افغانستان غوره لیګ- کرکټ ۲۰۱۸ سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

افغان پریمیر لیګ؛ هغه څه چې دې لیګ، افغانستان او کرکټ ته ورکړل !

مخکې تر دې افغانستان کورنی ستر سوداګریزلیګ کرکټ نه درلوده، په لومړي ځل افغانستان د یو نړیوال سوداګریزکرکټ لیګ څښتن شو، د نړۍ په کچه په دې لیګ کې مشهور لوبغاړي ولوبېدل.

په دې لیګ کې ښه او تکړه لوبغاړي په ګوته شول، ځېنې ځوان لوبغاړي پکې ښه وځلېدل، لکه دروېش رسولي او حضرت الله ځاځی د توپ وهنې په برخه کې، د وېکټ ساتنې په برخه کې اکرام علي خېل، د توپ اچونې په برخه کې ځېنې ځوان لوبغاړي لکه، ضیالرحمن شریفي، سعید شېرزاد، قېس احمد او ځېنې نور لوبغاړي روښانه شول، چې ښې وړتیاوې یې لرلې.

شهزاد په دې لیګ کې په منډو کې تر ټولو مخکې و، ټوټال یې ۳۴۲ منډې یې جوړې وې.

دغه لیګ افغانستان ته درې ریکارډونه ورکړل، حضرت الله ځاځی د نړۍ په کچه شپږم لوبغاړی شو، چې په یو اورکې یې شپږ، شپږیزې ووهلې او د نړۍ په کچه دریم لوبغاړی شو، چې دې له یوراج سېنګ او کرېس ګېل وروسته چټکه نیمه سلیزه وهي، درې واړو لوبغاړو په ۱۲ توپونو نیمه سلیزې وهلي دي.

دریم بیا منفي ریکارډ و، هغه دا چې عبدالله مزاری د نړۍ په کچه شپږم بالرشو، چې شپږ، شپږیزې یو اورکې پرې لګېږي.

د افغانستان سوداګریزکرکټ لیګ د نړۍ په لویو وچو کې په مختلفو هېوادونو کې د تلویزیوني چېنلونو له لارې خپرېده، چې افغانی لیګ، افغانی کلتور، افغانۍ سندرې او افغاني انځورونه یې نړیوالو ته وړاندې کړل.

د دې سربېره ای پي ایل کې ځوانې وړتیاوې رابرسېره شوې، چې ښه بېلګه یې د نړۍ په کچه د حضرت الله ځاځي ځلیدل او مشهورېدل و او ښایي د ځاځي دا ځلیدل هغه ته په مختلفو لیګونو کې د لوبېدو چانس په لاس ورکړي.

له افغان لوبغاړو او خلکو سره د نړیوالو اشنا کیدل
د کرکټ نړيوالې شورا ته دا د افغانستان له طرفه قابل قبول لیګ شو، چې د کرکټ نړیواله شورا هم ترې راضي ده.

ځېنې نیمګړتیاوې وې، چې هغه په لیګ کې د کمرو ستونزه وه، په وېکټ کې د برېښنایي ټېکنالوژۍ نه شتون، د ایل بي ډبلیو او یا هم ټچ توپونو لپاره د ریوو سیستم نشتوالی، د لوبڅارانو ځېنې نیمګړتیاوې، د ننداره کوونکو یا کراوډ کموالی یادولی شو.

دغه لیګ د افغانستان د کورني کرکټ په وده کې خورا مهم تمامیدای شي، که څه هم د ملي لوبډلې له جوړېدو را وروسته په هېواد کې کرکټ ته کار روان دی او کرکټ لوبغاړي روزل کېږي؛ خو د دغه لیګ په لوبېدو سره او بیا په هېواد کې د راډیو او تلویزیونونو له لارې د دې خپرېدلو خلک او ځوانان لا لېواله او خوشحاله کړل.

افغانستان کې ښه ښه کرکټ لوبغاړي شته چې دغسې لیګونو کې ورته زمینه برابریدای شي څو خپلې وړتیاوې ښکاره کړي. ښې بیلګې یې حضرت الله ځاځی، دروېش رسولي، سعید شېرزاد، اکرام علي خېل، شاهدالله کمال او نور لوبغاړي دي، چې په دې لیګ کې ښه وځلیدل.

که لیګ افغانستان کې دننه وای !
که چیري په هېواد کې امنیت وای او دا لیګ دلته شوی وای، ډېر نور څه به یې هم دې هېواد ته ورکړي وای! لکه د هوټلونو مصروفېدل، د ټرانسپورټ بوختېدل، د ننداره کوونکو راتګ، د ننداره کوونکو جم و جوش، بهرني سېلانیانو راتګ، اعلانات، ټکټ او داسې نورې ګټې به د هېواد اقتصاد ته ور زیاتې شوې وای.

پایلوبه


تېره شپه د اکټوبر په ۲۱ مه نېټه د یکشنبې په ماخستن اته نیمې بجې بلخ او کابل لوبډلو د ای پي ایل سیالیو پایلوبه ترسره کړه، چې په پای لوبه کې بلخ ، کابل لوبډلې ته په ۴ وېکټو ماته ورکړه او د لومړي پړاو افغانستان پریمیرکرکټ لیګ اتلولي بلخ لوبډلې واخېسته.

په دې لوبه کې کابل د پچې په ګټلو سره توپ وهنه وکړه، دې لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدوسره ۱۳۲ منډې وکړې او بلخ لوبډلې ته یې ۱۳۳ منډې هدف ورکړ.

د بلخ لېګ برېک توپ اچوونکي قېس احمد د کابل لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول.

بلخ دا هدف د نولسم اور په لومړي توپ د شپږ لوبغاړو په سوځېدوسره د کرېس ګېل د ۵۶ منډو په مرسته پوره کړ او کابل لوبډلې ته یې په ۴ وېکټو ماته ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی د بلخ لوبډلې لوبغاړی قېس احمد اعلان شو.

د دغه لیګ لپاره له راغلو ننداره کوونکو سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي حمید حسن مرکې کولې، هغو ویل، چې مونږ له دوبۍ ښار څخه شارجه ښار ته د لیګ د لیدلولپاره راغلي یو، دوی ځېنې د بلخ مینه وال، ځېنې د کندهار، ځېنې د پکتیا، ځېنې د کابل او ځېنې د ننګرهار لوبډلې مینه وال وو.

د لیګ په اړه شاهد افریدي لومړیو کې غږیدلی و، لوک رنکي، کیوین اوبراین او نور لوبغاړي غږیدلي وو او هغوی د کرکټ مینه وال د لیګ لیدلو ته شارجه لوبغالي ته وربللي وو. د کریس ګیل په شمول ډیرو نورو نړیوالو لوبغاړو په وروستیو خبرو کې دا لیګ ستایلی او خوښي یې څرګنده کړې.

د تېرې شپې د لوبې وروستي مراسم دلته په دغه لېنک کې کتلای شئ:

کرېس ګېل بیا د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ په اړه ویلي:

هغه وایي زه د افغانستان سوداکریزکې ولوبېدم، خوند مې ترې واخېست او زمونږ لوبډله د دې سیالیو اتله شوه.

شاهد افریدي ویلي، چې دا زما لپاره ښه فرصت دی، چې زه په دې لیګ کې لوبېږ او افغان کرکټ بورډ به له دې لارې ډېرښه لوبغاړي ومومي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې