سینما او موسیقي

د عامر خان لور له یوه هندو سره د یارانې مزي غځولي

د هندي سینما مشهور فلم ستوری عامر خان مخکې ویلي وه چې په مناسب وخت کې به د فلم نړۍ ته خپل بچیان وپېژني.

خو اوس مخکې تر دې چې عامر خان خپل بچی فلم نړۍ ته راولي د هغه لور اراخان د رسنیو او ټولینزو رسنیو سرټکی جوړ شوی.

که څه هم تر عامر خان د لور وړاندې د خپل زوی جنید خان فلم نړۍ ته د پېژندلو کوښښ وکړ، اما لور یې یې ډېره مشهور ده او شهرت یې شاید د همدې لامل شي چې تر زوی یې لور وړاندې فلم لوبغاړې جوړه شي.

ارا خان تر اوسه د موسیقۍ په زده باندې بوخته ده خو دا چې په ټولنیزه مېدیا کې فعاله ده په دې ورځو کې د رسنیو د خبرونو سرټکې ګرځېدلې ده.

څو ورځې وړاندې ارا خان په انسټاګرام کې د (اسک مي) فیچر استعمال کړی وه.

د دغه فیچر له لارې د اکونټ له خاونده د هغه فالورز له نوموړي پوښتنې کوي او د اکونټ څښتن ځواب ورکوي.

د دغه فیچر له استعمال وروسته ځينو کسانو له اراخان پوښتنه کړې وه چې ایا له چاسره مینه لري؟ یا چا سره اړیکې لري؟

د دغه سوال په ځواب کې اراخان د خپل هندو ملګري مشال کرپلاني سره خپل تصویر شئیر کړی خو کومه جمله یې ورسره نه ده لیکلې.

د اراخان له لوري د هندو ځوان سره د مینې د تار په لرلو او تصویر خپرولو وروسته هندي رسینو او ټولینزو رسنیو د عامر خان لور ته پام شو او ځینو یې لا په دې خبرې ته پام شوی وه چې د خان لور د بل مذهب د ځوان سره د یارانې اړیکه لري.

د معلوماتو له مخې د اراخان او مشال کرپلاني تر منځ له ډېرې مودې راهیسي اړیکه وه او دواړو به د یو بل سره خپل تصویرونه هم پر ټولنیزه مېډیا خپرول او خپل احساسات اظهارول.

د معلوماتو له مخې مشال کرپلاني او اراخان دواړه په یوه یوه کالج کې د موسیقۍ زده کړې کوي او اړیکې یې هم له هماغه ځایه جوړې شوي دي.

دواړه په انسټاګرام باندې د یوه بل سره جوړه اخیستل شوي تصویرونه خپروي او کله خو دواړو په تېر کې یو بل ته د کلیزې مبارکې هم ویلې، ان د میئنانو د ورځې په مناسبت یو بل ته د مینې اظهار هم کړی.

مشال کرپلاني هم موسیقار او موزیک پروډیوسر دی.

دا لومړی ځل دی چې د عامر خان یوازینۍ لور اراخان په تړاو په هندي رسنیو کې د مینې خبرونه خپریږي، تر دې وړاندې یې فلم نړۍ ته راتګ خبرونه وه.

اراخان د عامر د مشرې ښځې رینا دتا لور ده، رینا دتا سره عامر خان په ۱۹۸۶ کې واده کړی وه، له مشرې ښځې یو زوی جنیدخان هم لري.

عامر خان او رینا دتا تر منځ ۲۰۰۲ کال کې د واده اړیکه په طلاق بدله شوه او ترې وروسته عامر خان په ۲۰۰۵ کال کې د فلم جوړونکې کرن راؤ سره واده وکړه.

په ۲۰۱۱ کال کې یې له دویمې مېرمنې زوی پيدا شو چې نوم یې پرې ازاد راؤ کېښوده.

په ټوله کې د عامر خان درې بچیان دي چې یوه یې په کې لور ده.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی