کلتور او هنر

کټرینا کیف ولې د انوشکا له لاسه وژړل؟

لیکنه: شریف شاهین

د هندوستان د سینما د نوموتي ستوري شاه رخ خان فلم (زیرو یا صفر) د خپریدو په درشل کې دی. دا د هندي سینما یواځینی فلم دی، چې د خان ګڼو مینوالو ورته د انتظار لحظې په ګرانه تېرې کړي.

دا فلم چې “انند لا رای” ډاریکټ کړی، پکې د بالیووډ دوه مشهورې ستورې، کټرینا کیف او انوشکا شرما هم لوبیدلي دي. انوشکا په دې فلم کې د یوې عصبي معلولې جینۍ او کټرینا کیف بیا په فلم کې د یوې سینمايي ستورې رول لوبوي.

سره له دې چې دا دواړه سینمايي ستورې د شارخ خان په فلم کې یو له بل سره خوشاله معلومیدې؛ خو تازه کټرینا کیف ویلي، چې د انوشکا شرما د رول لپاره يې وژړل.

کټرینا کیف وايي، کله چې د فلم ډاریکټر په فلم کې دې ته د انوشکا شرما د رول سکریپټ ولوسته، دې له ډيرې خوښۍ وژړل او له ډاریکټر يې وغوښتل، چې دا رول دې ته ورکړي. “خو ډاریکټر ونه منله”.

که څه هم د کټرینا کیف سترګې د انوشکا رول ته، نه غړیدې، خو د کټرینا دې نیت د هغې اړیکې له انوشکا سره خرابې نه کړې.

د زیرو فلم ټریلیر تازه خپور شوی، چې په کمو ورځو کې میلونونه خلکو لیدلی. فلم کې شارخ خان د ټیټ قد لرونکي کس په څيره اداکاري کړې، چې د مینوالو تلوسه يې زیاته کړې ده.

ټاکل شوې، چې یاد فلم د ډیسمبر په ۲۱ مه خپور شي.

انوشکا او ویرات کولي:
تازه انوشکا په یوه مرکه کې ویلي، چې د خپل خاوند لپاره ډیر کم وخت لري. ددې په وینا، چې دوی دواړه بوخت مهال ویش لري او ډیر کم وخت سره یوځای وي.

انوشکا وايي، داسې نه معلومیږي، ګنې دوی دې واده کړی وي. دوی چې که څه هم په څرګند ډول په کور کې وي، خو وايي، چې ورته یواځې د تفریح او رخصت حیثیت لري.

د انوشکا او ویرات کولي د واده څه کم یو کال پوره شو.

په یو بل خبر کې، ویرات کولي د هندوستان له کرکټ بورډ غوښتي، چې دده میرمن ته اجازه ورکړي، څو د کرکټ اوږده سفرونه له ده سره یوځای وي.

که څه هم انوشکا له ویرات کولي سره په زیاتو سفرونو کې ملګري وي، خو د کرکټ بورډ د پالیسۍ له مخې میرمن حق نه لري، چې د خاوند سره د لوبو پر مهال له دوه اونیو زیات وخت تیر کړي. کولي له کرکټ بورډ غوښتنه کړې، چې دده میرمن ته اجازه ورکړي، ده سره د لوبو له پيله تر پایه اووسي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین