ټولنیزې مسالې د ګټې خبرې ژوند بڼه

څنګه د یوه او بل پر ارزښت وپوهیږو؟

د انسان فردي ارزښتونه په چارو او مسلک کې د هغه د پرمختګ لارې اواروي.

څومره، چې سړی په خپل کار او مسلک کې پرمختګ او ودې ته ارزښت ورکوي، هومره مبتکر او ایجادګر پاتې کیږي. ارزښت په خپله باور او هدف دی. تاسې ته دا ارزښت لري، چې پوهنتون ولولى او ډاکټر شى. دغه ارزښت تاسې د خپل هدف پر مسیر ور سیخوي.

د نړۍ د مشهورو افرادو ژوند که وګورﺉ هغوی د خپلو فردي ارزښتونو له لارې د بري او شهرت اوج ته رسېدلي دي. یو څوک دې ته ارزښت ورکوي، چې په چارو کې د ټکنالوژۍ استعمال مهم دی. دغه مهم توب هغه ته دا قوت ورکوي، چې نوی څیز ابداع او اختراع کړي. د سوني کمپنۍ د بنسټګرانو بېلګه مې درته ویلې وه، چې هغوی خپلو چارو ته ارزښت ورکړ او له عادي راډیوګانو وروسته اوس د نړۍ هره پرمختللې ټکنالوژي د دوی محصول دی.

د برېښنا انجنیر خپل مسلک او برېښنايي فعالیتونو ته ارزښت ورکوي. هغه پر دې فکر کوي، چې څنګه کولای شي داسې تکنالوژي ومومي، چې د برېښنايي چارو په برخه کې لا اغېزناک پرېوځي.

یوڅوک په عادي لرګینو ماشینونو ټوکران جوړوي، خو خپل کار ته ارزښت ورکوي او پر دې فکر کوي، چې نوې ټکنالوژي ومومي او خپل کاروبار پرې وغوړوي. که شرکت او اداره د خپلو کارکوونکو ابتکاراتو ته ارزښت ورکړي او هغوی ونمانځي، په اداره او شرکت کې نور کسان هم فکر کولو او ابتکار ته هڅیږي.

که د هنري تولیداتو سټوډیو د یوه سندرغاړي په سندرې د شهرت پوړیو او مالي اوج ته رسیږي، سندرغاړي ته هم باید ارزښت ورکړي. د سندرغاړي نمانځل، له هغه سره مالي مرسته او داسې نورې چارې هغه لا نورو ابتکاراتو ته هڅوي. په لوېدیزو هېوادونو کې دې مسئلې ته خورا ارزښت ورکول کیږي. د لیکوال د کتاب مشخصه سلنه پیسې لیکوال ته ورکول کیږي، هغه نمانځل کیږي او تشهیر ته یې زمینې برابریږي، خو له بده مرغه زموږ په هېواد کې که یوه هنري سټوډیو د سندرغاړي په سندرو، یا دلیکوال او بل هنرمند په تخلیقاتو له مالي اړخه میلیونر کیږي هم، غوږ پرې نه ګروي.

د ارزښت تشخیص او ارزښتي عمل په افرادو کې مثبت فکر، انګېزه او انرژي ټوکوي.

په نړیوال سټنډرډ برابرې ادارې ډېر ځله خپلو کارکوونکو ته بېلابېلې مکافاتي کڅوړې ورکوي. ددغو مکافاتو هدف په کارکوونکو کې د کار د مثبتې انګېزې او مثبت او نوښتګر فکر را ټوکول دي.

تاسې که د یوچا فکر او طرح تشویق کړﺉ، هغه کوښښ کوي، چې لا ډېر وخت پرې وباسي او تر لومړۍ هغې ښه طرح وړاندې کړي. تاسې باید هرڅه ته ارزښت ورکړﺉ. یو څوک په دفتر کې ښه نېکټايي اچوي، سلیقه یې وستایئ. یو څوک په خپل کار کې هره میاشت تنوع راولي، یو څوک غواړي کارکوونکي خوشاله وساتي، یو څوک د قانون ډېر پلویتوب کوي، یو څوک د کار کیفیت ته توجه کوي، روغتیا ته ډېر پام کوي، د دفتر د لګښتونو پر کمولو فکر کوي، زیات کاغذ نه مصرفوي، د بخارۍ او برېښنا په ډېر مصرف یې زړه سوځي، د وخت ضیاع نه خوښوي، مثبته سیالي کوي، د همکارۍ روحیه لري، مثبت فکر او انګېزه لري، سختې مسئلې ساده او اسانه کوي؛ دا ټول ارزښتونه ستاسې د شرکت او ادارې پر مجموعي کار او نتایجو مثبت اغیز شیندي. یو ښه مدیر او رییس باید دا ټول ارزښتونه درک کړي او خپله هم د کارکوونکو ارزښتي ځانګړنو او خویونو ته متوجه شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */