انجلینا جولي د افغان فلم نوې مشرې ته د مبارک لیک لیږلی

د فلم مشهورې ستورې، فلم جوړونکې او د انساني حقونو فعالې انجلینا جولي په افغاني فلم صنعت کې افغاني فلم جوړونکې صحرا کریمي په دنده اخیستو خوشحالې ښوولې او نوموړې ته یې مبارکې ورکړې ده.

صحرا کریمي د ازاد رقابت له لارې د اصلاحات ادارې په ازموینه کې بریالۍ او د افغان فلم د نوې رئیسې په توګه په دنده ګومارل شوې.

په همدې خاطر انجلینا جولي په یوه لیک کې نوموړې ته مبارکې لیږلې او د بریالیتوب هېله یې څرګنده کړې.

جولي زیاته کړې دا د مېرمن کریمې په تاریخې مقررېدوخوشحاله ده او ورته مبارکي وایې، د دې په خبره یې چې هیله لري دا د نړۍ سره افغان کلتور او هلته شته کیسې شریکې کړي او د صحرا کریمې شتون به د دې باب یو پيل وي.

صحرا کریمي

د خبر له مخې انجلینا جولي په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې د کریمي مقررېدل د افغان مېرمنو د استعداد او د هغوی شته مشکلاتو رابرسیره کول دي.

انجلینا جولي زیاته کړې چې افغان مېرمنې د دې لپاره او د نړۍ د خلکو لپاره د هیلې او حوصلې پیغام دی.

انجلینا جولي په استولي لیک کې افغان مېرمنو، زړورو هنرمندانو، ژورنالیستانو او د انساني حقونو کارکوونکو ته احترام وړاندې کړی.

مېرمن صحرا کریمي لومړۍ افغانه مېرمن ده چې د یوې ازادې سیالۍ له لارې افغان فلم ریاست ته لار پيدا کوي.

صحرا کریمي په کال ۱۳۶۴ کې زیږېدلې، خپلې لومړۍ زده کړې یې په ایران کې سرته رسولي او د سلواکیا هيواد د هنر او فلم پوهنتون څخه یې ماسټري او دوکتورا د فلم جوړونکې په برخه کې تر لاسه کړې ده.

مېرمن کریمي په خپله برخه یعني د فلم د لارښود په برخه کې ځينې فلمونه هم جوړ کړي چې ځینو یې نړیوالې جایزې هم ګټلي چې په هغې: زنان پشت فرمان، نسیمه، خاطرات روزانه، دختر مهاجر او درجستجوی خیال شامل دي.