پرانیستي عربي پوهنتون وايي، ټولنیزې رسنۍ بې باوري رامنځ ته کوي

په ریاض کې د پرانیستي عربي پوهنتون په نوښت یو جوړ شوي بحث کې د سعودي د ټولنیزو چارو کارپوهانو خبرداری ورکړی دی چې ټولنیزې رسنۍ منفي اغیزې لري.

سعودي رسنیو د پرانیستي عربي پوهنتون د عامه اړیکو د ریس عبدالرحمن باوزیر له خولې ویلي” ډله ایزې رسنۍ ډیر کله اوازې خپروي او د خلکو او حکومت ترمنځ بې باوري رامنځ ته کوي. “

نوموړې ویلي په هغه علمي بحث کې چې دوی ورته کارپوهان رابللي و، استادانو ټینګار کاوه چې ټولنیزې رسنۍ د خلکو او ټولنې ترمنځ ناسم پوهاي زیاتوي.

دا په داسې حال کې ده چې په سعودي عربستان کې چارواکي خپلواکو رسنیو ته اجازه نه ورکوي او ټولې رسنۍ په یو ډول ددې هیواد د واکمنې سلطنتي کورنۍ تر څار لاندې کار کوي.

هغه کسان چې له بهره د سعودي عربستان حالات څاري وايي، په دې هیواد کې په وروستیو کې ټولنیزو رسنیو خلکو ته ددې فرصت برابر کړی چې د حکومت د کړنو او اقداماتو خلاف غږ پورته کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */