انیل کپور او مادهوري دکشت، ۱۸ کاله وروسته په یوه فلم کې راښکاره کیږي

د بالیوډ سېنما د خندا څخه ډک فلم (دهمال) راتلوونکې برخې لومړی څرک په ټولنیزه مېډيا کې ښکاره شو.

د هندۍ سينما فلم څارونکی ترن ادرش د دغه فلم لومړی تصویر پر خپله ټوئټر پاڼه خپور کړی.

د ترن په خپاره شوي تصویر کې اجي دیوګن ښکاري چې په یوه ځنګل کې دی او پر اوږه یې شادي کينولې ده.

د دغه فلم په تړاؤ ځانګړې خبره دا ده چې په دغه برخه کې (ټوټال دهمال) کې د اجي دیوګن سره یوځای ارشد وارثي، جاوید جعفري، رتیش دیش او سنجي مشرا هم کار کړی خو د دې سربېره کلونه وروسته یو ځل بیا انیل کپور او مادهوري دکشت هم په دغه فلم کې سره یوځای کیږي.

ویل کیږي چې ښکلي او تجربه کاره اداکاره مادهوري دکشت او پخوانی اداکار انیل کپور به سره ۱۸ کاله وروسته په یوه فلم کې سره جوړه راښکاره شي.

د دې تر څنګ دا هم ویل شوي چې د فلم لارښود اندرا کمار په لارښوونه جوړ شوی دغه فلم به روان کال د فبرورۍ په ۲۲ پر سينماؤ روښانه شي.

په دغه ټړاؤ مادهوري دکشت په یوه خپره شوې مرکه کې وړاندې ویلي وه چې دې او انیل کپور جوړه د خلکو تر منځ خورا ډېر مینوال لري او په خبره یې دغه جوړه به یو ځل بیا د فلم (ټوټال دهمال) کې راښکاره کیږی.

دې دغه راز هيله څرګنده کړې چې مینوال به یې یو ځل بیا دوی ته مینه ورکړي او فلم به یې خوښ کړي.