سینما او موسیقي

ملائیکې اروړا: بل واده مې نه دی کړی، خلک له ځانه اوازې خپروي

د هندي سینما فلم لوبغاړې او د همدغه سینما د مشهور فلم لارښود او جوړونکي ارباز خان پخوانۍ مېرمن ملائیکې اروړا د خپل بل واده خبرونه رد کړل او دایې له ځانه جوړ شوي وبلل.

داسې خبرونه خپاره شوي ول چې ملائیکه اروړا د خپل ملګري ارجن کپور سره واده کړی.

ملائیکه د فلم د تکړه لارښود ارباز خان پخوانۍ مېرمن ده او د هندي سینما د وتلي ستوري سلمان خان وریندار وه.

کپور او اروړا

څه موده وړاندې یې د خپل خاوند سره د ژوند لار بېله کړه خو تر منځ یې اړیکې ښې وې، خو وروسته داسې خبرونه خپاره شول چې د ارباز خان او ملائیکې اروړا د بیلتون لامل هندي فلم هیرو ارجن کپور وه.

د دوی دواړو اړیکي د سلمان خان او کپور کورنۍ پر خاندان هم منفي تاثیر وکړ، سلمان خان نه یوازې دا چې د ارجن کپور د پلار بوني کپور په فلم کې کار ونه کړ بلکې په خپل کور یې بند کړل.

څو ځل اروړا او ارجن سره یوځای لیدل شوي او دوستي یې هم سره یقیني شوې ده.

تر دې وړاندې یې هم یې د واده خبرونه کله نا کله خپاره شوي وه او دا ځل هم داسې خبرونه خپاره شوي وه چې ملائیکې اروړا او ارجن کپور سره یوځای په کلیسا کې واده کړی، خو مېرمن ملائیکې اروړا دغه خبرونه رد کړل او دا یې له ځانه جوړې شوې کیسې وبللې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی