوماتو پابند وي خو رومانوي شاعر دا هرڅه افاقي نه بولي او په دې باور وي چې دا هرڅه د ځای او زمانې صفتونه دي او د مکان زمان په بدلیدو سره بدلیږي، مفتون وايي:

وخت او حالات سره اقدار بدلوي

نه به پښتو نه به اسلام راشي

د انسان د تعریف پر مهال وايي:

نه د منزل نه د مقصود اګاهي

پروت د ماحول او رسومات په غیږ کې

مفتون تر دې کچې په خپلې شاعرۍ کې روایتي دي چې د رومانویت د شاعرانو خوښ صنف نظم وي خو مفتون ډیرې غزلې لیکلي چې د شرق د ژبو یو روایتي صنف دی.

کله کله د مفتون د خیالي نړۍ او حقیقي نړۍ تر منځ اختلاف پیدا شوی دی، ددې پر ځای چې هغه د نړۍ ړانده روایتونه قبول کړي د خپل وجدان دنیا ته یې مخه کړې ده ، هغه دنیا چې هر څه یې د هنرمند له غوښتنو سره سم دي.

مابه خالقه ستا تخلیق ښکلی شهکار ګڼلی

که لوږه، تنده، قحط تندر طوفانونه نه وی

رومانوي شاعران تر ډیره له باطن سره سروکار لري او هغه د فارسي ژبې د اصلاح مطابق درونګرا دي، خو کله کله د ځان له پنجری پرواز کوي او د طبیعت ښکلې انځورګري کوي دا ( بیرون ګرایی ) هم د رومانټیسیزم یوه ځانګړتیا ده، مفتون دا کار کړی او په نظمونو کې خو یې دا رنګ بیخي ډیر لیدل کیږي:

ساقي

توره وریز په اسمان چمان، چمان وګوره

کږې وږې شیبې دا زول او طوفان وګوره

د شړق باران وګوره، د شړق یاران وګوره

******

یخه او مسته هوا څنګه چلیږي ښکلې

پاس په اسمان غوړسکې څنګه ګډیږي ښکلې

لاس د پیپل او د بړ ورته پړقیږي ښکلی

******

ونو او غنو باندې ګوره مستې راغلې

ستړي ستومانه ژوند کې شوخه چستي راغلې

په دې سا ډوبې دنیا باد جنتي راغلی

……………………

زموږ کلاسیکو شاعرانو تر ډیره مذکر محبوب ستایه یا یې ورته ضمیر مذکر راوړه، رومانوي شاعران داسې نه دي ددوی معشوقه ښځه ده ، او ډیر ځله یې ښکلا داسې انځوروي چې په کلاسیک ادب کې یې لږه بیلګه لیدل کیږي.

غزل

خندا یې په سرو شونډو ګډیدله دا اوده وه

حیا یې په رخسارو شرمیدله دا اوده وه

احساس یې د اخلاص او په خوبونو کې شوګیره

وفا یې په زړګي کې دنګیدله دا اوده وه

جذبات یې په وجود کې په درنچقو باندې سر وو

مستي یې په سینه کې درزیدله دا اوده وه

هوا په مینه، مینه غلې، غلې تخنوله

په خوب کې اوړیدله راوړیدله دا اوده وه

…………………………………..

مفتون هڅه کوله چې شاعري له زمان، مکان جفرافیې او نسل نه پورته کړي هغه استدلال کاوه چې د تورو زلفو یا د زرینو زلفو پر ځای پستې زلفې ویل په کار دي ځکه چې په وینا یې تورې زلفې د شرق د خلکو او زرینې زلفې د غرب د خلکو جمالیاتي احساس پاروي خو که پستې یا ګورې زلفې ووایو دواړه ذوقونه خړوبوي، دغسې هغه هڅه کوله چې د تورو او شنو سترګو پر ځای ښکلې سترګې ووايي، دا غوښتنه هغه په خپله ټوله شاعرۍ کې نه ده پر ځای کړې خو په خپلو وروستیو کتابونو کې یې تر ډیره ورته پام کړی د جمالیاتو د افاقیت دغه نظریه داسې څه دي چې له بل شاعر سره یې نه وینو.

پروت چې په ښکلو ډکو لیچو، ګورو زلفو کې یم

دادنیا ښکلې د جنت هسې ښکاریږي راته

د اشرف مفتون په خیال ښه شاعران ددنیا په کړو وړو رسمونو رواجونو او روایتونو پسې نه ځي بلکې خپله یو ادبي روایت ګرځي، دا چې مفتون له روایتونو ځان ساتلی نو پښتو لوستونکو هم ورته پام نه دی کړی، او نوښتونه یې تر ډیره پټ پاتې شوي دي، خو که د تقلید عینکی له سترګو لرې کړو او د مفتون د جوړ کړي جهان ننداره وکړو وبه وینو چې مفتون یو تر ټولو لوی او د رومانویت مخکښ شاعر دی، داسې وخت راتلونکی دی چې ډیر شاعران به د فورمولي او روایتي شاعرۍ په دوړو کې پټ شي او نومونه به یې ورک شي

خو مفتون به ژوندی وي.

download.jpg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل