سپورټ کورنی کرکټ

«APL» کې د افغان پانګه والو نه ګډون؛ پړ څوک دي او ستونزه څه ده؟

د افغانستان د کورني کرکټ «APL» په نوم د کرکټ ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو لیګ د لمړي ځل لپاره په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، چې پکې ۵ لوبډلې شاملې دي.

افغان کرکټ بورډ په دغه لیګ کې د لوبیدو په موخه ۵ واړه لوبډلې دوا طلبۍ ته وړاندې کړې وې، چې لمړي یواځې دوه لوبډلو بلخ او پکتیا دوه خارجي هندي کمپنۍ خریداران پیدا کړل او په ۳ نورو لوبډلو لا هم چا پانګونه نه وه کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ دویم ځل لپاره په افغان پانګه والو غږ وکړ تر څو پاتې ۳ لوبډلې خپلې کړې، خو هیچا ورته زړه ښه نه کړ او ټولې لوبډلې په هندي سوداګرو وپلورل شوې.

ولې افغان پانګه والو کومه لوبډله و نه پیرله ؟

زما له آنده د افغانستان کرکټ بورډ په اوسنۍ رهبرۍ او ادارې باندې د خلکو باور د صفر نقطې ته رسیدلی او افغان پانګه وال نه غواړي، چې خپلې پانګه ونه په داسې څه وکړي، چې هیڅ اعتبار نلري.

۱ – یوه بیلګه یې د افغانستان د کورني کرکټ شپږیزه لیګ سیالۍ وې، چې افغان پانګه والو سره ژمنه شوې وه، چې بل کال ته به شپږیزه لا خوندوره اوسي، خو د شپږیزې لیګ سیالۍ پر ځای د دې چې په ښه ډول سره ترسره شي، په دغه کال کې لغوه اعلان شوې او افغان پانګه والو سره کړې ژمنه یواځې ژمنه پاتې شوه.

۲ – د افغان پانګه والو د مارکیټینګ مرکز افغانستان دی، نه بهر
پاکستان لکونه ډالر مصرف کړل تر څو کرکټ بیرته پاکستان ته راوړي، خو افغان کرکټ بورډ برعکس کار وکړ او خپل کرکټ یې په روغ لاس بهر ته وویست او د هېواد امنیتي حالت یې نړیوالو ته لا وخیم ښکاره کړل، ځکه چې دغه لیګ په بهر کې ترسره کیږي او افغان پانګه والو هم بهر کې زړه ښه نه کړ.

د پکتیا لوبډله د «ویراک موبایل»، بلخ لوبډله د «لیجنډري مین»، ننګرهار لوبډله د «پلس کیپټل»، کندهار لوبډله د «اس بي سپورټز» او کابل لوبډله د «موزلي ګروپ» هندي کمپنیو واخیستې.

په بهرنیو پانګه والو لوبډلې څه ډول پلورل شوې دي ؟

دا چې د افغانستان کرکټ بورډ رهبرۍ د افغان پانګه والو په نیم قیمت د لوبډلو پلورلو ته قناعت ورنکړای شو او دوی یې قانع نه کړل، نو دا هم لا معلومه نه ده، چې دغه لوبډلې به په څومره قیمت په دغه خارجي کمپنیو پلورل شوې وي.

تر دې مهاله افغان کرکټ بورډ په دې اړه هیڅ هم نه دي ویلي، چې دغه سوداګر به په هرې لوبډلې څومره پانګه وکړي، نو ښايي د یو جوړ جاړي له مخې دواړه سره هوکړې ته رسیدلي وي.

د جوړ جاړیو خبره به نوې نه وي، بلکې له دې وړاندې به زما په نظر په ځلونو د افغان کرکټ بورډ اوسنۍ اداره په جوړ جاړیو کې یوه مخکښه اداره ښکاري او څو ځل د خپلو داخلي مامورینو سره په جوړ جاړي کې ښکیله شوې ده، چې بیلګې یې د افغان کرکټ بورډ د عمومي مشر پخواني مرستیال عزیز الله فضلي له دندې ګوښه کیدل او د کرکټ بورډ خلاف د خولې را پرانیستو وروسته بیرته بورډ ته راتګ، د امو زون مسول ډاکټر نور عالم فرید او د ختیځ زون د پخواني مسول بختیار ساحل له دندو لیرې کیدل او د کرکټ بورډ خلاف د بغاوت وروسته بیرته په همدې اداره کې پاتې کیدل یې نورې بیلګې دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د «APL» په نوم د کرکټ ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو افغان پریمییر لیګ به د راتلونکې اکټوبر میاشتې له ۵ مې نیټې څخه په متحده عربي اماراتو کې پيل شي، چې پکې به د ۸۰ افغان لوبغاړو ترڅنک ۴۰ بهرني لوبغاړي هم ولوبیږي، په داسې حال کې چې تر دې مهاله د لوبغاړو د ډرافټ یا خرڅلاو لړۍ لا هم نه ده ترسره شوې.

دغه لوبې به د ۱۷ ورځو دوام وروسته دهمدغه اکټوبر میاشتې په ۲۱ مه نیټه پای ته ورسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی