سپورټ کورنی کرکټ

د «APL» لیګ د لوبغاړو نیلامي په روانه اونۍ کې پیل کیږي

د افغانستان د کورني کرکټ «APL» په نوم د کرکټ ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو لیګ، چې د لمړي ځل لپاره په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي؛ په سیالیو کې د لوبغاړو لوبیدو لپاره ډرافټ یا پلورلو پروګرام په روانه اونۍ کې ترسره کیږي.

 د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې د معلوماتو له مخې د دغه لیګ سیالیو لپاره به لوبغاړي د روانې سیپټمبر میاشتې په ۱۰ مه نیټه نیلامۍ ته وړاندې شي، چې پکې به د افغان لوبغاړو ترڅنګ د کرکټ پیاوړي بهرني لوبغاړي هم شامل وي.

 د افغان کرکټ بورډ د اجرایوي رییس د مخکینیو معلوماتو پر اساس تر دې مهاله له ۴۰۰ څخه زیاتو لوبغاړو نوم لیکنه کړې ده، چې پکې د کریس ګیل، برینډن مکلم، شاهد افریدي، شعیب ملک، کمارا سنګا کارا، انډیریو رسل، تمیم اقبال او نور مشهوره لوبغاړي هم په دې لیګ کې د لوبیدو لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي.

 ویل کیږي، په دې لیګ کې به د ۸۰ افغان لوبغاړو ترڅنک ۴۰ بهرنیو لوبغاړو ته په ۵ لوبډلو کې د لوبیدو چانس برابر شوی دی.

په افغان پریمییر لیک کې ګډون کونکې لوبډلې د کابل، ننګرهار، بلخ، کندهار او پکتیا په نومونو سره ثبت شوې دي.

دغه لوبې، چې د اکټوبر میاشتې د ۵ مې نیټې څخه پیل کیږي، د ۱۷ ورځو دوام وروسته به د دهمدغه میاشتې په ۲۱ مه نیټه پای ته ورسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی