افغانستان کلتور او هنر له نړۍ

اپریل فول په افغانستان کې؛ افغانان څه ډول دروغ وایي، غبرګونونه څه دي؟

لیکنه: بشر درویش

د اپریل لومړۍ ورځ په نړیواله کچه د دروغو په ورځ مشهوره ده.
دا ورځ له ډېره وخته د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې خلک (د احمقانو ورځ) په نوم نمانځي.
هلته اکثره حقیقت ته نیږدې دروغ ویل کیږي؛ داسې دروغ چې خلک باور ورباندې کوي.
خو افغانان له دې ورځې سره څه کوي، څنګه دروغ وایي او دروغو ته یې عام غبرګونونه څه دي؟

د ټېکنالوژۍ اغېز
په افغانستان کې د انټرنیټ له عامیدو مخکې نه چا دا ورځ پېژنده او نه یې دروغ ویل دومره عام وو.

دلته دا ورځ د ټېکنالوژۍ له پراختیا او عامیدو سره عامه شوې او خلک تر ډېره د ټلیفونونو او ټولنیزو رسنیو له لارې خپل دروغ شریکوي.

مخامخ دروغ به هم ځینې وایي، خو د هغې تاثیر کم او ویل یې هم تر خاصو او ماهرو دروغ ویونکو محدود دی.

دلیل یې دا ګڼل شوی، چې له ماهرو دروغ ویونکو پرته عام دروغ ویونکي له روحیاتو یې معلومیږي او خلک په اسانه باور نه ورباندې کوي.

ولسمشرغني او مخالفین یې
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو نن مختلف دروغونه ویلي، چې یوه جالبه خبره پکې ولسمشرغني او د ده سرسختو منتقدینو ته د دې ورځې د مبارکۍ ویل دي.

ولسمشر غني له څو کلونو راهیسې سلګونه مختلفې وعدې ملت ته ورکړي، چې د منتقدینو په وینا یې عمل پرې نه دی شوی.

د غني منتقدین هم له مبارکۍ محروم نه دي؛ په ټولنیزو رسنیو کې د دوی له ډلې څو مشهور کسان (فیض محمد ځلاند، عصمت قانع، نظرمحمد مطمین) هغه کسان دي، چې بې طرفو خلکو ورته د زیات دروغ ویلو په تور د اپریل فول مبارکۍ ویلي.

تېرکال په دې مبارکیو کې د امنیتي ادارو ویاندویان زیات یادیدل، خو سږ کال خلکو زیات تمرکز پرې نه دی کړی.

جنسي محرومیتونه
ځینې افغانان خپلو نیږدې ملګرو ته له ځینو مشهورو ښځو یا نجونو سره د نامزادۍ مبارکۍ لیکي.

په مبارکۍ ترلاسه کوونکو کې مجرد او واده لرونکي دواړه شامل دي.

د مبارکیو لیکونکي تر ډېره په دې توګه خپل جنسي محرومیت څرګندوي.

جنسي محرومیت په افغانستان کې له نابحث شویو لویو ستونزو څخه ګڼل کیږي.

په مرګونو مین خلک
یوه لویه برخه افغانان په ټولنیزو رسنیو کې د هغو سیاستوالو او مشهورو څېرو د مرګ خبرونه خپروي، چې د دوی خوښ نه وي.

دوی د دروغ ویلو د مهارت له مخې تر ډېره داسې خبرونه د خواشینۍ د پیغامونو په توګه خپروي.

له بې کارۍ فریاد
افغانان او خاصتا ځوان نسل یې له بې کارۍ سخت کړیږي؛ د اپریل فول په دروغو کې ډېر ځوانان خپلو ملګرو ته پر لوړو څوکیو د ګومارل کیدو مبارکۍ هم لیکي.

جالبه دا ده، چې په دې مبارکیو کې د مبارکۍ اخیستونکو کسانو ایډیالې دندې هم د دوی د ملګرو لخوا رسوا کیږي.

ځینې په دې برخه کې شوخۍ او مسخرې هم کوي.
مثلا: یوه کس د خپل یوه ږیره خرییلي او فیشني ملګري له عکس سره لیکلي، چې د یوه ولایت د حج او اوقافو ریس ټاکل شوی.

غبرګونونه څه دي؟
یوه برخه خلکو د اپریل فول نمانځنه غندلې.
چا د اسلام له نظره د منافقت کار ګڼلی او چا ویلي، چې موږ هسې هم یو دروغجن ملت یوو، هره ورځ دروغ وایوو او د دې ورځې نمانځنه راته نه ده په کار!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي