ټولنیز ژوند خوندیتوب له نړۍ

هندوستان: د جنسي ځورونې پر وخت دې، میرمنې دې اپلکیشنونو ته مخه کړي

د هندوستان حکومت له ښځو غوښتي چې د جنسي ځورونې پیښې دې د اپلکیشنونو له لارې د دغه هیواد اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

د بې مزیو بریښنايي توکو لپاره دغه نوي سافټویر پروګرامونه د هندوستان په عامه ځایونو کې د ښځو په خوندیتوب کې پوره مرسته کوي.

جوړوونکي یې وايي، چې دغه پروګرامونه ښځو ته دا اسانتیا وربښي چې مسوولو کسانو ته د هر راز جنسي ځورونې ریپوټ ورکړي او مرسته ترې وغواړي.

د تومسون ریوټرز بنسټ یوه مطالعه ښيي، هغو ښځو ته چې له عامه او یا هم شخصي موټرو ګټه اخلي، د ځان خوندیتوب یوه لویه اندیښنه ده.

لیکوالې سمیرا خان په دې برخه کې مرسته وکړه، ترڅو د “ولې ځنډیدل؟ د مُمبَیي په کوڅو کې ښځې او خطر Why Loiter? Women and Risk on Mumbai Streets” په نوم کتاب نشر ته وسپاري. لیکوالې ریوټرز خبري اژانس ته ويلي، چې په دې کتاب کې ښځو ته له عامه ځایونو څخه د لیدنې پر مهال پوره لارښونه شوې او پلان ورکړل شوی. په دغه پلان کې دا هم راغلي، چې دوی باید څه ډول کالي واغوندي، څه ډول موټرو کې تګ راتګ وکړي، څه وخت له کوره بهر ووځي او باید یوازې ولاړې شي او که ګډ له نورو ملګرو سره یې.

د ثبت شویو جرمونه کچه له ۸۰ سلنې لوړه ده
د هند حکومت د اسنادو له مخې له ۲۰۰۷ – ۲۰۱۶م کال پورې، د ښځو پر وړاندې د ثبت شویو جرمي قضیو کچه له ۸۰ سلنې زیاته وه.

په ۲۰۱۲م کال د نوي ډیلي ښار په یوه بس موټر کې پر یوې ځوانې نجلۍ لومړی جنسي تیری او بیا وژلو پیښې یې دا وښوده چې ښځې د هندوستان په عامه ځایونو کې له جدي ګواښ سره مخ دي.

دغې زړه بوږنوونکې پیښې د نادولتي سره ټکي بنسټ مشره سوپریټ سینګ دې ته وهڅوله، ترڅو د سیف سیټي “SafeCity”په نوم اپلکیشن جوړ کړي. دغه اپلکیشن د هندوستان په یوولسو ۱۱ ښارونو کې کار کوي او ښځو ته یې دا موقع مساعده کړې، چې د هر راز جنسي ځورونو په اړه مسوولو کسانو ته ریپوټ ورکړي او ځای یې ورته په ګوته کړي.

سینګ ریوټرز خبري اژانس ته وویل: “موږ غواړو په عامه ځایونو کې د جنسي ځورونې او ریپوټ ورکولو ترمنځ تشه ډکه کړو.”

د داسې اپلکیشنونو موخه دا ده، چې د هندوستان اړوندو چارواکو پام هغو سیمو ته ور واړوي چې جرمي پیښې ترې ریپوټ کیږي، ترڅو پر وړاندې یې کوټلي ګامونه واخلي.

بل خوا، د دغه هیواد مدني فعالان وايي چې ښځې ډیری وخت په عامه بسونو، ښاري وړو او نیمه وړو موټرو، عامه ځایونو او پارکونو کې د خطر احساس کوي او ځان خوندي نه بولي.

اپلکیشنونه د ښځو د نومونو په نه ډاګه کولو کې ژمن دي
اپلکیشنونه لکه سیف سیټي “SafeCity”، مای سیفټیپین “My Safetipin” او همت “Himmat” له ښځو سره دا ژمنه کوي، چې د هر راز پیښې په تړاو د ریپوټ ورکولو په اړه د دوی نوم نه په ډاګه کیږي. دوی همداراز دا ژمنه هم کوي، چې ښځې دې ټول راټول شوي مالومات د دغو اپلکیشنونو له لارې له دولتي اړوندو ادارو سره شریک کړي.

سوپریټ سینګ وايي، سیف سیټي “SafeCity”اپلکیشن له ښځو سره ان په ډیرو کوچنیو پیښو کې هم مرسته کړې. نوموړې زیاتوي، چې دغه اپلکیشن هغه سیمې یې رڼا کړي او د اړوندو چارواکو پام یې ور اړولی، چې جرمي پیښې به پکې ډیرې وې.

د هندوستان اړوند دولتي چارواکو په ګڼ شمیر ښارونو کې له ښځو غوښتي چې له دغو سافټویر پروګرامونو څخه په ګټې اخیستنې هر راز جرمي پیښې ریپوټ کړي او په بدل کې به یې دوی دغه ریپوټونه په چټکه توګه وڅیړي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې، ایا دې ته ورته اپلکیشنونه به وکولای شي په افغانستان کې هم له ښځو سره د جنسي ځورونو پیښو په راکمولو کې مرسته وکړي؟
د امریکا غږ د یوه ریپوټ په حواله، څو موده مخکې افغانستان کې د پوهنتون یوې استادې او د مدني ټولنې یوې فعالې منیژه رامیزي له ښځو غوښتي و چې د هغو کسانو انځورونه دې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي، چې دوی ځوروي.

دغه مدني فعاله په دې نظر ده، چې دا لار هم کولای شي د خلکو د اصلاح کیدو لامل وګرځي او هم په ټولنه کې د دغې شومې پدیدې پر وړاندې جدي مبارزه واوسي.

افغانستان هم یو له هغو هیوادونو دی چې د جنسي ځورونې پیښې پکې ورځ تر بلې زیاتیږي او له امله یې ګڼ شمیر افغان میرمنې سر ټکوي.

په سمه توګه د قانون نه پلي کیدل، د عامه پوهاوي نشتون او بې سوادي هم هغه پدیدې شمیرل کیږي چې په دغه هیواد کې یې جنسي ځورونو ته لار هواره کړې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل