افغانستان غوره لیګ- کرکټ ۲۰۱۸ سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

په ای پي ایل کې دوه اوږدې ملګرتیاوې

د کابل او ننګرهار لوبډلو ترمنځ په ۶ مه لوبه کې دوه اوږدې ملګرتیاوې او ځېنې نورې جالبې صحنې رامنځته شوې.

د اکټوبر په ۹ مه نېټه په شارجه لوبغالي کې د سه شنبې په ماخستن د دوو لوبډلو له خوا ریکارډونه جوړ شول.

لومړی د ننګرهار لوبډلې له خوا په لومړۍ وېکټ ۱۰۹ منډې ملګرتیا وشوه، چې د کابل لوبډلې له پاڼۍ وړاندې په ای پي ایل کې اوږده ملګرتیا وه.

دا ملګرتیا دوو اوپنرانو یو افغاني او یو نیوزیلېنډي وکړه، نجیب ترکي په ۳۸ توپونو ۴۲ منډې وکړې او بیا کېچ شو، ورپسې کیڼ لاسي انټن ډیوسېچ، چې د نیوزیلېنډ توپ وهونکی دی او د ننګرهار لوبډلې اوپنر و، په ۵۸ توپونو ۹۴ ناسوځېدلې منډې وکړې. نجیب ترکي او انټن ډیوسیج ۱۰۹ منډې ملګرتیا وکړه او له دې وروسته نجیب ترکی وسوځېد.

لومړیوکې د ننګرهار له چټکې لوبې داسې برېښېده، چې هدف به له دوه سوه منډو لوړ وي؛ خو وروسته لوبه یو څه کرار شوه او هدف ۱۸۹ منډې شو، چې د راشدخان توپ اچونې تر ډېره د ننګرهار لوبډلې د چټکو منډو جوړولو مخه ونیوله.

کابل لوبډلې لپاره هم پیل یو افغاني او یو نیوزیلېنډي توپ وهونکو وکړ، حضرت الله ځاځی کیڼ لاسی افغانی توپ وهونکی دی او لوک رنکي بیا نیوزیلېنډی ښي لاسی توپ وهونکی دی.

دوی دواړو د ننګرهار لوبډلې د کیڼ لاسي او ښي لاسي توپ وهونکو د ۱۰۹ منډو ملګرتیا ځواب ورکړ؛ ځاځي او رنکي ۱۴۴ منډې ملګرتیا وکړه او بیا لوک رنکي په ۲۶ منډو کېچ شو.

نو جالبه دا وه، چې د ننګرهار لوبډلې اوپنران کیڼ لاسی او ښي لاسی ول، چې یو د افغانستان او بل د نیوزیلېنډ نه و او د کابل لوبډلې اوپنران هم یو کیڼ لاسی او بل ښي لاسی و، چې افغانی او نیوزیلېنډی و.

بل ریکارډ په دې لوبه کې دا و، چې حضرت الله ځاځي تر دې دمه لومړی د ټورنمنټ چټکه پنځوسیزه ووهله، نوموړي په ۱۷ توپونو خپله پنځوسیزه پوره کړه، چې د ټورنمنټ چټکه نیمه سلیزه وه، له دې وروسته یې د سلیزې لار تعقیب کړه او په ۴۴ توپونو یې سلیزه بشپړه کړه، چې چټکه پنځوسیزه او سلیزه یې په خپلو شل اوریزو لوبوکې ثبت کړه، دا د ځاځي لومړۍ سلیزه وه.

تردې وړاندې هم کابل لوبډلې د پکتیا ستر هدف ۲۱۹ منډې په لومړۍ لوبه کې د لاوري ایوانس د توپ وهنې له امله مات کړی و.

حضرت الله ځاځی په منډو کې له انګلستاني لاوري ایوانس څخه مخکې شو، حضرت الله ځاځي ۱۵۸ منډې کړي او لاوري ایوانس بیا ۱۴۵ منډې جوړې کړي، چې ځاځی په روان ای پي ایل کې لیډینګ سکورر یا مخکښ منډې جوړوونکی شو.

په دې لوبه کې ۴۷ بونډریانې ولګېدې، چې مبصر یا کمينټېټر ویل، چې د بونډریانو باران لوبه روانه ده، د ننګرهار لوبډلې له خوا د شپږیزو او څلوریزو په ملتیا ۲۳ بونډریانې لوبېدلې وې او د کابل لوبډلې له خوا بیا ۲۴ بونډریانې ولوبېدې.

حضرت الله ځاځي ۹ شپږیزې او ۱۲ څلوریزې ووهلې، ۵۴ توپونه یې ولوبول او په پنځه پنځوسم توپ وسوځېد.
او ښایي حضرت الله ځاځی د خپلې بې رحمه توپ وهنې له امله نړيوال شهرت پېداکړي او نړيوالو لیګونوکې د لوبېدو موقع ورته برابره شي.

نن په ای پي ایل کې بلخ او پکتیا لوبډلې مخ کېږي، چې دواړه پیاوړې لوبډلې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې