سینما او موسیقي

د ارجن کپور او ملائیکې اروړا پټه اړیکه بلاخره رسوا شوه

اعلان

د هندي سینما ستوري ارجن کپور د خپلې ملګرې ملائیکې اروړا سره خپله اړیکه ښکاره کړه او په عام محضر یې ورته د رسنیو په وړاندې د مینې اظهار وکړ.

له ډېر وخت راهیسې د دوی د مینې کیسې د مینوالو په خولو  یې دي خو تر اوسه یې په ښکاره ډول د مینې اظهار نه و کړی.

د بالیوډ دغه ستوري ارجن کپور لا ۳۳ کلن دی خو خپله پر ۴۴ کلنه ملائیکې مئین شوی او د مینې کیسې یې له تېر کال راهیسې روانې دي، داسې خبرونه هم خپاره شوي وه چې دوی به روان کال د واده په اړیکه سره وتړل شي.

دواړو په تېر کې په ښکاره ډول د یو بل اړیکه نه وه منلې او نه یې هم په عام ډول د مینې اظهار کړی و، نو دا لومړی ځل دی چې د خلکو پر وړاندې یوځای راځي او مینه په الفاظو بیانوي.

د فلم فیئر په یوه شخصي مرکه کې ارجن کپور اعتراف وکړ چې د ده او د اداکارې تر منځ اړیکې شته او دا ځل دا اداکاره د ټولو په وړاندې غواړي د ټول سره وپېژني.

نوموړي په راتلونکي د اړیکو په تړاو ویلي چې څه پرېکړه یې وکړه نو ټولو ته به یې روښانه ووایي، هغه زیاته کړې یې ده چې د ډېر وخت راهیسې یې خپلې اړیکې پټې وساتلي او په وینا یې چې رسنیو یې هم د اړیکو زیات احترام کړی او د دوی د اړیکو په تړاو یې ښه خبرونه خپاره کړي دي، نو اوس مو پریکړه وکړه چې خپلې اړیکې ښکاره کړو.

ارجن کپور د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې سمدلاسه یې د واده کول وختي دي، په خبره یې په کور کې ترې هم هر وخت همدا پوښتنه کیږي چې واده یې کله دی، ده لا پسې زیاته کړې چې تر اوسه د ۳۳ کلونو دی او لا یې هم وخت دی چې تنها ژوند وکړي.

د هندی سینما د دغه ستوري په خبره د واده د خبر پټولو کوم ضرورت یې نشته، که یې داسې کومه پرېکړه کوله نو په وینا یې ټول به خبروي.

ده دغه راز د خپلې خور د واده په تړاو هم خبرې کړي او ویلي دي چې دا په واده کړل شوي ژوند باندې باور لري او تر ده وړاندې به یې د خور واده کیږي، په خبره یې په دې تړاو د خور او ورور تر منځ کومه خبره نه شته.

د یادولو ده چې ملائیکه اروړا له ارجن کپور څخه ۱۱ کاله مشره ده، د نوموړې لومړی واده له فلم لارښود ارباز خان سره شوی وه دواړو د واده ۲۰ کالو څخه زیات تېر کړل.

ارباز خان او ملائیکې په کال ۱۹۹۸ کې واده کړی و، خو په ۲۰۱۶ کال کې سره جدا شول، په ۲۰۱۷ کال کې یې سره په رسمی ډول طلاق واخیسته، له ارباز خان سره د واده یې یو لور او زوی هم شته.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی