ژوند او ژواک

د ارزښتونو زوال – شهرت ننګيال

دا لیکنه سرخط ورځپاڼې خپره کړې

بلقيس ايډي وايي، خاوند يې عبدالستار ايډي په غلو اوښتی و، غله دومره سخت‌زړي او بې‌باکه وو چې د سترګو په رپ کې يې ترې را غونډه کړې چنده په بډه کړه، خو چې څرګنده شوه څوک يې ګوتو ته ورغلی، نه دا چې چنده يې بېرته ور وګرځوله، بلکې پنځه سوه کلدارې يې له خپله اړخه بسپنه هم ورکړه.

دا که له يوې خوا د عبدالستار ايډي د رښتينتوب او خدمت درنښت ګڼل کېږي، له بلې خوا د غلو مروت يا غلا معيار په ګوتو کولای شي.

د دې خبرې مانا دا چې پخوا غلو هم ارزښتونه او معيارونو ته په نوک نيولو ځانونه اړ ګڼل.

وايي، په کندهار کې د چا کور ته غله لوېدلي وو چې پنډې يې وتړلې، د پخو خوړو د ايښودلو په ځانګړي ځايګي يې سترګې ونښتې، د لوښو سرونه يې پورته کړل، خوليې له اوبو ډکې شوې، ويل داسې خواړه د نصيبونو خبره ده. بس پرې ور وغورځېدل چې ګوتې يې وڅټلې، د غلو مشر په سوچ کې شو، ويل پنډې پرانيزئ!

ـ ولې اخېر په دومره خطر او کړاو مو دا هر څه را غونډ کړل؟

ـ ويل اوس موږ د دغه کور مالګه وخوړه، په کوم تالي کې چې وخورې په هغه کې…

اوس درغلي او فساد داسې بريد ته رسېدلي چې د خدای د کور پر مېلمنو هم درېغه نه کوي، په دواړو لاسو حاجيان لوټي.

د حج او جوماتونو په چارو کې هم له بډو او کمېشنه لاس نه‌شي نيولای، له دغه لوټماره تر لاسه کړې پيسې د بسکېټو په ډبليو کې بهر ته باسي. وزير روغ رمټ له هې،اده پښې سپکې کړي، خوارکي ماموران اوس هم د تورو تمبو شا ته دي.

دلته د جومات او مدرسې په نامه را غونډه کړې چنده ماڼۍ او مارکېټونه ودرېږي، خو د جومات او مدرسې چارې بشپړې شوې نه وي.

دغه مقدمه د دې له‌پاره ده چې په خواله رسنيو کې د يوه شپږ پوړيز هوتل «تالار» نړېدلی تصوير خپور شوی چې پړه يې د تېرو ورځو پر واوره اچول شوې ده.

تر تصوير لاندې يو وچ او سپور لنډ کپشن راغلی؛ د وروستيو واورو له امله د يوه نړېدلي هوټل تصوير.

خو دا دومره واوره نه وه چې دغسې يوه پخه ودانۍ دې ونړولای شي، دغې واورې د سلو کالو زړې ودانۍ و نه‌شوای نړولای، څنګه کېدای شي د څو کالو دغسې پرتمين هوټل په ګونډو کړي؟

هيچا دې ته پام نه و نه کړ چې د دغه هوټل زور فساد او درغليو اوبه کړ، که نه د قمبر څلورلارې د لوټو جونګړې نن هم ولاړې دي. د کابل د غرونو په لمنو کې د يوې خامې خښتې کورونو ته يې هم چپ و نه‌شوای کتلای.

اسمايي تالار واورې نه، فساد او درغليو په يوه پښه کړی دی. وايي اسمايي تالار د سرې مياشتې ملکيت دی، که د سړکونو او نورو تاسيساتو په قراردادونو کې فساد او درغلي ورځنۍ چاره ګرځېدلې، دا دی د سرې مياشتې په چارو کې د درغليو هوس هم د ضمير سترګې ړندې کړې.

سره مياشت هم چا و نه‌وشوای بښلای، د خلکو پر نېکيو، مرستو او پاکو احساساتو هم چور ګډ شو.

په افغانستان کې ډېری دولتي ادارو خپل ملکيتونه او عوايد لرل، ډېری جايدادونو په کمرشل ايرياوو کې موقعيت درلود، خو د کرزي په حکومت کې پر دغو ملکيتونو چور ګډ او د څو ټنګو په بدل کې د خپلې خوښې پر کسانو ليلام شول.

تاسې پوهېږئ چې د اسمايي تالار د بنسټ ډبرې په ايښودلو به چارواکيو د خپلو غورځو پرځو څه خېل ننداره وړاندې کړې وي؟ د تالار د پرانيستو په غونډه کې به حه ډول قلقلې باد شوې وي، د افغانستان په تاريخ کې به يې سره مياشت په لومړي ځل د داسې يوه عصري ملکيت خاونده بللې وي.

خو لسيزه نه وه بشپړه چې سره مياشت د افغانستان په تاريخ په لومړي له داسې لاس‌ته‌راوړنې بې‌برخې شوه.

څومره پانګه چې ددغه تالار په جوړېدا خاورې شوې، دومره به د دې ودانۍ په بېخ‌پوره نړېدا او د ميټريل په لېږد اوبه او په بيا ودانولو کې بلې شوړې ته لار هواره کړای شي.

سره مياشت له خلکو د هغې نېکي غوښتنه لري چې د دوی په خبره، بېرته ورګرځول کېږي، خو له سرې مياشتې سره د شوې نېکي برخليک شل سانټي واورې ته ټينګ نه‌شو.

سره مياشت د خلکو په مرسته او بسپنه چلېږي، د خير ښېګڼې په چارو کې درغلي هغه بې‌ايماني ده چې د ارزښتونو د زوال غميزه ورسره پېيلې ده. هغه زوال چې د نړيوالې ټولنې د ميليارډونو ډالرو مرستې يې نه‌شي رغولای.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */