ټولنیز ژوند طبیعت له نړۍ

بدمرغه پېړۍ ده؛ نړۍ له ۶۰سلنه ژویو پکې محرومه شوې

لیکنه: بشر درویش

د ژویو یا حیواناتو لپاره یوازې افغانستان او جګړه یې په تېرو لسیزو کې خطرناک نه وو.

یوه نوې څېړنه څرګندوي، چې په تېره نېمه پېړۍ کې د ټولې نړۍ په کچه د ژویو ۶۰ سلنه له منځه تللې ده.

د څېړنې جزیات
یاده څېړنه د طبیعت نړیوال صندوق کړې او پایلې یې تازه خپاره کړي دي.

دغه صندوق په هرو دوو کلونو کې یو ځل د طبیعت د نورو برخو ترڅنګ د ژویو وضعیت څېړي او پایلې يې له نړیوالو سره شریکوي.

څو ورځې وړاندې د یاد شوي صندوق د دوه کلونو څېړنو په خپرو شویو پایلو کې د حیواناتو یا ژویو پر وضعیت هم اندیښنه ښودل شوې وه.

د څېړنې د پایلو له مخې له ۷۰ مې لسیزې راهیسې په متوسط ډول د نړۍ ۶۰ سلنه ژوي له منځه تللي او دا لړۍ لا پسې دوام لري.

قصدي او سهوي ضایعات
د طبیعت د نړیوال صندوق د علمي او څېړنیو چارو مرستیال جیمز سیند ویلي، چې نړۍ د حیواناتو یا ژویو په ضایع کولو کې هم قصدي او هم سهوي ستونزې لرلې.

د هغه په وینا په ځينو برخو کې په نا اګاهانه ډول انسانان د حیواناتو د ضایع کیدو او تلف کیدو سبب شوي، خو په ځینو برخوکې یې په لوی لاس له ژویو سره ناسم چلند کړی او د هغوی د مرګ سبب شوي دي.

د ډېرو تلفاتو سیمې
د نړیوال طبیعت د څېړنیز مرکز مرستیال جیمز سیند په کاناډا کې د خپلې ادارې د دغې سروې د اعلان پرمهال ویلي: موږ تقریباً د ځمکې پر مخ د ټولو ژویو یا حیواناتو درېیمه برخه له لاسه ورکړې ده.

کاناډا او جنوبي امریکا د هغو سیموپه سرکې یاد شوي، چې تر بل هرځای پکې زیات حیوانات تلف شوي دي.

د هغه په وینا د خلکو د ظالمانه چلند ترڅنګ د حیواناتو لپاره د مناسب غذایي رژیم او نورو اسانتیاوو نه موجودیت هم د دغومره تلفاتو عمده دلایل دي.

نړۍ له ګواښ سره مخ ده
جیمز سیند ویلي، چې د ژویو د خطرناک وضعیت له کبله نړۍ له ګواښ سره مخ ده.
هغه له دغه خطرناک وضعیت څخه د وتو لپاره وړاندیزکړی، چې د ځنګلونو د ساتنې او پراختیا ترڅنګ دې د حیواناتو د ښې پالنې لپاره لازم تدابیر ونیول شي.

افغانستان او حیوانات
په افغانستان کې چې یو غره ییز هېواد دی مخکې د ژویو او حیواناتو شمېر لوړ و، خو د وروستیو څو لسیزو جګړو پرمهال نه یوازې د دوی پالنې ته سمه پالنه ونه شوه؛ بلکې یوه برخه یې په جګړو کې تلف او یوه برخه هم د نه پاملرنې له وجې له منځه لاړل.

د دې ترڅنګ د تنظیمي جګړو پروخت د کابل په ژوبڼ کې د وسله والو له لورې د حیواناتو پر وړاندې د ظلم او ستم کیسې عامې او مشهورې دي.

د ځنګلونو وهل او له منځه تلل هم د حیواناتو د کمیدو اوتلفیدو یو لوی دلیل یاد شوی.

په وروستیو کلونو کې افغان حکومت د ځنګلونو د بیا کرلو یو شمېر پروژې پيل کړي، خو منتقدین یې د نویو ځنګلونو د كرلو پرځای د پاتې ځنګلونو د وهل کیدو مخنیوی غواړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي