لوبې

اصغر ستانکزی؛ بختور لوبډلمشر( کیپتان)

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپوهونکی اصغرخان ستانکزی د ټولې نړۍ د کرکټ په تاریخ کې لومړنی لوبډلمشر شو چې په خپلې کیپتانۍ کې یې ترټولو زیاتې شل اوریزې لوبې دافغانستان په بریا پای ته رسولي دي.

د ملي لوبډلې د لوبډلمشرۍ په دنده کې دې ښې لاسي تېز توپوهونکي تردې مهاله ۳۳ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ د بیلابیلو لوبډلو سره ترسره کړي دي؛ چې په ترسره شویو ۳۳ سیالیو کې یې ۲۷ سیالۍ د افغانستان لپاره ګټلي او یوازې ۶ سیالۍ یې بایللې دي.

تراوسه پورې د نړۍ هېڅ یو لوبډلمشر په ۳۳ سیالیو کې ۲۷ سیالۍ د خپلې لوبډلې په بریا پای ته نه دي رسولې.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې کیپتان او ویکټ ساتونکي ام ایس ډهوني په خپله لوبډلمشرۍ کې د هندوستان لپاره ۷۲ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي؛ چې له همدې ۷۲ سیالیو څخه یې ۴۱ سیالۍ د هند په ګټه پای ته رسولي دي؛ او پاتې ۳۱ سیالۍ یې بایللې دي.

د لوبډلمشر په حېث د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د اوسني کیپتان اصغر ستانکزي دبریا اوسط ۸۱٪ سلنه دی؛ خو د نړۍ بل هېڅ یو لوبډلمشر اوسط له ۶۰٪ سلنې څخه پورته نه دی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې اوسهمالی لوبډلمشر محمد اصغر ستانکزی چې زیات خلک یې په اصغر سلام خېل هم پیژني، په ۱۹۸۷م کال د ډیسمبر په ۲۲ نېټه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې زیږدلی دی او دا مهال ۲۹ کلن دی.

ښاغلي ستانکزی په لوبه کې زیات وخت د توپوهونکي رول لوبوي او په ښي لاسی د چټکې توپوهنې (هېټر) تمه ترې هم کیدلی شي.

ددې ترڅنګ نوموړی پارټ ټایم (کله ناکله) توپ اچونه هم ترسره کوي؛ او د توپ اچونې انداز یې هم په ښي لاس منځنۍ چټکه( میډیم فسټ) توپ اچونه ده.

اصغر ستانکزي په نړیوال کرکټ کې د افغانستان لپاره له ۷۰ پورته یو ورځنۍ، او له ۴۰ پورته شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي دي. نوموړي خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ سیالي په ۲۰۰۹ کال د اپرېل په ۱۹مه نېټه په بینوني کې د سکاټلېنډ په خلاف ترسره کړه؛ او وروستۍ نړیواله یو ورځنۍ سیالي یې بیا په ۲۰۱۷ کال د ماچ په ۲۴ مه نېټه د ایرلینډ په خلاف د هندوستان په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې ترسره کړه. چې دهمدې لوبې په بریا سره افغانستان د ایرلینډ څخه د یو ورځنیو سیالیو سیریز هم وګاټه.

اصغر ستانکزي په ۷۳ نړیوالو یو ورځینو لوبو کې د افغانستان لپاره په ۷۲ اننګزونو کې د درویشت عشاریه دیارلس اوسط په لرلو سره په ۶۲،۹۹ سټرایک رېټ کې تر دې مهاله ټول ټال۱۵۲۷ منډې په یوازې ځان جوړې کړي دی. چې په یوه لوبه کې یې ۱۰۱ ترټولو لوړې منډې دي.

نوموړی د نړیوال کرکټ په ۷۳ یو ورځنیو سیالیو کې ۱ سلیزه او ۷ نیمه سلیزې هم د خپل ځان په نوم ثبت کړي. ددې ترڅنګ یې په همدې ترسره شویو نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۳۵ شپږیزې او ۱۰۸ څلورېزې هم شاملې دي.

بل خوا بیا ستانکزي په شل اوریزو لوبو کې هم د سیالو لوبډلو په وړاندې طوفان ګرځیدلی دی؛ ځکه نوموړی اکثره وخت تېزه توپوهنه کوي، او شل اوریز کرکټ د ستانکزي په شمول د ټولو افغان توپ وهونکو لپاره مسلکي لوبه ګڼل کیږي.

ستانکزي په ۴۶ نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ګډون کړیدی، چې په ۴۱ اننګزونو کې یې د ۲۲،۷۵ اوسط په درلودلو سره او په ۱۰۷،۸۱ سټرایک رېټ کې تردې مهاله ټول ټال ۸۴۲ منډې په خپل اکونټ کې ثبت کړي دی. چې په همدې ترسره شویو منډو کې یې کومه سلیزه تر دې مهاله نه ده وهلې، خو د ۳ نیمه سلیزو او د ۴۰ شپږیزو په ګډون یې ۵۲ څلوریزې هم په ترسره شویو لوبو کې شاملې دي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ايرلينډ ته په سترو ماتو ورکولو او د انټرکانټنينټال کپ سياليو د نومرو په جدول کې لومړي مقام ګټلو وروسته هېواد ته په داسې حال کې را ستنه شوه؛ چې د کرکټ د ګڼ شمیر مینه والو ترڅنګ لوړ پوړي چارواکي او اجرایه ریئس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته د هرکلي لپاره ورغلی وو.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */