سیاست

د خونړیو پېښو تشې غندنې او د پلاويو تشریفاتي سفرونه

لیکوال: محمد ابراهيم سپېڅلی

«ولسمشر پر دې پېښه سخته خواشیني وښووه، په پېښه کې شهیدانو ته جنت فردوس، ټپیانو ته عاجله شفا غواړي او د پېښې د څېړنې په موخه يې لوړ پوړی پلاوی سیمې ته لېږلی چې پېښه په دقت وڅېړي.»

له هغه وخته چې په هېواد کې پردۍ جګړه شروع شوې او په دې جګړه کې له یوې او بلي خوا د افغانانو په کورونو کې د غم ټغر خپور شوی دی؛ نو ورسره سم له ارګه د تکراري، بې‌مانا او ان په کلیشه‌يي اعلامیو کې یوازې پورته سولېدلي الفاظ تکرارېږي او بس.

په تېره یوه نیمه لسیزه کې مو ورته په سلهاوو اعلامیې له مطبوعاتو اورېدلې، خو افسوس!! ګټه او دقیقه پایله يې تر اوسه نه ده څرګنده شوې.

ولسمشر، کابینه، ولسي جرګه، مشرانو جرګه، سلاکار وزیران، والیان، قوماندانان او ان په ولایتونو کې سیکټوري رييسان د پردۍ جګړې په اور کې د سوځول شوي ملت د خدمت (!) په پلمه داسې بوخت دي چې د افغانانو غږ اورېدو ته هم وخت نه لري.

د هېواد په هره سیمه کې چې خونړۍ پېښه شوې ده، یوازې تر یوې اوونۍ ډېر وخت نه ده شاربل شوې، که شاربل شوې ده؛ نو دا کار مطبوعاتو، مدني فعالانو، قلموالو او فیسبوکوالو کړی او په دولتي کچه یوازې یو څو پاڼې په زړو دوسیو کې تر هغه وخته ایښودل شوې چې بیا خدای مه کړه بله ورته پېښه را منځ ته کېږي.

د پلاوي راتګ

لکه څنګه چې د وخت د پاچا له خوا د خونړیو پېښو د غندنې اعلامیه کلیشه‌يي وي، له سیمې د باصلاحیته پلاوي لیدل او نتایج هم ورته مثال لري.

د کندهار د وروستۍ زړه‌بوږنوونکې پېښه هم دغه کیسه ده.

د دې پېښې په اړه ولسمشري ماڼۍ د خواشیني په خپره کړې اعلامیه کې دغه چاودونه په کلکو ټکیو(!) غندلې او دملي امنیت د سلاکار په مشري يې لوړ پوړی پلاوی چې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارت غټ منسوبین هم ورسره ملګري وو، کندهار ته را ولېږل.

بېړني مالومات

په کار وه چې پلاوي د خبریالانو له یوې ډلې سره یو ځای د چاودنې سیم کتلې وای او بیا يې د پېښې په ځای کې له رسنیو سره مالومات شریک کړي وای، خو داسې و نه شول.

د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد حنیف اتمر چې د راغلي پلاوي مشري يې کوله د یو څو ساعتونو په لړ کې د پېښې ځای ولید (؟)، په دغه پېښه کې د ټپیانو پوښتنې ته ورغی، د مسوولانو خبرې يې واورېدې او بیا يې مازدیګر د پېښې له ځایه لس کیلو مټره لېرې د «۲۰۵» اتل قول اردو قومانداني په یوه ارامه او توده خونه کې خبري ناستې ته وویل؛ « په دې برید کې داسې چاودېدونکي مواد کار شوي چې بل وخت په هېواد کې نه دي کارول شوي، دا پلان له هېواده دباندې طرحه شوی او په دې کې طالبان لاس لري.» اخېره خبره يې دا وه چې د دې پېښې د ښې څېړني په موخه یوه بله تخنیکي ډله هم راځي چې د پېښې ژوره (!)څېړنه وکړي.

عام افغانان څه وايي ؟

اوږدو کورخرابو جګړو افغانان ډېر ستړي کړي دي، دا وخت افغانانو ته تر هرڅه لومړی سوله، د چارواکيو همغږي، پر هېوادوالو زړه‌سوی، په رښتیا خدمت او د سرحدونو کنټرول اړین دی.

افغانان پوښتنه کوي چې تر کومه به د پولې له هغې غاړې په طرح شویو ناځوانمردانه پلانونو کې لکه د قربانۍ پسونه وژل کېږي؟

څو به د افغانانو پر مېنه هره اوونۍ هره میاشت او په کال کې څو ځله د غم ناتار جوړ وي؟

څو به ورور، د ورور وینو ته تږی وي؟

ولې به تر قیامته د پردۍ جګړې پيلوځي افغانان وي؟

ولې، ولې او ولې به دلته د یو څو خېټورو د خوشالي له‌پاره ټول ملت له غمه کړېږي؟
څه باید وشي؟

افغانان له زیاتو پوښتنو وروسته وايي، تر ټولو ښه خبره د اده چې له هرې زړه لړزوونکې پېښې وروسته د رالېږل شویو لوړ پوړيو چارواکيو د سفر خرڅونو پر ځای دې دغه زیات لګښتونه په هېواد کې د خونړیو پېښو د شنډولو په لار کې ولګول شي.

که چېرې یاد او په دولتي کچه یو زیات شمېر نور بې‌ځایه لګښتونه د دغسې وژونکيو طرحو پر شنډولو ولګېږي، که د هېواد په ګوټ ګوټ کې یو مخ خونړۍ پېښې و نه درېږي، ګراف به يې خامخا را ولوېږي.

د دولت واکدارانو ته په کار ده چې د دغه ډول خونړيو پېښو د ګراف د راټیټولو له‌پاره د تشو کلیشه‌يي اعلامیو او د لوړ پوړيو پلاوي د لېږولو پر ځای اخلاص، هوډ، همغږي او پیاوړي مدیریت ته په ټینګه ملا وتړي او په دې ډول د دښمن شوم پلانونه په نطفه کې شنډ کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */