ټولنیز ژوند طبیعت

د عقل او احساس اړیکه

لیکنه: ياران

ژباړه: عطا محمد میاخېل

کله چې ژور خپګان زېږونکي او وېرونکي افکار زموږ په مغز باندې هجوم راوړي، نو ګیچ کېږو. آیا پوهېږئ، چې له دې احساساتو سره څه ډول چلند وکړو؟ په دې مقاله کې هوډ لرو، چې د ۵ پوښتنو په پوښتلو سره، د دې ستونزې په حلولو کې له تاسو سره مرسته وکړو:

۱ ـــ عواطف او احساسات څه ته وایي؟
احساسات زموږ د روح برخه ده، چې زموږ د دننني ژوند د پیاوړتیا او پراختیا لپاره را منځته شوي دي. ( ښه احساس لرم)، ( د یوازې توب احساس کوم ) او داسې نور… ډېری کسان له خپلو احساساتو څخه وېره لري، ځکه هغه د دوی په اړه حقیقتونه بیانوي، چې اصلاً نه یې خوښېږي، چې پرې پوه شي.

بېلابېلې مانا ګانې او مفاهیم د شهوت یا هوس له احساس څخه نیولې تر د همدردۍ او زړه خوږي احساس پورې، د موضوع د پېچلې کېدو او ګونګېدو سبب شوي.

۲ ـــ څنګه کولای شو، له خپلو احساساتو څخه په سمه توګه ګټه واخلو؟
احساسات د دننني وجود د موندلو لپاره یوه ډېره ښه وسیله ده، خو په تصمیمونو کې ډېر خطرونه هم رامنځته کوي. ځینې کسان خپل ژوند په خپلو احساساتو سره توجیه کوي، چې په خپله یې را منځته کوي. د ورځنیو پېښو په وړاندې د افرادو غبرګونونه، له هغو پېښو څخه د دوی د احساساتو څرنګوالي ته ور ګرځي، که څه هم دا احساسات کولای شي، زموږ دننني ژوند ته یو رښتیني لید وي، خو نباید هغوی په خپل ذات او وجود پورې تړلي وګڼو.

۳ ـــ د عقل او احساس ترمنځ توپیر په څه کې دی؟
عقل د رهبرۍ او احساس له هغه څخه د پیروۍ لپاره را منځته شوی دی. عقل کولای شي، د بهرنیو معلوماتو په منلو سره مسایل، له ډلې یې د فرد خپل ژوند بررسي کړي، خو احساسات یوازې کولای شي، د انسان دننني غبرګونونه څرګند کړي.

د فکر نوښت په دې مانا ده، چې موږ د الله (ج) اوامر ومنو او اجازه ورکړو، چې د یادو اوامرو په وسیله خپل ژوند پرمخ یوسو. له دې پلوه، که چېرې له عقل څخه په سمه توګه ګټه واخیستل شي، کولای شي، انسان د ژوند له سختو او ستونزمنو شرایطو څخه را جلا کړي او هغه ژوند ور په برخه کړي، کوم چې الله (ج) ورته لارښوونه کړې ده.

۴ ـــ د عقل او احساس ترمنځ اړیکه په څه کې ده؟
احساس دروني او ذهني دی، په داسې حال کې که چېرې له عقل څخه په ښه توګه ګټه واخیستل شي عیني او واقعي کېږي. د بېلګې په توګه: عقل کولای شي، هغه افکار، چې له طبیعت سره یې پردي دي ومني او تر اغېزې لاندې یې راشي. په حقیقت کې زموږ ژوند د هغو کسانو په لاس کې دی، چې زموږ افکارو او ذهن ته لارښوونه کوي او کنټرولوي یې.

۵ ـــ د عقل په اړه نننی لید څنګه دی؟
ډېری کسان د انسان فکر او د تعقل قوه، د پیسو پیدا کولو او د خوند اخیستلو لپاره یوه وسیله ګڼي، په دې سره حقیقت او منطق له عقل څخه جلا کېږي، له دې امله د عقل عیني او واقعي اوسېدل او د تعقل قوه کمېږي. نننی انسان تر ډېره د یوه حیوان په توګه ژوند کوي او هغه ډول ژوند نه کوي، چې الله (ج) ورته ارزښت ورکړی دی. موډرن انسان په خپل عقل باندې باور نه کوي او په دې باور دی، چې تر ټولو ستر خوند یې له تجربه کولو څخه په لاس راځي، د عقل نیمګړي کولو سره او له هغه څخه د حقیقت او منطق په اخیستلو سره، د انسان وجدان مړ کېږي.
دا خړ او پیکه شوی عقل باید په الهي کلمو سره ووینځو. اړینه نه ده، لکه څنګه چې احساس کوو، هماغه ډول غبرګون ښکاره کړو. موږ کولای شو د الله (ج) په فرمان او ځواک باندې په باور او ډاډ سره، د هغه (ج) د دستورونو پربنسټ ژوند وکړو.

پایلې:
زموږ احساسات، د بیان او څرګندولو وسیله ده. د افکارو نوښت به په ژوند کې د بشپړ بدلون سبب شي. اړینه نه ده، چې زموږ احساس دې ښه وي. موږ د الله (ج) دستورونه د دې لپاره لولو، ترڅو پوه شو، چې کوم څیزونه زموږ لپاره ښه دي، وروسته د غوره کارونو د ترسره کولو لپاره تصمیم نیسو، په دې توګه به زموږ د ژوند حقیقت ته لارښوونه وکړي. که هر څومره ښه او غوره فکر وکړو، نو احساسات به مو بالاخره اړ شي، چې ترې پیروي وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران