سفر سیمه

یو سعودي شهزاده خپلو بازانو د الوتکې اتیا څوکۍ کرایه کړې وې

که الوتکه کې مو سفر کاوه او ستاسو څخه مخکې ناست سړي خپله څوکۍ شاته راکږه کړه، او یا مو د شا له خوا کوم کوچني ماشوم ويښته کش کړل، مه غوسه کیږئ. بس دومره دعا کوئ چې خدای مو د عرب له کوم شیخ یا بډای سعودي شهزاده سره په الوتکه کې برابر نه کړي چې تر منزله به مو بازان او نور ښکاري مرغان په ټونګو ټونګو لیونیان کړي.

له لندن خپریدونکي ټیلګراف ورځپاڼه وايي،څو تنه مساپر په دې وروستیو کې هغه وخت له همداسې یو حالت سره مخامخ شول، چې د خلیج یو بډای مسلمان عرب د الوتکې تر نیمې زیاتې څوکۍ خپلو بازانو ته کرایه کړې وې.

په ریډیټ اینټرنیټي ویب پاڼه کې یو خپور شوي عکس کې د یوې الوتکې د منځ په څوکیو ناست لسګونه بازان لیدل کیږي. څو ځایه په دې منځ کې پر هغو څوکیو چې بازان نه دي ناست څو چلتار وهلی عربان سړي هم ناست ښکاري.

په ریډیټ کې ددې تصویر خپرونکي له تصویر سره لیکلي” زما پیلوټ ملګري دا عکس ماته واستوه. سعودي شهزاده خپلو اتیا بازانو ته د الوتکې ټیکټونه اخیستي.“

تر اوسه دا نه ده روښانه چې کوم هوايي شرکت الوتکه کې دې عرب شهزاده خپلو دومره ډیرو بازانو ته ټیکټونه اخیستي وه او دې ښاغلي له کوم ځایه کوم ځای ته سفر کاوه.

ټیلګراف ورځپاڼه په دې اړه خپل خبر کې لیکي، که څه هم دا خبره ډیره عجیبه ښکاري خو که څوک د خلیج عرب هیوادونه ته تګ راتګ کوي نو د دا ډول بازانو سره الوتکه کې یو ځای سفر ډیره نادره پېښه هم نه ده. ځکه ددې هیوادونو بې روزګاره خو بډای عربان بازان د خپلې ساعتیرۍ لپاره ساتي.

خو دا چې اتیا بازانو ته دې په یو وخت یو شهزاده ټیکټونه اخیستي وي، دا نادره ده.

په واقیعت کې، قطر هوايي شرکت، اماراتو شرکت او اتحاد شرکتونه بازانو ته په الوتکه کې او هغه هم کابین کې د سفر اجازه ورکوي.

قطر هوايي شرکت وايي په هره الوتنه کې یوازې شپږ مرغانو ته ځای ورکوي، هغه هم په هماغه کابین کې چې سپرلۍ په کې وي.

اتحاد هوايي شرکت چې دا هم د عربو هوايي شرکت دی هم په خپله ویب پاڼه کې وايي، بازان که قانوني اسناد ولري، دوی په کابین کې له سپرلیو سره یو ځای خوشاله ساتل کیږي.

امارات هوايي شرکت بیا، له بازانو پرته نورو حیواناتو ته په کابین کې اجازه نه ورکوي، خو بازان له دې اصولو استثنا دي.

په ۲۰۱۳ م کال کې د ګلف نیوز ورځپاڼې راپور ورکړی و چې له ۲۰۰۲ م کال څخه اته ویشت زره بازانو ته په متحده عربي اماراتو کې پاسپورټونه ورکړل شوي دي.

افغانستان ته هم یو شمیر بډای عرب شهزادګان د بازانو سره د نورو بازانو او نادرو مرغانو د ښکار لپاره سفر کوي. همدا اوس هم د قطر یو شمیر عرب شیخان په فراه ولایت کې ظاهرا د وړو مرستو په نوم د بازانو او نورو نادرو مرغانو په ښکار بوخت دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */