بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ساینس او ټیکنالوژي

هغه اپلېکېشنونه چې بریالي کسان یې په خپلو موبایلونو کې لري

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

بریاليو کسانو نن سبا د یو شمېر مهمو او اړینو اپلېکېشنونوه په وسیله د ځان لپاره نور هم کار اسانه کړی او هر څه په پوره ډاډ او اسانۍ تر سره کوي. دغه اپلېکېشنونه ور سره مرسته کوي، تر څو پر نورو هغو کارونو چې په مخ کې یې لري تمرکز وکړي.

له موږ سره اوسئ هغه اپلېکېشنونه درته په ګوته کوو چې بریالي کسان ترې ګټه اخلي، تاسو یې هم وکاروئ، تر څو کارونه په اسانۍ ترسره کړئ او په چارو کې مو بریالي شئ:

۱- مسېنجر
نن سبا کېدای شي دا ناممکنه وي، چې تاسو دې په خپل موبایل کې د اړیکې ټینګولو لپاره له مسېنجر او یا نورو داسې اپلېکېشنونو څخه ګټه وانه خلئ، چې اړیکه ټینګول پرې اسانه شي، هغه که په صوتي، وډیویي او یا هم لیکلې بڼه وي.

هڅه وکړئ ملګري او هغه کسان چې کاري اړیکه ور سره لرئ بېل کړئ. کېدای شي د ملګرو په پرتله مو له هغو کسانو سره په ورځ کې ډېر کار پیدا کېږي، چې ګډه کاري اړیکه لرئ. په همکارانو کې مو هم کېدای شي داسې همکاران او یا کارکوونکي موجود وي، چې ډېره اړیکه ور سره لرئ. د هرې ډلې لپاره بېلا بېل ګروپونه جوړ کړئ. که تاسو د یوه یوه کس پر ځای په ګروپ مېسېج کې خپلې غوښتنې، معلومات او یا مشورې ولیکئ د ځان لپاره به مو کار اسانه کړی وي.

۲- د یادښت کتابچه
د یادښت الکترونیکي کتابچه هغه اپلېکېشن دی، چې بریالي کسان یې ارومرو په خپل موبایل کې لري. کله چې پر لاره روان وۍ، ذهن ته مو یوه الهام بښونکي جمله درځي او یا داسې یو څه درځي چې ډېر مهم وي او کار مو ور سره تړلی وي، نو لازمه نه ده چې قلم او کاغذ را واخلئ، د لارې پر سره ودرېږئ او یې لیکئ.

د یادښت الېکترونیکي کتابچې چې په موبایل کې د انسټال کېدو وړتیا لري بېلابېل ډولونه لري، چې نن سبا یې تر ټولو مشهوره Ever Note ده، متن، عکس ویډیو او یا هم د خپلې خوښې انځور په کې رسمولی شئ. ان کولی شئ د خپلې خوښې نظریه په خپل غږ کې ثبت کړئ. د دې لپاره چې ذهن مو ارام او هېڅ مهم شی مو له لاسه نه وي ورکړی، نو د دې ډول اپلېکېشن لرل په خپل موبایل کې تر ټولو اړین دي.

۳- د پروګرام مهال وېش
بل هغه اپلېکېشن چې ارومرو یې باید په خپل موبایل کې ولرئ، تر څو ورځنۍ چارې مو پر خپل وخت تر سره کړې وي او له هېڅ کاري مرکې، ناستې، ملېمستیا، مطالعې او نورو اړینو کارونو څخه نه وۍ پاتې شوي، هغه د پروګرام مهال وېش لرونکی اپلېکېشن دی. کېدای شي تر اوسه پورې مو په ورځني ډول ډېر کارونه له یاده وتلي وي او ان په ځینو کې مو یې تاوان هم کړی وي، خو داسې به ډېر کم پېښ شوي وي، چې خپل موبایل مو یو ځای هېر کړی وي.

د ورځنیو چارو لپاره بېلا بېل پروګرامونه شته، چې کولی شئ له عنوان او وخت سره یې په کې زېرمه کړئ او په ټاکلي وخت او یا هم له وخت یو څه وړاندې درته خبر درکړي. په دې برخه کې ډېر کارېدونکی اپلېکېشن Any.do اپلېکېشن دی.

۴- د کتاب لوستونکیBook Reader
په داسې حال کې چې ډېری کسان د مطالعې کولو لپاره وخت بهانه کوي، خو که هغه اپلېکېشن چې په الکترونیکي ډول د کتاب لوستلو اسانتیا لري، انسټال کړئ، کولی شئ د لږ دمې پرمهال، موټر د په تمه کېدو پر مهال او یا ډاکټر ته په نوبت کې د کېناستو پرمهال کولی شئ مطالعه وکړئ او د خپلې خوښې کتابونه ولولئ.

په دې برخه کې بېلا بېل اپلېکېشنونه شته چې کولی شئ ګټه ترې واخلئ او مطالعه وکړئ. مطالعه مو د معلوماتو د زیاتوالي لامل کېږي او ژوند مو در بدلولی شي.

۴- Google Drive
نه کېږي، چې ټول شی په لپ ټاپ او یا موبایل کې زېرمه کړئ. ځکه دغه وسایل لږه د زېرمې وړتیا او ډېر د خرابېدو چانس لري. نو ښه ده چې خپل ډېر او مهم مواد او فایلونه په ګوګل ډاریو کې وساتئ.

د دې اپلېکېشن یوه ښه ځانګړنه دا ده چې په هر ځای او هر الکترونیکي وسیله کې هغه که کمپیوټر او یا هم موبایل وي، خو چې له انټرنېټ سره تړلي وی، ورته لاس رسی پیدا کړئ.

۵- له اوږده واټنه کنټرول کول
د دې اپلېکېشن په وسیله کولی شئ، له لرې واټنه د موبایل په وسیله خپل کمپیوټر کنټرول کړئ. Unified Remote یې ښه نمونه ده. د دې اپلېکېشن په وسیله کولی شئ خپل کمپیوټر چالان او یا هم بند کړئ. موس او کیبورډ ته یې لاس رسی پیدا کولی شئ او دغه راز ځینې نورې اسانتیاوې هم لري.

دا چې اوس اکثره خلک په خپل جېب کې ځیرک موبایلونه او انټرنېټ لري، نو ښه ده چې لازمه او پر ځای کار ترې واخیستل شي. داسې چې هم ځان مډرن احساس کړئ، کار درته اسانه کړي او تر ټولو مهمه ده چې ذهن مو پر یوه شي متمرکز کړئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران